د اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو د  کمیسیون اعلاميه

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواوتخصصاتو د کمیسیون تراشراف لاندې د افتاء او د قضاء د تخصص څانګې د تېر په څېر په شمال ختیځه حوزه کې د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په جامعه کې او جنوب لویدیځه حوزه کې د حضرت ابراهیم النّخعي رضي […]

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواوتخصصاتو د کمیسیون تراشراف لاندې د افتاء او د قضاء د تخصص څانګې د تېر په څېر په شمال ختیځه حوزه کې د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په جامعه کې او جنوب لویدیځه حوزه کې د حضرت ابراهیم النّخعي رضي الله عنه په جامعه کې افتتاح کیږي، چې د افتاء اوقضاء درسونه به په ښه مسلکي توګه پکې جریان ولري، دوه کلن جامع او معياري نصاب ورته ترتیب شوى، چې د دغه فن د ماهرو، تکړه، تجربه لرونکو علماء کرامو او استاذانو لخوا به ورته تدریس کیږي، د ځاى، إعاشې، إباتې او نورو ټولو ضرورياتو بشپړ انتظام شوی دی.

د دغه تخصص دداخلې لپاره لاندې شرائط او ضوابط په پام کې نيول شوي دي:

(١) ـ په دغه تخصص کې صرف هغه اشخاص برخه اخیستلی شي چې د کومې معلومې ديني مدرسې څخه په اعلى درجه فارغ التحصيل وي، او د دې ترڅنګ په علم فقه او علم اصول فقه کې د ښه استعداد درلودونکي وي، همدا راز د ښه ليکلو او انشاء صلاحيت هم ولري.

(٢) ـ په تخصص کې د شاملېدونکي شخص لپاره لازمي ده چې د کومې مدرسې څخه فارغ شوى وي د هغې مدرسې د مهتمم يا ناظم لخوا د خپل اخلاقي او تعليمي حالت تصديق نامه له ځان سره ولري.

(٣) ـ کوم شخص چې د بشپړ وخت تيرولو ( يعنې د تخصص ترپايه د پاته کېدلو ) پخه امادګي ظاهره کړي هغه ته به داخله ورکول کېږي، او د پوره وخت تيرولو تحريري ضمانت به يې يو مشر عالم کوي.

(٤) ـ په لاندې کتابونو کې به د داخلې تقريري امتحان اخيستل کېږي:

صحيح البخاري، بيضاوي يا جلالين، هدايه کامل، نورالانوار يا حسامي، شرح العقائد، مختصرالمعاني، مقامات حريري، سلم العلوم او ميبذي.

او ددې څخه علاوه د ليکلو او انشاء د صلاحيت امتحان به هم اخيستل کېږي.

(٥) ـ کوم کسان چې د مذکوره شرائطو سره برابر وي او د داخلې په امتحان کې کامياب او داخله ورکول شي هغوى ته به دإعاشې او إباتې څخه علاوه په میاشت کې يو مقدار نقدي مرسته هم ورکول کېږي.

(٦) ـ د تخصص د شاګردانو د مشاغلو تقسيم الأوقات به د نورو طلباؤ په شان نه وي؛ بلکې د ضروري آرام او د صلوة او طعام د اوقاتو څخه غير به نور ټول اوقات د تخصص په درس، مطالعه او د إفتاء او د قضاء په تمرين کې تیروي.

(٧) ـ د تخصص شاګردان به د تخصص په درس او مطالعه کې په شاملو کتابونوکې، د هرې درې میاشتنۍ مودې په پای کې د امتحان په ورکولو مکلف وي.

(٨) ـ د تخصص شاګردانو ته به په آخري کال کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسواو تخصصاتو د کمیسیون لخوا موضوعات او عنوانونه انتخابېږي، دوى به هر يو په جلا جلا موضوع او عنوان مقاله ليکي.

(٩) ـ په پاى کې به کاميابو شاګردانو ته د افتاء او د قضاء د تخصص ښه معتبر او معياري سندونه

( شهادت نامې ) ورکول کېږي.

داخله : داخله به إن شاءالله د روان ۱۴۴۱هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې له ( ۱۴ )، د ۱۳۹۹هـ ش کال د جوزا د میاشتې له (۱۷) او د ۲۰۲۰م کال د جون د میاشتې له شپږمې نیټې د شنبې له ورځې څخه شروع کیږي.

إفتتاح : د اسباقو افتتاح به د روان کال د شوال المکرم د میاشتې په (۲۵ )، د جوزا په ۲۸ او د جون په ۱۷ د چهارشنبې په ورځ کیږي إن شاء الله تعالی.

د داخلې إراده لرونکي فاضلان دې په لاندې نمبرونو رابطه کوي.

د شمال ختیځې حوزې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جامعې د تخصص د څانګې د ارتباط نمبرې

:  (۰۰۹۳۷۸۰۱۴۰۳۸۷)

:  (0093791916886 )

د جنوب  لویدیځې حوزې د إبراهيم النّخعي رضی الله عنه د جامعې د تخصص د څانګې د ارتباط نمبرې

:  (0093799564694 )

:  (0093784052045 )         د مخابرې نمبر: تعلیم (۵۶۹۲۰۰ )