نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د نظامې چـارو کميـسـیون دملکې تلفاتو د مخنيوي اوسمع شکایات مرکزې اداره ادارې ریاست نمبر: ۳ ج ۲ تاريخ:2017 د ډیسمبر 29 مطابق ۱۱ / ۴ /۱۴۳۹ هـ ق ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د 2017 م کال د ملکـي تلفاتوراپور په جګړو او نښتو کې د ملکي تلفاتو موضوع خورا ځورونکې ده، اسلامي امارت […]
د افغانستان اسلامي امارت
د نظامې چـارو کميـسـیون
دملکې تلفاتو د مخنيوي اوسمع شکایات مرکزې اداره
ادارې ریاست
نمبر: ۳ ج ۲
تاريخ:2017 د ډیسمبر 29 مطابق ۱۱ / ۴ /۱۴۳۹ هـ ق
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د 2017 م کال د ملکـي تلفاتوراپور
په جګړو او نښتو کې د ملکي تلفاتو موضوع خورا ځورونکې ده، اسلامي امارت دخپل شرعي او هیوادني دروند مسئولیت له مخې د ملکي تلفاتو له موضوع سره په ډيره جدي توګه برخورد کوي.
د دې لپاره چې د هیواد په روان جهاد کې د ملکي تلفاتو مخنیوی شوی وي، که خدای مکړه د مجاهدینو لخوا د عامو خلکو له ژوند سره بې پروايي وشي، نو اسلامي امارت ته داسې بې پروايي په هيڅ ډول هم د منلو او زغم وړ نه ده.
په همدې اساس يې د ملکي تلفاتو د کنترول، ثبت او محاکموته د راجع کیدو په منظور یوه مستقله اداره د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو په نامه ایجاد کړې، ترڅو له پيښو سره جدي او قانوني چلند وشي، سرغړونکي معافیت ترلاسه نکړي او په راتلونکي کې عام خلک د نښتو اوجګړو قرباني نشي. بل خوا دغه اداره مسئولیت لري چې دهغو پيښواو شمیرو په اړه هم څيړنه او تحقیق وکړي چې د اشغالګرو، د کابل ادارې د امنیتي ادارو، فتنه اچونکو ډلو او ځينو نورو جنایت کارو باندو لخوا رامنځته کیږي او له امله يې زموږ هیوادوال د غم په ټغر کيښنول کیږي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د ملکي تلفاتو اداره دنده لري چې هر ډول ملکي پيښې په دقیقه، بې طرفانه او پوره مسئولیت سره ثبت کړي، هغه جهتونه په ګوته کړي چې د پيښې عاملین دي، دخساراتو اندازه او جزئيات معلوم کړي ، بیا دغه ډول مستند راپورونه وخت په وخت د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر او نورو حقوقي اداروته واستوي او په هرو شپږو میاشتو کې د ثبت شوو کره معلوماتو یوه کاپۍ د رسنیو له لارې نشرته وسپاري.
په دې اقدام سره به له یوې خوا د ملکي تلفاتو د عاملینو په وړاندې شرعي او قانوني برخورد شوی وي، او له بله پلوه به هیوادوال، نړیوال او ټول هغه جهتونه چې د ملکي پيښو په اړه انديښمن دي او واقعاً د ملکي زیانونو د مخنیوي کار ته اهمیت ورکوي، هغوی به د پيښو په اصلي ماهیت، د تلفاتو داصلي عاملانو او په دې اړه د اسلامي امارت لخوا د مسئولیت په احساس آګاه کړل شي، او امید دی چې دغه ډول راپورونه په بې پرې توګه تهیه او خپرول به په ريښتونې بڼه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په کار کې ممد تمام شي.
د اسلامي امارت دملکي تلفاتو دمخنیوي اداره د راپور په اړه ډاډ ورکوي چې په خورا دقت سره ترتیب شوی، د هيڅ پيښې په اړه سهل انګاري او تسامح نه ده شوی او په دې اړه له ټولو هغو جهتونو څخه چې د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه وخت په وخت خپلې انديښنې څرګندوي غواړي چې د پيښو د عاملانو په ګوته کولو، غندلو او په ممکنه وخت کې په مجازات کولو کې خپل مسئولیت اداکړي، البته د ملکي پيښو هغه عاملان چې د اسلامي امارت تر ولکې لاندې دي، هغه که په امارت کې دننه دي یا ترې بهر دي، دهغو په محاکمه کولو، مجازات او سرزنش کې د اسلامي امارت حقوقي او شرعي ادارې خپل ټول توان کاروي او تر ډيره يې د دا ډول پيښو عاملین وخت په وخت محاکموته معرفي کړي هم دي چې په اړه يې لازم ګامونه اخیستل شوي دي.
