نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي. واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي. د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ ده، خو […]
د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي. واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي. د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ ده، خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندیښنه رفع شي. اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نیږدې تفاهم ولري او له افغان ولس سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند ۱۴۴۴/۶/۲۰ هـ ق ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ هـ ش ــ ۲۰۲۳/۱/۱۲م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.