افغانستان د ۲۰۱۵ میلادي کال د دسمبر په میاشت کې

لیکنه : احمدفارسي. (یا دونه : دا لیکنه یواځي هغه پېښي ، تلفات او مالي زیانونه په ګوته کوي چي ددښمن له لوري خپاره او ور اوښتل یې مني ، امّا دتلفاتو او خساراتو کره شمیره او اړوند دقیق خبرونه کولای شئ دالاماره تر څنګ له نورو ویب سایټونو ترلاسه کړئ . ) د ۲۰۱۵ […]

لیکنه : احمدفارسي.

(یا دونه : دا لیکنه یواځي هغه پېښي ، تلفات او مالي زیانونه په ګوته کوي چي ددښمن له لوري خپاره او ور اوښتل یې مني ، امّا دتلفاتو او خساراتو کره شمیره او اړوند دقیق خبرونه کولای شئ دالاماره تر څنګ له نورو ویب سایټونو ترلاسه کړئ . )

د ۲۰۱۵ میلادي کال، دسمبر میاشت د مجاهدینو له خوا د ګڼو فتوحاتو تر څنګ د ځینو نورو لاسته راوړنو شاهده هم وه . په دغه میاشت کي هم لکه دنورو میاشتو په څېر بهرنیو اشغالګرو ته له اټکل زیات مالي او ځاني زیانونه واوښتل، ترڅنګ یې د نړۍ خلکو هغه حیرانوونکې پېښي هم ولیدلي چي د ملي وحشت په اداره کي ګمارل شوو په دغه موده کي ترسره کړې. راځئ دلته تربیل بیل عنوان لاندي د دې ټولو پېښو په اړه تفصیل سره وګورو:

اشغا لـګـردښمن ته ا و ښتي زیا نو نه:

په داسي حال کي چي تېره میاشت اشغالګرو خپل لوري ته د ځاني زیان اوښته نه وه منلې . په دسمبر کي د دښمن په خپل اعتراف جهادي بریدونو د ۶ تنه اشغالګرو د ژوند هیله د تل لپاره ګونګه کړه. په دې سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کي دهغو وژل شوو عسکرو شمېر چي دښمن یې پخپله اعتراف کړی ۲۷ تنو ته ورسېدو چي دغه شمیر له ۲۰۰۱ کال څخه بغیر د افغانستان د اشغال په نورو کلونو کي تر ټولو ټیټ شمېرګڼل کېږي. د دسمبر په وروستیوکي په افغانستان کي د ټولو وژل شوو نظامي اشغالګرو شمیر ۳۵۱۲تنو ته ورسېدو، چي له دغي جملې څخه ۲۳۷۸ یي امریکایان، ۴۵۵ تنه یې د انګلستان او پاته نوریې د اشغالګري ټلوالي له نورو هیوادونو څخه وو.

اشغالګران په داسي حال کي د خپلوژوند بایللو نظامي عسکروله ډلي څخه د ۶ تنو په وژنه اعتراف کوي چي د یادي میاشتي په اوږدو کي د هلمند، کابل او پروان په ولایتونو کي د سرخوړلیو اشغالګرو شمېر ترلسګونو هم اوښتی وو.

هغه راپورونه چي د دسمبر په ۱۲مه، د اشغالګرانو لخوا خپاره شول په ډاګه کوي چي کم تر کمه یو امریکایي عسکر په کابل او د دوی ترمشرتابه لاندي ټلوالي شپږ تنه نور د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کي ووژل شوي دي.

د دښمن ځیني سر چینې وایې چي په تېرو ۱۴ کلونو کي یې یواځي ۳۴ زره عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه شمېر له حقیقت څخه په لسګونه واره ټیټ او له واقعیت څخه لري دی؛ بلکي هغه راپورونه چي یواځي همدا تیر کال خپاره شوي دي دا حقیقت په ډاګه کوي چي تنها دهغو معیوبینو شمېر لسګونه زره دی چي له جګړې څخه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي. برسېره پردې چي له دغو ستنو شوو څخه ډېر یې په رواني ناروغیو اخته دي یوشمیر هغویې خپل ځانونه هم وژلي دي.

