نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هیوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحیه ښې اړيکې غواړي او په ټولو هغو لارو چارو باور لري چې دغه هدف ته موږ رسولی شي. په دا وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي چې موږ يې […]
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هیوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحیه ښې اړيکې غواړي او په ټولو هغو لارو چارو باور لري چې دغه هدف ته موږ رسولی شي. په دا وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي چې موږ يې د تأسف وړ بولو. اسلامي امارت ټوله هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هیڅ کوم بل هیواد په وړاندې ونه کارول شي. موږ همدې هدف ته ژمن یو، خو پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باوري د هيڅ اړخ په ګټه نه ده. د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه چې پخپل هیواد کې امن او ثبات ته ارزښت ورکوي همداسې د ټولې سیمې لپاره امن او ثبات غواړي او په دې لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۰/۶/۱۴۴۴هـ ق ۱۳/۱۰/۱۴۰۱هـ ش ــ ۲۰۲۳/۱/۳م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.