د تيرو کلنو په څير د ۲۰۱۷ م کال مخــتصر راپور :
د مذکور کال په تیرو دولس میاشتو کې د ګران هیواد دټولو ولایاتو څخه دافغانستان اسلامې امارت دملکې تلفاتو دمخنیوې او سمع شکایات مرکزې ادارې مجموعاً (926) پیښې دملکې تلفاتو بوګنونکې پيښې دخپلو نماینده ګانو ، آزادو رسنیو ،قومې مشـــــــــــرانو او عامو وګړو په مټ په خپل وارده دفتر کې ثبت او راجسترکړې دې . چې مخــــــتصر جدول او دبیلګې په شکل مختصرې زړه بوګنونکې پيښې
د کلنې راپور مخـتصرجدول
شماره
کال
مجموعه دپیښوتعداد
دامریکایانو اوکابل اداری لخوا
دمــجاهدینولخوا
دداعش اونامعلوموکسانولخوا
شهـــيدان
زخـــــــمیان
1
2017
926
1186
1253
163
117
294
607
د شــــهیدانو خلاصه جدول
میاشت
دپیښوشمیر
دشهیدانو
مجموعه
نارینه
شهیدان
زنانه
شهیدانې
ماشومان
امریکایان اوددوی دغلامانو لخوا شهیدان
مجاهدینوته منسوب شهیدان
داعش او
نامعلومو
خلکو
لخواشهیدان
6—1 میاشتو
404
689
495
84
110
424
181
7میاشت
102
191
136
26
29
169
15
7
8میاشت
119
170
116
23
31
120
38
12
9میاشت
99
159
115
20
24
124
16
19
10میاشت
87
165
134
6
51
11 میاشت
71
139
89
121
4
14
12میاشت
44
104
82
10
94
1643
1198
194
251
په 2017 میلادي کال کې مجموعه پيښې :ـ926
په یادو پيښو کې 1643 کسه هیوادوال شـــــــــــهیدان شوې ، په 1643 کــــسانو کې 1186 کسه د امریکایانو اوکابل ادارې (اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) لخوا په شــــــــــــــهادت رسیدلی دي ، 163 کــــــسه د اسلامې امارت مجاهدینو ته منسوب کیږي او 294 کسه د داعش او نامعلومو کــــــــــــــــسانو لخوا په شهادت رسیدلې دي .
په یادو 1643 شهیدانو کې 1198 کسه نارینه شهیدان ، 194 زنانه شهیدان او 251 کسه ماشومان شهیدان شوې دي .
دشـهیدانو فیصدي :
1:ـ ٪ 72 پیښو مسؤلیت امریکایانو او دکابل ادارې (غلامې اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) ته راجع کیږې .
2:ـ ٪ 10 دپيښو مسؤلیت مجـــــــــــــــاهدینو ته منسوب کیږي .
3:ـ ٪ 18 دپیښو مسؤلیت داعش او نامعلومو خلکو ته راجع کیږي .
د زخـــــــــــــــــمیانو خلص جدول
دزخمیانو
زخمیان
زخمیانې
امریکایان اوددوی غلامان لخوا زخمیان
مجاهدینوته منسوب زخمیانوشمیر
لخوزخیمانو
شمیر
1041
781
78
182
459
61
521
183
50
161
8
257
36
245
9
3
53
35
0
107
39
100
54
106
52
92
101
60
80
21
1976
1313
211
452
په 2017 میلادي کال کې د زخمیانو مجموعه پيښې :ـ926
په یادو پيښو کې 1976 تنه هیوادوال زخـــــــــمیان شوې ، په 1976 مجموعه زخمیانوکې 1253 تنه د امریکایانو اوکابل ادارې ( غلامې اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) لخوا زخمیان شوي دي ، 117 تنه د اسلامې امارت مجاهدینو ته منسوب دي او 607 تنه د داعش او نامعلومو کــــــــــــــــسانو لخوا زخمیان شوي دي .
په یادو 1976مجموعه زخمیانو کې 1313 تنه نارینه زخمیان ، 211 زنانه زخمیانې او 452 تنه ماشومان زخمیان شوې دي .
دزخــــــــــــــــــمیانو فیصدې :ـ
1:ـ ٪ 63 پیښو مسؤلیت امریکایانو او دکابل ادارې ( غلامې اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) ته راجع کیږې .
2:ـ ٪ 6 دپيښو مسؤلیت مجـــــــــــــــاهدینو ته منسوب کیږي .
3:ـ ٪ 31 دپیښو مسؤلیت داعش او نامعلومو خلکو ته راجع کیږي .
