نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
بسم الله الرحمن الرحیم په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیرصاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو. انالله و اناالیه راجعون اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او […]
بسم الله الرحمن الرحیم په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزیرصاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني نن له غرمې وروسته د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو. انالله و اناالیه راجعون اسلامي امارت د حقاني صاحب مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بولي، نوموړې ته فردوس جنة، کورنۍ دوستانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر دعا کوي. الحاج خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد و چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړیاوو کې تیر کړی و، نوموړی د یوې لوی جهادي کورنۍ غړی و چې د اسلام د دښمنانو لخوا یې په سر ۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه. خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید چې ځانونه مسلمان بولي او ما سوا له ځان څخه نور مسلمانان تکفیروي. د حقاني صاحب د شهادت په ډول بزدلانه عمل نشي کولای د مسلمانانو ارادې کمزورې کړي او یا زموږ د مستحکم اسلامي نظام په وړاندې د دسیسه جوړونکو کوم هدف ترسره کړي، بلکې داسې بزدلانه عمل د اسلام او دین د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي. د افغانستان اسلامي امارت ۹/۶/۱۴۴۶هـ ق ۲۱/۹/۱۴۰۳هـ ش ــ ۲۰۲۴/۱۲/۱۱ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.