نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن غرمه د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي په ارګ کې و کتل. محترم ملا برادر اخوند سره تر ليدنې وروسته د پاکستاني پلاوي او افغان لوري ترمنځ مفصل کاري مجلس وشو، چې […]
نن غرمه د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي په ارګ کې و کتل. محترم ملا برادر اخوند سره تر ليدنې وروسته د پاکستاني پلاوي او افغان لوري ترمنځ مفصل کاري مجلس وشو، چې د ملي دفاع وزیر محترم مولوي صاحب محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي صاحب امیر خان متقي او د استخباراتو لوی ریاست مشر محترم ملا عبد الحق وثیق پهکې ګډون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګڼو د لېوالتیا وړ مسايلو باندېمفصلې خبرې وشوې. په ناسته کې د دواړو لوريو پر امنيتي اندېښنو، زموږ پر سيمه د ډرون الوتنو، د مخالفو وسلهوالو په فعاليت واضحې او مفصلې خبرې وشوې. همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترانزیټ، تجارتي او اقتصادي اړيکو، د کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ پر ستونزو او پاکستان کې د افغان مهاجرینو د مشکلاتو په اړه ګټور بحثونه وشول. دواړو لوريو وپتېيله چې اقتصادي او سوداګريز مسايل بايد د سياسي ستونزو له امله زيانمن نه شي. په پای کې دواړو خواوو د خبرو او تفاهم له لارې د مسائلو پر حل او د سیاسي او اقتصادي روابطو په پراختیا او تقويې ټینګار وکړ. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۴۴۴/۸/۱ هق ۱۴۰۱/۱۲/۳هـ ش ــ ۲۰۲۳/۲/۲۲م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.