د ملکي تلفاتو څو لويې بیلګې د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره لاندې د ملکي تلفاتو دیو شمیر هغو سترو پيښو ژوندۍ نمونې وړاندې کوي چې په خورا ښکاره توګه د یرغلګرو او دهغوی د غلامانو لخوا ملکي خلک او کورنه په نښه شوي او درانه زیانونه يې اړولي دي. هلمند: د هلمند ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه ۱۰:۳۰ لس نيمې بجې په (۱۴۳۸/۵/۱۳هـ ق) تاريخ د دي ولايت سنګين ولسوالۍ اړوند چناري سيمه کې د يرغلګرو هوايي ځواکونو د يوتن ملکي کس فدامحمد آکا پرکور وحشيانه بمبار وکړ، چې له امله يې د نوموړي په ګډون د کورنۍ ۱۳تنه غړي ځای پرځای په شهادت ورسيدل، په شهيدانو کې نوموړی فدامحمد او د ده څلور زامن ۱ـ محمدولي، ۲ـ خان، ۳ـ نصيب الله، ۴ـ پاچاآغا او د نوموړي دوه ۲ تنه ميرمنې، ۴ تنه لورانې، يوه ۱ نګور او يوه ۱ لمسۍ شاميلې دي. او همداراز په ياده شپه د دي ولسوالۍ اړوند ماتې لکړۍ سيمه کې هم يادو ځواکونو د ملکي کس پرکور د جيټ الوتکو په واسطه بمبار کړی، بمبار د ځايي اوسيدونکي(باچا آکا) پرکور شوي چې له امله يې د نوموړي د کورنۍ ۹ تنه غړي په شهادت رسولي، په شهيدانو کې د نوموړي شپږ تنه زامن ۱ـ فوجي، ۲ـ سيټ، ۳ـ اغالالی، ۴ـ راضي ګل،۵ـ سلطان عزيز،۶ ـ محمدميرويس او دوه ۲ تنه لورانې او يوه ميرمن شاميل دي. او په همدې شپه د دې ولسوالۍ اړوند لمبانو سيمه کې هم یادو ځواکونو د حاجي صالح محمد پر مسجد وحشيانه بمبار کړی چې مسجد ويجاړ او چاته پکې تلفات نه دې اوښتې. 2017-02-10م بله پيښه:
د هلمند ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره غرمه د دې ولايت د نادعلي او مارجې ولسواليو ترمينځ ګروف شش سيمه کې امريکايي اشغالګرو د ملکي خلکو پر يو فيلډرموټر ډرون بريد وکړ چې له امله يې پکې سپاره ۲ تنه نارينه ۲ تنه ميرمنې او ۱ تن ماشوم په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۹/۱/۲۶هـ ق) 2017-10-16م (۵)شهيدان بله پيښه: د هلمند ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې نن ماسپښين ۲بجې د دې ولايت ګرشک او سنګين ولسواليو ترمينځ د کوک غره په سيمه کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي خلکو پر يوموټر ډرون بريد وکړ چې له امله يي پکې سپاره ۵ تنه ملکي وګړي په شهادت ورسيدل. ياد کسان ټول قومي مشران وو او بلې سیمې ته د دوو قومونو د جوړي په موخه روان ول چې له پيښې سره مخ شول. (۱۴۳۹/۲/۲۵هـ ق) 2017-11-14م (۵)شهيدان بله پيښه: د هلمند ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره شپه ۱۱ بجې د دي ولايت موسی کلا ولسوالۍ مرکزته څيرمه سيمه کې امريکايي اشغالګرو د ملکي خلکو پر ۷ کورونو وحشيانه بمبار کړی چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۰ تنه ملکي وګړي ځای پرځای په شهادت رسيدلي او ۶نورکورونه نور ويجاړ شوي خو چاته پکې د سر زيان ندی اوښتی. (۱۴۳۹/۳/۲هـ ق)2017-11-20م (۱۰)شهيدان زابل: د زابل ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه د دي ولايت ارغنداب ولسوالۍ اړوند د الګۍ بازارته څيرمه د ملخيلو په سيمه کې د يرغلګرو هوايي ځواکونو پريوه کور وحشيانه بمبار وکړ، د راپور په اساس په پيښه کې د يوې کورنۍ ۹ تنه نارينه ۲ تنه ميرمنې او ۲تنه ماشومان شهيدان او ۳ تنه نورماشومان شديد ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۶/۴هـ ق) 2017-03-03م فراه: د فراه ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره ورځ ماسپيښين ۳ بجې د دي ولايت فرارود ولسوالۍ اړوند تفه يې سعادت سیمه ژړ اخندزاده زيارت ته څیرمه د دښمن په هوايي بريدکې ۲۰ تنه ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې، پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې په سيمه کې د دښمن عملياتي قوه د مجاهدينو ترسختو بريدونو لاندې راغله او وارخطا دښمن عام ميشته سيمې د هاوانونو او هوايي بريدونو هدف ګرځولې وې، نو ولسي خلکو هڅه کوله چې خپل ماشومان او ميرمنې د يادې سيمې څخه بلې خوندې سيمې ته نقل کړي چې پرمهال يې د دښمن څرخکو يوه ډاټسن موټر په نښه کړه او پکې سپاره ۸ تنه ماشومان يې شهيدان او ۱۲ تنه نور چې ميرمنې او ماشومان ول ټپيان کړل. شهيدان: ۱ـ د عبدالباري ماشوم زوی، ۲ـ د حاجي غلام نبي يوماشوم