مزد ور د ښمن ته ا و ښتي زیا نو نه:

د دسمبر په ۱۶مه، چي د چهار شنبې له ورځي سره برابره وه د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د مزدورو افغاني قواوو ځاني تلفات د تېرکال په نسبت ۲۷ سلنه زیات شوي دي، او طالبان اوس هم د بهرنیو اشغالګرو او دهغوی د داخلي مزدورانو په وړاندي یولوی ګواښ دی.

په دسمبر کي هم لسګونه د اردو عسکراو داربکیو ملیشو ټوپکیان د هیواد په بیلا بیلو برخو کي دمجاهدینو د بریدونو په ترڅ کي ووژل شول. دلته درنو لوستونکو ته د مشت نمونه خروار په ډول د هغوی د مرګ ژوبلو څو پېښي مخي ته ږدو:

د شنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۲مه د بغلان ولایت دبرکي ولسوالۍ ولسوال دمجاهدینوپه برید کي ووژل شو. ورپسې د سه شنبې په ورځ، د یادي میاشتي په ۲۲مه د مزدورو پولیسو یوقومندان له خپلو ۱۲ تنه ټوپکیانو سره د سرپل ولایت په صیاد ولسوالي کي له منځه یووړل شو. تر دې پېښي څلور ورځي وروسته دکابل ښار په ختیز کي د مزدوري اردو دوه افسران هم د مجاهدینو په ناڅاپي برید کي ووژل شول. همداراز: د دسمبر په دیرشمه خپاره شوي یو راپورکي وویل شول چي د فاریاب په المار ولسوالي کي یو اربکی د خپل قومندان تر وژلو وروستو روغ رمټ د پېښي له ځای ووت.

د عزم بریالي عملیات:

په دسمبر کي هم عزم څپاندوو او په ډیر موفقیت یې د فتوحاتو لړۍ په مخ روانه وه.راځئ دلته په یاده میاشت کي د عزم عملیاتو د لاسته راوړنو د څو بېلګو په کتنه تم شو:

وروسته له هغه چي مجاهدینو د هلمند په بیلابیلو سیمو کي د دښمن مراکز ترسختو بریدونو لاندي ونیول د دسمبرپه دوومه نیټه د دغه ولایت ولایتي شورا خبرداری ورکړ چي د خانشین ولسوالي د سقوط په حال کي ده. ورپسې د همدغي میاشتي په ۸ نیټه په خانشین باندی مجاهدینو درنه حمله پیل او په سبایې د ټولو نظامي او اداري وسائلو په ګډون هغه ترخپل واک لاندي راوستله.

تر دې څو ورځي وروسته، د شنبې په ورځ چي د دسمبر ۱۲ مه وه د مارجې ولسوالي هم د مجاهدینو ګوتو ته ورغله. په هغو ځاني زیانونو برسېره چي په دغه فتحه کي دښمن ته واوښتل ګڼ شمېر موتر،ټانکونه او لسګونه میله سپکه او درنه وسله هم په غنیمت په ډول مجاهدینو تر لاسه کړه. تردې یوه ورځ وروسته د دغه ولایت ولایتي شورا اعلان وکړچي طالبان د مرجې ترنیولو وروسته اوس د ولایت نورو سیمو ته د خپل واک غزولو په هڅه کي دي. په ۱۷ مه نیټه په دغه ولایت کي د پراخو بریدونو په لړکي مجاهدین وتوانېدل چي د واشیر ولسوالي په ځیني امنیتي پوستو باندي د اسلامي امارت د واک ولکه ټینګه کړي. او بالاخره داچي د دسمبر په شلمه، د یکشنبې په ورځ یې تر سختي جګړې وروسته د سنګین په ولسوالي هم د خپلي واکمنۍ بیرغ ودراوه.

