نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تیره ورځ د اسلامي امارت یو هېئت د سیمې له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې تهران ته ورسید. دغه هېئت د ایران مرکز تهران ته استول شوی، تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک […]
تیره ورځ د اسلامي امارت یو هېئت د سیمې له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې تهران ته ورسید. دغه هېئت د ایران مرکز تهران ته استول شوی، تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي. د اسلامي امارت هېئتان وخت په وخت د سیمې مختلفو هیوادونو ته سفرونه لري، ترڅو د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۲۵/۴/۱۴۴۰هـ ق ۱۱/۱۰/۱۳۹۷هـ ش ــ ۲۰۱۹/۱/۱م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.