زوی او يوه ماشومه لور، ۳ـ د موسی آکا دوه ماشومې لورانې او ۴ـ د لعل محمد دوه ماشومان زامن او يوه ماشومه لور. او د يادو کورنيو ۱۲ تنه نورغړي ټپيان شوي دي چې ټول د ازو د کلي اوسيدونکي وو او په يو موټر کې سپاره ول چې له وحشيانه پيښې سره مخ شول. (۱۴۳۸/۶/۵هـ ق) 2017-03-05م (۸)شهيدان(۱۲)ټپيان بله پيښه: د فراه ولایت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولایت بالابولک ولسوالۍ اړوند شيوان سیمه کې د دښمن له لوري د هاوان ډزو او د څرخکو بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷تنو ملکي وګړوته مرګ ژوبله اړولې، د نوموړي په وينا پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې د دښمن ځواکونه يادې سيمې ته د کورونو او دوکانونو ويجاړولو په موخه له بوکلينونو او بيلډوزرو سره راغلي ول، چې پرمهال يې د مجاهدينو له لوري له غبرګون سره مخ شول او دښمن بیا هم د عاموخلکو کورونه د ثقيله اسليحو تربريد لاندې راوستل، چې د (اس پي جي ۹) توپ يوه مرمۍ د حاجي محمدخان په کورکې ولګيده او له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ټپيان شول. او همداراز د يوتن بل ځايي اوسيدونکی رازو آکا پر کور د دښمن څرخکو ډزې وکړې چې له کبله يې د نوموړي مور او ميرمن شديدې ټپيانې شوې. په ياده سيمه کې د څرخکو د بمبار له امله د ميرزا په نامه یوکس ماشوم زوی (ابراهيم) او د کريم جان يوماشوم زوی هم ټپيان شوي دي. او يوتن بل د همدې سيمې اوسيدونکی (خدای نظر) هم په همدې ورځ د دښمن په هوايي ډزوکې ټپي شو. او همداراز يوه مرمۍ د دي ولسوالۍ اړوند دهزکې سيمه کې ولګيده او له امله يې ۴ تنه چې په خپلو زمکو کې پرکار بوخت ول ټپيان شول، په ټپيانو کې يوتن ماشوم طاهر د عصام الدين زوی، او درې تنه ځوانان نظام د محي الدين زوی، عبدالشکور د عبدالغفور زوی او طالب د علاوالدين زوی شامل ول. او د سیمې ګڼو نورو خلکوته يې مالي زيانونه هم اړولي دي. (۱۴۳۸/۵/۳هـ ق) 2017-01-31م بادغيس : د بادغيس ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت د دربوم ولسوالۍ ودانۍ د مجاهدينو تربريد لاندې راغله او فتحه شوه، ورسته د دښمن قوه چې د خپلو عسکرو د ژغورلو او د ولسوالۍ د بيرته نيولو په موخه سيمې ته راغله شااو خوا ټول کلي او کورونه يې د هاوان او ديسې توپونو تربريد لاندې راوستل چې له امله يې د مالي زيانونو سربيره ګڼو ملکيانو ته هم تلفات اړولې دي. د راپور په اساس په پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۷تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۲ تنه شهيدان او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي. په پيښه کې لعل محمد، د نوموړي ميرمن، خورزه او (انګور) د زوی ښځه د خربدې د سیمې او شير د زرين زوی، عبدالولي د عسل زوی، عصمت د امير زوی، د اختر يوه لور، ۹تنه ماشومان ۲تنه نيشګر مسافر او ۴تنه نور چې نومان يې ندې رارسيدلې په شهادت رسيدلي. او همداراز حاجي مومين خان، د نوموړي ميرمن، يوه (انګور) د زوی ښځه، يوه۱۲کلنه لور، يو ۷ کلن زوی او لس تنه نور چې اکثريې ماشومان دي ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۸/۲۷هـ ق) 2017-05-23م د بادغيس ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت جوند ولسوالۍ اړوند لالابای سيمه کې د دښمن څرخکو د جنازي پر مراسمو بمبار وکړ، چې له امله يې ۳ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. شهيدان: ۱ـ عبدالله د محمود زوی، ۲ـ شير د يحيا زوی د چهاردرې د سیمې اوسيدونکی او ۳ـ عبدالخير د محمدلعل زوی د پنجبوز د سيمې اوسيدونکی. ټپيان: ۱ـ عبدالکريم د عبدالسلام زوی، ۲ـ ملانيک محمد د آميربای زوی، ۳ـ عبدالله د رحيم زوی، ۴ـ عبدالقادر د ريزه ګل زوی، ۵ـ شير د عبدالعزيز زوی، ۶ـ نثار د محمدخان زوی، ۷ـ عبدالقادر د محی الدين زوی، ۳تنه ميرمنې او ۲تنه ماشومان. (۱۴۳۸/۱۲/۳۰هـ ق) 2017-09-22م (۳)شهيدان(۱۲)ټپيان کندز: د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت چهاردرې ولسوالۍ اړوند عيسی خيلو سيمه کې يرغلګرو هوايي ځواکونو د قومي مشرانو پر موټر ډرون بريد کړی، چې له امله يي ۵ تنه قومي مشران(عبدالمجيد د افضل زوی، حاجي عبدالروف د عبدالحميدزوی، عبدالمحمد د شيخ محمد زوی، محمدتلی د حاجي