د اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په فراه ولایت کې په یو قاتل باندې د قصاص الهي حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی، امابعد: قال الله تبارک و تعالی: . وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ‎﴿البقرة: ١٧٩﴾‏ ژباړه: ای هوښیارانو! ستاسو لپاره په قصاص کې ژوندی دی،( په کار ده چې له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ او) له الله تعالی […]

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی، امابعد:
قال الله تبارک و تعالی: . وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ‎﴿البقرة: ١٧٩﴾‏
ژباړه: ای هوښیارانو! ستاسو لپاره په قصاص کې ژوندی دی،( په کار ده چې له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ او) له الله تعالی څخه وویریږئ.
و ایضا قال الله تعالی: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ ۖ إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا ‎﴿٣٣﴾‏ الاسراء
ژباړه: او څوک چې مظلومانه وژل شوی وي، د هغه وارثانو ته مو د غچ اخیستنې (قصاص) حق ورکړی دی، نو په کار ده چې هغه په وژلو کې له حده تیری ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.
نن ورځ د فراه ولایت په مرکز کې په یو تن قاتل باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبیق کړل شو.
دغه قاتل تاجمیر د غلام سرور زوی د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ جلوارچه کلي اوسیدونکی و، چې په (۲۱ د ۱ د ۱۴۳۹ هجري قمري) کال يې یوتن مصطفی د عبدالرحمن زوی د فراه پشت کوه ولسوالۍ د ګنګ کلي اوسیدونکی په خورا ظلم سره په چاقو وهلی او وژلی و، د هغه یو عراده موټر سائکل او یو دانه ټلیفون يې له ځانه سره وړي و. وروسته د نوموړي مقتول د ورثه لخوا دغه کس وپيژندل شو چې د اسلامي امارت د فراه ولایت مسئولینوته يې د نیولو په اړه عارض شول، له پلټونو وروسته نوموړی قاتل ونیول شو چې د اسلامي امارت د محاکمو په حضور کې يې بې له اکراه څخه په خپل جرم اعتراف وکړ.
دغه موضوع د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدايي، استناف او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅيړل شوه، چې د هرې یوې محکمې لخوا پرې د قصاص حکم صادر او تایید شو. وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حضور ته د تایید لپاره وړاندې کړل شو.د عاليقدر امیرالمؤمنین لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څیړنه وشوه او د علماء کراموسره په یوه ستره مجموعه کې پرې هر اړخیز بحث ترسره شو چې په نهایه کې يې پر قاتل باندې د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړ. د دغه حکم د تطبیق لپاره د هیواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې دغه د قصاص حکم باید نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د جمادي الاولی د میاشتې په ۱۴ تاریخ د فراه ولایت په مرکز کې د هیوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي. په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د سترې محکمې قاضي القضاة محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د سترې محکمې قضايي مرستیال او د جنوب غرب زون د تمیز رئيس شیخ الحدیث مولوي سردارمحمد، د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ الحدیث مولوي خیرجان، د هیواد د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د عدلې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، د معارف وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي حبیب الله اغا ، د سترې محکمې د دارالافتاء رئيس شیخ الحدیث مفتي عزیزالرحمن مظهري، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د کندهار د علماؤ د شورا رئیس شیخ الحدیث مولوي ملوک شاه، د کندهار د تمیز د جزا د دیوان رئیس، شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن د کندهار د جهادي مدرسې د حدیثو استاذ شیخ الحدیث مولوي حبیب الله، شیخ مولوي نوراحمد اسلام جار د هرات والي، د فراه ولایت مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار، د امیرالمؤمنین د دفتر مسؤل مولوي عبدالحکیم، د امیرالمؤمنین د فرامینو د څار د دفتر مسؤل مولوي احمد جان بلال، د کندهار والي الحاج ملا محمدیوسف وفا، د کندهار د هوايي ډګر عمومي مسؤل الحاج مولوي فتح الله منصور او د اسلامي امارت ګڼ شمیر نورو مسئولینو هم برخه اخیستې وه.
د غونډې په پای کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټينګښت، د خلکو شرعي حقوقوته د لا رسیدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبیق لپاره دعا وشوه او غونډه د مقتول د وارثینو لخوا د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسیده.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴/۵/۱۴۴۴هـ ق
۱۶/۸/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/12/7 م