د هلمند په ګاونډي کندهارکي هم عملیاتو چپتیاماته کړې وه او له ځای ځایګي څخه د وژلي او فتحي خبرونه راتلل. په دغه لړکي د سې شنبې په ورځ، د دسمبر په ۸مه مجاهدینو د کندهار ښار په نهمه حوزه سخت بریدونه پیل کړل چي په نتېجه کي یې ۳۵تنه پولیس کارکوونکي مړه اوژوبل شول. په همدغه ورځ د یاد ولایت په هوایي ډګر هم د استشهادي مجاهدینو له لوري ډلئیزتهاجمي برید ترسره شوچي په دې کي هم دښمن ته د پام وړ مالي اوځاني زیانونه واوښتل.همدارنګه: د دغي میاشتي په ۷ مجاهدینو دغورک په ولسوالي کي د شپنیو عملیاتو په ترڅ کي دیوې پوستې ۱۴ تنه پولیس ووژل. په ۲۳مه نیټه د زابل په شاجوی کي سخته جګړه رامنځته شوه چي دښمن ته پکي درانه ځاني او مالي تاوانونه واوښتل. د چهار شنبې په ورځ، د دسمبر په دوومه مجاهدینو دهیواد په شمال کي اعلان وکړچي دم مهال هم دکندز په دروازو کي دي او له کامل توان سره په قوي مرال مجهز دي.ویل کېږي چي مجاهدین اوس هم د ښار دنیولوځواک لري؛ مګر د جګړئیزو او عامه مصالحوپخاطر نه غواړي د ولکه کولو اقدام یې وکړي.

دهیواد په ختیځ کي هم د عزم عملیاتو لړۍ په ډېر قوت روانه وه. د دسمبر په ۷مه داسلامي امارت مجاهدینو د ننګرهار دسرخرود ولسوالي په مرکز برید وکړ او له امله یې دښمن ته ترشمېر زیات دځان او مال زیانونه وا وښتل.د دسمبر په لسمه هم مجاهدینو یووار بیا د نورستان ولایت د کامدیش په ولسوالي حمله وکړه او ګڼ شمېر پوستې پکي له منځه ولاړې.

دهیواد جنوب هم که له یوې خوا د جګړو شاهد وو نوله بلي خوا مجاهدینو ډیرزیات فتوحات هم پکي ترلاسه کړل، او دښمن ته یې له ځاني او مالي پلوه پوره ډير زیانونه واړول.د دسمبر په ۸مه د اسلامي امارت مجاهدینو د پکتیکا په ووړ ممۍ ولسوالي کي د مزدوري ادارې په کاروان سخت برید ترسره کړ چي په نتېجه کي یې د ګوډاګۍ ادارې ۴۲ عسکر مړه او ټپیان شول.

دسمبر هغه میاشت وه چي اشغالګرانو او د دوی مزدورانو پکي بیاهم د هیواد پلازمېنه او مرکزي ولایتونه د مجاهدینوله عملیاتو او هجومي بریدونو خوندي نکړای شوای. د جمعې په ورځ، د دسمبر په ۱۱مه په کابل کي د اشغالګرو یومیلمستون او د هسپانیا سفارت د استشهادي مجاهدینو تر ډلئیز برید لاندي راغلل، د دغو عملیاتو په نتېجه کي چي ۷ ساعته یې دوام وکړ ۵۰ تنه بهرني اشغالګر او د دوی مزدوران مړه او ژوبل شول. ورپسې د دغي میاشتي په ۲۱ مه نېټه د اسلامي امارت مجاهدینو د امریکا سفارت په ورڅېرمه سیمو دراکیټونو برید وکړ چي د چاودني اواز او د اور لمبې یې ترډیرلري پوري خلکو ولیدلې؛ مګر د تلفاتو په اړه یې کوم معلومات تراوسه نه دي خپاره شوي. د دې پېښي په سبا کابل دیوې امريکایي ښځينه عسکري د وژل کېدو شاهد هم وو.

د دسمبر په ۲۸مه د کابل هوایي ډګر ته نزدې د اشغالګرو په نظامي قطار دمجاهدینو له خوا پیاوړی برید ترسره او ۱۳ تنه اشغالګران پکي ووژل شول.

په ۲۱ مه نېټه په پروان ولایت کي راټول دښمن هم د ځان ځاروونکو مجاهدینو د بریدونو هدف وو. دغي حملې چي د بګرام په ولسوالي کي په بهرنیو اشغالګرو ترسره شوه د نیویار د پولیسو دکشف د امر ترڅنګ د ۶ امریکایانو ژوند واخست او په دغه شمېر نور یې مرګوني ټپیان کړل.

له جنوب لویدیز څخه راغلي خبرونه په ډاګه کوي چي هلته هم د نورو سیمو په څېر بیلا بیلي جهادي لاسته راوړني موجودي وې.له دې کتاره ځیني داچي د چهار شنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۳مه د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي د مجاهدینو په لاس سقوط وکړ. یوه ورځ وروسته د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالي هم د سقوط تر بریده د حملو په لوخړو وپوښله شوه.