سلطان زوی، معلم سخيداد د محمدنظر زوی) چې د (۵۰)او (۷۰) په شااوخوا کې يې عمرونه وو په شهادت رسيدلي، د راپور په اساس ياد قومي مشران د يوې ستونزې د حل کولو په موخه بلې سيمې ته تللي ول چې بيرته د راتګ پرمهال په لاره کې له يادې پيښې سره مخ شول. (۱۴۳۸/۶/۱۰هـ ق) 2017-03-09م بله پيښه: د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت چهاردرې ولسوالۍ اړوند قتل عام، ازبک بازار، سرآسياب، عيسی خيلو او وردګو په سيمو کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي خلکو پرکورونو، مسجدينو او نوروعاميشتو ځايونو وحشيانه بمبار کړی چې له امله يې د ګڼو مالي زيانونو سربيره ۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۵ تنه نور يې سخت ټپيان شوي دي. په پيښه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي (۱) ۲۱کلن رضوان الله د خيال محمد زوی، (۲) ۲۲ کلن عبدلاحد د استاد نيک محمد زوی، (۳) ۲۰کلن نوري د جمال زوی، (۴) ۲۳کلن محمدابراهيم د عاشوربابه زوی، (۵) ۳۸کلن محمداسلام د محمدالله زوی، (۶) ۴۵کلن محمدعظيم د محمدالله زوی، (۷) ۱۷کلن حافظ زين الله د سعيدالله زوی، (۸) ۲۲کلن قاري فضل محمد د نورمحمد زوی، (۹) ۱۷کلن رفيع الله د استاد ناصر زوی او (۱۰)۷۰ کلن غلام سخي بای د بابه نظر زوی په شهادت رسيدلي. او۵ تنه نور ملکيان (۱) ۷۰کلن حاجي محمدداد د محمدي زوی، (۲) ۳۹ کلن محمد سعيد د روزي خان قصاب زوی، (۳) ۱۳کلن محمدرحيم د صالح محمد زوی، (۴) ۱۸کلن سميع الله د علی محمد زوی او (۵) ۱۵کلن حافظ احسان الله د نورعلي زوی ټپيان شوي دي. همداراز په پيښه کې ۲۰ کورونه له سامان څخه ډک، ۱ د پختي ماشين، ۱ د شولو ماشين، ۱ مازداموټر، ۱تريشل، ۸۰۰۰ منه پخته او ۴۰۰ منه غنم په بشپړ ډول تخريب شوي دي. (۱۴۳۹/۲/۱۵هـ ق)2017-11-04م (۱۰)شهيدان (۵)ټپيان بله پيښه: د کندز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت چهاردرې ولسوالۍ اړوند قريه يتيم د مدرسې په سيمه کې وحشي يرغلګرو د عاموخلکو پرکورونو ظالمانه بمبار کړی چې له امله يي په يوکورکې ۴تنه ملکي وګړي عبدالستار د حاجي جليل زوی او د نوموړي يو زوی اخترمحمد، يوه ميرمن او يوه انګور شهيدان او د نوموړي ۴ تنه د کور غړي درې لوڼې، او يو لمسی ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۶/۱۷هـ ق) 2017-03-16م تخار: د تخار ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې نن ورځ ماسپيښين ۲ بجي د دي ولايت درقد ولسوالۍ اړوند قمګذر سيمه کې د يرغلګرو جيټ الوتکو په ملکي خلکو بمبار کړی، چې له امله يي د دوو ۲ تنوماشومانو په ګډون ۵ تنه په شهادت رسولي او ۷تنه نور يې شديد ټپيان کړي دي. (۱۴۳۸/۶/۴هـ ق) 2017-03-03م ننګرهار: د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دي ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند دوهم فارم سيمه کې اشغالګرو او داخل ګوډاګيانو د ملکي خلکو په کورونو وحشيانه او ظالمانه چاپې ترسره کړي، ياد دښمن د چاپې پرمهال د عامو خلکو په کورونو، ميشت ځايونو او د لوګرو په خيمو سخت بمبار وکړ چې له امله يې د ۳تنو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۹تنه نوريې شديد ټپيان کړي دي، او همداراز يو موټر او تر ۵۰ زيات مواشي(ميږې) له مينځه تللي او ګڼو کورونو او فصلوته يې هم زيانونه اړولي دي. (۱۴۳۸/۸/۲۶هـ ق) 2017-05-22م بله پيښه: د ازادو رسنيو له قوله چې د اختر په ورځ د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اړوند پيخه تنګي سيمه کې د امريکايي اشغالګرو په بمبارکې د يوې کورنۍ ۱۶ تنه ملکي وګړي په شهادت رسيدلي. خبر زياته کړې چې پر ټولنيزو پاڼو د هغو ماشومانو انځورونه هم نشر شوي چې په بمبارکې په شهادت رسيدلي دي او د داعش ډلې خبري اژانس «اعماق» هم د دې خبر د تصدیقولو تر څنګ د ماشومانو انځورونه نشر کړي دي او د پيښې خبر يې ورکړی دی. په خبر کې راغلي چې تېره ورځ (د اختر ورځ) امریکايي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د پیخه تنګي سیمه کې بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي دي. د خبر په حواله چې نن د دفاع وزارت له لوري په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې نن د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې ۱۲ تنه مخالفین وژل شوي او ۷ پټن ځایونه تخريب شوي دي. (۱۴۳۸/۱۰/۱هـ ق) 2017-06-25م بله پيښه: د ننکرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت هسکه مينه ولسوالۍ اړوند مريض کنډو سيمه کې خارجي ځواکونو د فاتحې پر مراسمو بمبارکړی چې له امله يې د څلورتنو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۱۰/۲۹هـ ق) 2017-07-23م (۱۳)شهيدان(۸)ټپيان بله پيښه: د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت هسکه مينه ولسوالۍ اړوند پاپين سيمه کې اشغالګرو هوايي ځواکونو د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو پر يو موټر بمبار وکړ. د راپور په اساس په موټر کې د يوې کورنۍ کډه بار وه او غوښتل يې د جنګ له امله سيمه پريږي او کومې بلې ساحې ته ولاړ شې چې په لارکې له هوايي بريد سره مخ شول. په پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي په شهادت ورسيدل، ورسته د سیمې عام خلک د پيښې ځای ته راغلل او د شهيدانو د جسدونو په ټولولو بوخت ول چې دوهم ځل بمبار پرې وشو او ۶تنه نور عام خلک يې ځای پرځای په شهادت ورسول او ۴تنه يې ټپيان کړل. (۱۴۳۸//۱۱/۱۸هـ ق) 2017-08-10م بله پيښه: د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت پچيرآګام ولسوالۍ اړوند لاندې صبر د خانانو په سيمه کې اشغالګرو ځواکونو د داخلي ګوډاګيانو په ملتيا د عاموخلکو پرکورونو وحشيانه چاپه وهلي او پرمهال يې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۸ تنه غړي چې ټول ملکي وګړي ول ډير په ظلم او وحشت سره په شهادت رسولي او ۱تن يې له ځان سره وړی دی. (۱۴۳۹/۱/۲۵هـ ق) 2017-19-15م (۸)شهيدان بله پښه: د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت حصارک ولسوالۍ اړوند دواب سيمه کې اشغالګرو ځواکونو د داخلي ګوډاګيانو په ملتيا د عاموخکلو پرکورونو چاپه وهلي او پرمهال يې ۵ تنه ملکي وګړي ډير په وحشت سره په شهادت رسولي او ۶ تنه نور يې ټپيان کړي دي. (۱۴۳۹/۱/۲۶هـ ق) 2017-10-16م (۵)شهيدان(۶)ټپيان بله پيښه: د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه د دې ولايت غنی خيلو ولسوالۍ اړوند ۲۹نمبرويالي سيمه کې امريکايي اشغالګرو د داخلي ګوډاګيانو په ملتيا د عاموخلکو پرکورونو چاپه وهلي. په دغه وحشیانه چاپه کې د کورونو دروازې يې په بمونو ماتې کړي، کورونه يې تلاشي کړي، شتمنۍ يې ورڅخه لوټ کړي او د یوې کورنۍ 7 تنه غړي چې ټول ملکي وګړي دي حاجی عطاءالله، جمیل الله، خیرمحمد د سیدحکیم زامن، اسماعیل، عمر، عبدالصمد د مادو زامن، او یعقوب د اسحاق زوی چې د اچین ولسوالۍ اړوند د باندر اوسیدونکي ول او په سېمه کې يې دهقانې کوله په ډیر وحشت سره شهیدان کړي او 6 تنه نورکلیوال یې د ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي. (۱۴۳۹/۲/۴هـ ق) 2017-10-24م (۷)شهيدان بله پيښه: د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت حصارک ولسوالۍ اړوند دواب سيمه کې امريکايي اشغالګرو د داخلي ګوډاګيانو په ملتيا د ملکي خلکو پرکورونو وحشيانه چاپه وهلي او پرمهال يې د يوتن ځايي اوسيدونکي اول ګل ۴ زامن او د سورګل ۱ زوی يې په شهادت ورسول. همداراز په همدې مهال يې د غوږيزې په سيمه کې پر يو مسجد بمبار وکړ چې له امله يې ۱۵تنه هغه ملکي وګړي په شهادت ورسيدل چې له مجاهدينو سره په حقوقي موضوع ګانو بنديان ول. (۱۴۳۹/۳/۱۸هـ ق) 2017-12-06م (۲۰)شهيدان ارزګان: د ارزګان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره شپه ۱۱ بجې د دې ولايت مرکز ترينکوټ اړوند د لوړ دريشيانو په سیمه کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي خلکو پرکورونو چاپه وهلې، چې پرمهال يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنو ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې. د راپور په اساس چاپې تر ۲:۳۰ بجو دوام درلود او دښمن هري خواته د عامو خلکو په هستوګن ځايونو وحشيانه ډزې او بمبار وکړ چې له امله يې ۶ تنه ملکي کسان شهيدان او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي. همداراز يوتن ځايي اوسیدونکی چې په پيښه کې يې د کورنۍ غړي هم ټپيان شوي دي، وايې چې په پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي. د ده په وينا د ملاپای