اشغالګر او د پایښت خوبونه:

اشغالګر دښمن له یوې خوا تراوږدو پرله پسې او شرموونکو ماتیو وروسته لګیادی له هیواده د تېښتي لار لټوي او ګڼ شمیر عسکریې ایستلي هم دي؛ له بلي خوا له دغي ټلوالي څخه ځیني یې په افغانستان کي د تل پاته کېدو خیالي خوبونه ویني.

د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲مه د ناټو وحشیانو په بروکسل کي دیوې جوړي غونډي په ترڅ کي فیصله وکړه چي ځواکونه به یې تر ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته هم د مزدوري ادارې د ملاتړ په موخه په افغانستان کي پاته کېږي. تر دې پرېکړي یوه ورځ وړاندي هم یو امریکایي سناتورپه افغانستان کي د پرمختګ ادعا کړې وه او ویلي یې وو چي: اوس هم د جګړې ګټلو امکان موجود دی. دا په داسي حال کي ده چي نړیوالو د دوی له شرمه ډکه ماتیه د سر په سترګو ولیدله او ویې منل چي مجاهدین غښتلي او د لاډېرو کامیابیو وړتیالري.

اسلامي امارت هم په خپل وار د اشغالګري ناټو پرېکړه غندلې او اعلان یې کړی چي: د افغانستان خلک به له دغه هیواده د وروستني اشغالګر تر ایستلو پوري خپل وسلوال جهاد ته دوام ورکوي.

ملکي زیانونه او د اولس ځورونه:

د ۲۰۱۵ میلادي کال د دسمبر په میاشت کي (۳۰) تنه ملکي وګړي د اشغالګرو او دهغوی د مزدورانو له خوا په بیلابیلو پېښو او بریدونو کي په شهادت رسول شوي دي. د دې پوره تفصیل تاسو درانه کتونکي د الاماره ویب پاڼي د ملکي تلفاتو په راپور کي موندلای شئ؛ مګر د بیلګي په توګه څو پېښي یې دلته له موږ سره هم ولولئ.

د سې شنبې په ورځ چي د دسمبر لومړۍ نېټه وه مزدورو توپکیانو د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالي کي یوديني عالم له دې امله په شهادت ورساوه چي د وژل شوي عسکر په جنازه کي له ګډونه یې ډډه کړې وه.ورپسې د یادي میاشتي په ۵مه نېټه مزدورو عسکرو د میدان وردګ ولایت په سید اباد کي د هوان په برید د ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ملکي خلک شهیدان کړل. په دېته ورته یوه بله پېښه کي د دسمبر په ۱۴مه غیرمسؤلو وسلوالو د ننګرهار په بهسودو ولسوالي کي د ښځو او ماشومانو په کډون د یوې کورنۍ ۸ تنه شهیدان کړل.

د سي شنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۵مه د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کي بهرنیو اشغالګرو دشپې چاپې مهال دیو مسجد ملاامام او ورسره ۵ تنه نور په شهادت ورسول. په دې برسېره د سیمي په خلکو هم هغه مهال د مزدوري اردو له خوا برید وشو چي دیادو شهیدانو د جنازې په مراسمو بوخت ول او له جملې څخه یې څوتنه شهیدان او ډېر نور ژوبل شول. په همدغه ورځ د غزني خلکو ګواښ وکړچي: که د اربکیانو له شره بېغمه نکړل شي نو په لاریونونو به لاس پوري کړي. دا په داسي حال کي ده چي تېره میاشت په دغه ولایت کي د اربکیانو له خوا د ښځو او ماشومانو تښتولو، جنسي تېریو او اختطافونو ګڼ راپورونه ورکړل شوي وو. تردې یوه ورځ وروسته وحشي اشغالګرو د ننګرهار ولایت یو عالم چي له اوږدې مدې راپه دېخوا له هغوی سره په بګرام کي بندي وو د زندان دننه په شهادت ورساوو. او د دسمبر په ۲۷ مه هم په یوه غمجنه پېښه کي د کنړ په ناړۍ ولسوالي کي د ماشومانو په ګډون دیو ې کورنۍ ۶ تنه غړي په شهادت ورسول شول.