محمداخند د سيمې د يوتن اوسيدونکي اخترمحمد په کور د دښمن الوتکو بمبار وکړ، چې له امله يې ۵ تنه ماشومان جميع الله د اخترمحمد زوی، مصطفی د جليل زوی، سيف الله د وکيل زوی، جانان د صابر زوی او اکرم د سعيد وزی ټپيان شول او همداراز د يوتن بل ځایي اوسيدونکي نوراحمد د کورنۍ ۳تنه ميرمني ټپيانې شوي دي. او په سيمه کې د يوتن بل اوسيدونکي محمدجان لالا د کورنۍ ۲ تنه ميرمنې په شهادت ورسيدې. ياد کس و ويل چې تراوسه د نورو شهيدان او ټپيان معلومات نه دې راته شوي چې نومان يې څه دي او د چا د کورنۍ څخه دې دي. (۱۴۳۸/۱۰/۲۰هـ ق) 2017-0714م (۶)شهيدان(۱۷)ټپيان د ارزګان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دې ولايت مرکزترينکوټ اړوند مهرآباد سيمه کې د دښمن ځواکونو د عملياتو پرمهال د ملکي خلکو پر يوکور بمبار کړی چې له امله يې په کورکې ۴ تنه ميرمنې شهيدانې او ۱ تن بله ميرمن ټپي شوي ده، او کورهم زيانمن شوی دی. (۱۴۳۸/۱۰/۱۶هـ ق) 2017-07-10م (۴)شهيدانې(۱)ټپي فارياب: د فارياب ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت لولاش ولسوالۍ اړوند د ملاعارفي، کلني، چشمه سنګين او دورقلعه سيمو کې د دښمن له لوري د عامو خلکو پرکورونو شديد بمبار وشو چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۲۱تنه نور شديد ټپيان شوي دي. شهيدان او ټپيان: د عارفي په سيمه کې یو زوی او ۲تنه لورانې د حاجي ملاغفورټپيان، د حميدالله ميرمن شهيده او ۲تنه ماشومان يې ټپيان، د ملاعزت ميرمن شهيده او ۱ لور او ۲ زامن يې ټپيان، د حاجي مؤمن ۱ زوی شهيد او ۱تن بل يې ټپي او عبدالله د سعدالدين زوی شهيد. همداراز د کلني په سيمه کې د حاجي قلندر ۱ زوی او ۱ لورټپيان، د عبدالحميد ۲ لورانې شهيدانې او ۲ زامن يې ټپيان شوي دي. او د چشمه سنګين په سيمه کې د سيدنورالله ۳تنه ماشومان او د عبدالواحد ۱ زوی او ۱ لورټپيان شوي دي. د دورقلعه په سيمه کې د غلام ۱ لور او د احمدشاه مور ټپيان او د کاظم ۲ لورانې شهيدانې او ميرمن او ۱ ماشوم زوی يې ټپيان شوي دي. او په پيښه کې ۱۰ کورونه هم په ويجاړ شوي دي. (۱۴۳۸/۱۱/۱هـ ق) 2017-07-24م (۸)شهيدان(۲۱)ټپيان بله پيښه: د فارياب ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت دولت آباد ولسوالۍ اړوند تورت عطا سيمه کې د کابل ادارې اردو عسکرو له لوري ويشتل شوي د هاوان مرمۍ د يوتن ځايي اوسيدونکي حاجي احمدشاه په کورکې لګيدلې چې له امله يې د ۲ تنو حامله دارو ميرمنو په ګډون ۱۱ تنه ماشومان په شهادت رسيدلي او ۴ تنه ماشومان ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸//۱۱/۱۹هـ ق) 2017-08-11م (۱۳)شهيدان(۴)ټپيان هرات: د هرات ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت شینډنډ ولسوالۍ اړوند زيرکوه د بخت آباد سيمه کې د دښمن هوايي ځواکونو پرعاموخلکو بمبار کړی چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۶تنه نور سخت ټپيان شوي دي. شهيدان: ۱ـ د عوض ميرمن. ۲ـ د علي محمد ميرمن. ۳ـ د نوراحمد ميرمن. ۴ـ د سرور ميرمن. ۵ـ د زلمي ميرمن. ۶ـ د جمعه خان ميرمن. ۷ـ ادم خان او ۳تنه نورې ميرمنې د جمعه خان د کورنۍ غړي او ۳تنه ميرمنې د نثاراحمد د کورنۍ غړي. او د ۳تنو نورو شهيدانو حويت تراوسه نه دی په ډاګه شوی. ټپيان: ۲تنه ميرمنې د نوراحمد د کورنۍ غړي. ۳ـ د خيرمحمد ميرمن. ۴ـ د علي محمد ميرمن. او د ۲ تنو نورو معلومات نه دي ترلاسه شوي. (۱۴۳۸/۱۲/۶هـ ق) 2017-08-29م (۱۶)شهيدان (۶)ټپيان بله پيښه : د هرات ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت مرکزي ښار اړوند بکرآباد سيمه کې د شيعه ګانو په جامع مسجد کې چاودنې ۹۶تنو ملکيانوته مرګ ژوبله اړولې، د راپور په اساس پيښه د داعيشيانو له لوري رامينځته شوې چې ۳۹ تنه مړه او ۵۷ تنه نور پکې ټپيان شوي دي. (۱۴۳۸/۱۱/۱۰هـ ق) 2017-08-02م (۳۹)مړه(۵۷)ټپيان کندهار: د کندهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه د دې ولايت خاکريز ولسوالۍ اړوند لالک او زرک سيمو کې ګډوځواکونو د عامو خلکو پرکورونو وحشيانه چاپې وهلي. ياد ځواکونه سیمي ته په رارسیدلوسره سم دخلکوپه کورونو ورننوتل او۳ تنه ماشومان، ۴ تنه سپین ږیري او۱۲ تنه ځوانان یې د کورونو په مابین داخل کې په سرسر په مرمیو وویشتل اوپه ډېروحشت سره یې په شهادت ورسول. همداراز يادو ځواکونو ۲کورونه دچاودیدونکو توکیو په مټ ویجاړکړل، ۳ تراکتوران، ۲سراچه موټر او ۱۲ موټرسایکلونه یې وسوځول اوګڼ شمېرښځي اوسپین ږیري یې په کونداغونو وهلي دي او ۹ تنه نورکلیوال یې له ځان سره دبندیانوپه توګه وړي دي. (۱۴۳۸/۱۲/۲۷هـ ق) 2017-09-19م (۱۹)شهيدان بله پيښه: د کندهار ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره شپه د دې ولايت ميوند ولسوالۍ اړوند بندتيمور سيمه کې خارجی يرغلګرو د داخلي ګوډاګيانو په ملتيا د ولسي خلکو پر کورونو وحشيانه چاپه وهلي او پرمهال يې بمبار هم کړی چې له امله يې ۶ تنه ملکي وګړي ځای پرځای په شهادت رسيدلي. شهيدان ۳تنه وروڼه د يوکور، ۲تنه وروڼه د بل کور او ۱تن د بل کور دي. پر دې ستر جنايت سربيره يې دعامو خلګو ۷ عرادې موټرې چې سراچه ټونس او د ښار ليني ټکسيانې هم پکې شاملې دي، ۴ عرادې زرنجان او ۱۶ عرادې موټرسائيکل سوځولي دي. او تګ پر مهال يې ۱۲ تنه ملکيان د بنديانو په توګه له ځان سره وړي دي. (۱۴۳۹/۳/۹هـ ق) 2017-11-27م (۶)شهيدان ميدان وردګ : د ميدان وردګ ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې تيره شپه د دې ولايت نرخ ولسوالۍ اړوند عمرخيلو سيمه کې يرغلګرو او ورسره ګوډاګيانو پر يوه ديني مدرسه چاپه وهلې او پرمهال يې ۱۰ تنه د مدرسې طالبان ډير په ظلم او وحشت سره په شهادت رسولي. او ۱تن بل ملکي کس حبيب الله د حاجي زيت الله زوی د کريمدادو د سيمې اوسيدونکی يې په خپل کورکې په شهادت رسولی. (۱۴۳۹/۳/۴هـ ق) 2017-11-22م (۱۱)شهيدان کابل: د کابل ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دې ولايت مرکز د دريمې حوزې اړوند سیمه کې د کابل ادارې اجرائيه رياست د دوهم مرستيال محمد محقق د کور ساتونکو د واده (وراه) پر موټرو چې د نوموړي د کورمخته تیريدل بريد وکړ، چې له امله يې د ناوي په ګډون ۲ تنه شهيدان او ۴ تنه نور ټپيان شول، په ټپيانو کې د زوم پلارهم ګډون لري چې تراوسه په روغتون کې د کوما په حال کې دی او روغتیايې وضعيت يې نازک ښودل شوي. (۱۴۳۸/۱۰/۲۲هـ ق) لوګر: د لوګر ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت مرکز اړوند دشتې باري سيمه کې اشغالګرو هوايي ځواکونو د يوتن ملکي کس (وکيل) په کور وحشيانه بمبارکړی چې له امله يې ۱۱ تنه ملکي وګړي شهيدان او ۱۲تنه نور سخت ټپيان شوي دي. ويل کيږي ياده کورنۍ چې په قوم زدراڼ ول له پاکستان څخه تازه راستون شوي مهاجرين دي چې په پيښه کې يې د کورنۍ ۵ تنه ميرمنې، ۳تنه نجونې چې د ۱۲ او ۱۴ په شا او خوا کې يې عمرونه ول او ۳تنه هلکان چې د ۱۲ او ۶ په شا او خواکې يې عمرونه ول په شهادت رسيدلي. او په ټپيانو کې ۳تنه ميرمنې، ۲ تنه نجونې، ۶تنه ماشومان او ۱تن نارينه شاميل دي. (۱۴۳۸/۱۲/۸هـ ق) 2017-08-31م پکتيکا: د پکتيکا ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت اورګون ولسوالۍ اړوند پيرکوټي سيمه کې د اشغالګرو هوايي ځواکونو په وحشيانه بمبار کې ۶تنه ملکي وګړي شهيدان او ۴تنه نور ټپيان شول. او ۱تن بل ملکي کس د مجاهدينو له لوري په ډزو ولګيد او په شهادت ورسيد. (۱۴۳۹/۱/۸هـ ق) 2017-9-28م کنړ: د کنړ ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره ورځ ۳:۳۰ دري نيمې بجې د دې ولايت څوکۍ ولسوالۍ اړوند ګل درې سيمه کې اشغالګرو هوايي ځواکونو د عاموخلکو پر۲کورونو وحشيانه بمبارکړی چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴تنه ملکي وګړي شهيدان او ۳تنه نور شديدټپيان شوي دي. (۱۴۳۹/۱/۲۲هـ ق) 2017-10-12م (۱۴)شهيدان(۳)ټپيان کاپيسا: د کاپيسا ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دې ولايت نجراب ولسوالۍ اړوند افغانيه سيمه کې يرغلګرو ځواکونو او ګوډاګيانو پريو کور چاپه وهلې او ورسته يې بمبار پرې کړی چې له امله يې د کورد مالک په ګډون ۲تنه ميرمنې او ۳تنه ماشومان په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۹/۳/۶هـ ق) 2017-11-24م (۶)شهيدان
ايمل ادرس : [email protected]
دلویې مخابري نمبر 5777
دمخـــــــــابري نوم :ـ حیات
دموبایل شمیري :ـ 0707918384 ،0794717946
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۴۳۹/۴/۱۱هـ ق ۱۳۹۶/۱۰/۸هـ ش ـــ 2017/12/29م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.