رسنیوته د مجاهدینو پیغام:

په افغانستان باندي د صلیبي یرغل هم مهال رسنۍ هم یا په زور او زر باندي واخستلي شوې او یا نوې وزېږېدلې ترڅوپه هیواد کي پېښېدونکي حقائق پټ کړي، د ولس د تېر ایستلو لپاره د دراوغو منظمه او شعوري لوبه وکړي او د جنګ محور د افغانستان د دښمنانو په کټه وڅرخوي. خو اسلامي امارت څوــ څو واره ټولي رسنۍ د حقائقو بې طرفه وړاندي کولو او د خپل رسنیز مسئولیت پېژندلو ته رابللې دي. په دغه لړ کي اسلامي امارت د پنجشنبې په ورځ چي د دسمبرله درېیمي سره برابره وه یو وار بیا له ټولو رسنیو څخه وغوښتل چي: د استخباراتي کړیو برخه دي نه ګرزي او هڅه دي وکړي چي د مسلک له تقاضا او نورمونو سره سم حقائق خلکو او نړۍ ته ورسوي.

د امریکایي مجاهدینو نوی ائتلاف:

وروسته له هغه چي امریکا او ملګرو یې د افغانستان د اشغال شوم هوډ څرګندکړ؛ نو په شمال کي د مجاهدینو په نوم راټولو شوو غلو او چاپلوسانو خپل ټول امکانات د هغوی په واک کي ورکړل او بالاخره د څو پیسو ترلاسه کولو لپاره تیارشول چي د صلیبیانو په لومړي صف کي ودرېږي او له مسلمان او استقلال غوښتونکي ملت سره جګړه وکړي. د دوی له نغري بله دغه جګړه تر اوسه هم په بیلا بېلو ډولونو روانه ده ؛ مګردوی لا اوس هم په ډیره بې شرمۍ ځان ته د مجاهدینو خطاب کوي.

دغه د منصب او لوټمار نشیان په تېرو ۱۵ کلونو کي له خورا لویو رسواییو سره مخامخ شول چي له هغوی څخه یوه یې د آیساف مفتي په رهبرۍ په انتخاباتوکي د غوښتي برابر چوکۍ نه ترلاسه کېدل وو؛ نو ځکه اوس دغه غله جنګسالاران ګمان کوي چي مزدوره اداره د هیواد بې ثباته کول غواړي او د دوی په ګمان لوړ پوړي مزدوران غواړي په اصطلاح مجاهدین له صحنې وشړي. له همدې امله دوی یووار بیا د آیساف مفتي تر مشرۍ لاندي سره راټول شوي اود افغانستان د حراست اوثبات په نوم د شورا جوړېدلواعلان یې کړی. د دغي شورا له جوړولو څخه هم هدف د پخوا په څېر له صلیبي بادارانو څخه د خپل ملت وژني په نوې بڼه امتیازات اخستل او د هغو مرداریو بیا ترلاسه کول دي چي په دې وروستو کي د دوی خدماتو ته دنه ضرورت په وجه یې بادارانوپرې قطع کړې وې.

ملګري ملتونه/ د اشغالګرو دلاس آله:

د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کي د جګړې په ټولو کلونو کي د اشغالګرو لوری نیولی او ترې د افغانستان دمظلوم اولس په مقابل کي استفاده کېږي. د یاد سازمان د یواړخیز والي له بېلګو څخه یوه دا چي د سې شنبې په ورځ؛ د دسمبر په ۲۲مه یې یو وار بیا په اسلامي امارت باندي خپل بندیزونه د یوکال نوري مدې لپاره تمدید کړل. دغه بندیزونه چي د اسلامي امارت د غړیو تورلست هم ورکي شامل دي د ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دېخوا زموږ په ملت تپل شوي دي . اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولوسره د دوی له لوري د قیوداتو او محدودیتونو دغه تمدید په هیواد کي د جګړې اوږ دولو عامل ګڼلی او یو لوریځ اقدام یې بولي.

د ملي وحشت اداره:  

د ملي وحشت له هغې ادارې څخه چي له جوړېدایې تریوه کال زیاته موده اوړي اوله پلورل شوو، مزدورو او بلواکو ډلو ټپلو څخه جوړه ده ځيني داسي پېښي او اعمال صادرېږي چي د شرمندګۍ بیلګه به یې د نړۍ په هیڅ یو کونج کي له داسي ادارې څخه ترسترګو نشي چي د حکومتولۍ دعوه لري. د تېري میاشتي په راپور کي هم داسي ډېري پېښي را اخستل شوې وې او غواړو دلته هم څو نمونې ستاسو وړاندي کېږدو:

د دسمبر په لومړۍ نېټه د مزدوري ادارې یوه زور واکي د کاپيسا په ولایت کي وویل چي: د دې ولایت محلي چارواکي د خپل سرو ملېشو د رامنځته کولو په هڅو بوخت دي. دا په داسي حال کي ده چي په ۲۷ مه نېټه رسنیو وویل چي په ننګرهارکي د پارلمان دلومړي مرستیال ملېشو د داعش له خلکو سرونه پرې کړي دي.

دملي وحشت اداره نه یواځي داچي په درنو سیاسي اختلافاتو کي راګیره ده؛ بلکي نظامي ګډوډي او دلارو بېلوالی هم پکي خپل وروستي کچ ته رسېدلی چي له امله یې کله ناکله د ارګانونو ترمنځ اخوډب هم رامنځته کېږي. په دغه اړه د افغانستان د سراتېژیکو مطالعاتو انستیتیوت په بيلابېلو ولایتونو کي د دې موضوع ترڅېړني وروسته د دسمبرپه دوومه اعلان کړه چي: د مزدوري ادارې د ځواکونو ترمنځ دجګړې او په اشغالګرو باندي د مزدورو عسکرو له لوري دبریدونویو سبب په نورو اختلافاتو برسېره په دغه صف کي موجود فکري اختلافات او بېلتون دی.

د دغه څېړني تر خپرېدلو وروسته د دسمبر په ۱۸ مه یووار بیا هم د مزدوري ادارې په لیکو کي خپل منځي نښتي رامنځته شوې. له دې واره د غزني ولایت د اندړو ولسوالي اربکیانو د اردو مزدور ځواکونه د دریو ساعتونو لپاره د یادي ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ په تعمیراتو کي ترمحاصرې لاندي وساتل او ترمنځ یې کڼي ډزي تبادله شوې. ویل کېږي چي په دغه پېښه کي دواړو لوریو ته د پام وړ زیانونه واوښتل.

مزدوره اداره له یوې خوا د حکومتدارۍاو د ښووني او روزني په برخه کي د کوششونو لاپي وهي او مجاهدین د ښوونځیو په تړلو تورنوي، بل لوري ته د پنجشنبې په ورځ، د دسمبر په ۳مه دمزدوري ادارې له لوري د کندوز والي هلته له مېشتو مزدورو ځواکونو څخه وغوښتل چي ترخپل وروستي وسه دي هڅه وکړي چي دمجاهدینو په سیمه کي ښوونځي او پوهنیزي ادارې وتړي.

دملي وحشت ادارې د خپل جوړښت په دوومه ورځ له خپلو بادارانوسره د هیواد پلورني قرار داد لاسلیک کړ چي له مخي یې اشغالګران حق نه لري چي خپل سري عملیات په ځانګړې توګه شپني عملیات ترسره کړي؛ مګر تردې لا څو ورځي تېري نه وې چي باداران یې په کړې وعده وختل. په دغه لړکي د یکشنبې په ورځ، د دسمبر په ۶ مه اشغالګرو د پکتیکا په ګیان ولسوالي کي د شپې له خوا عملیات ترسره کړل او زموږ ۱۲ تنه بې ګناه هیواد وال یې په شهادت ورسول. په دې برسېره د دغي میاشتي په ۱۴مه رسنیو د مجاهدینو په وړاندي په جګړه کي د امریکایانو د ګډون خبرونه هم خپاره کړل.

بل لوري ته دمزدوري ادارې دمامورینو او منسوبینو په ګډون زموږ په لسګونو هیواد وال له خپل وطنه د تېښتي په حا ل کي دي. په دغه لړ کي د دسمبر په نهمه رسنیو امریکا ته د مزدوري ادارې د هوایي ځواکونو د دوو افسرانو د تښتېدلو خبر ورکړ.

دمزدوري ادارې له عجائبو څخه یوه یې د یادي ادارې د استخباراتو د رئیس مرموزه استعفاء وه. د دغي ادارې د استخباراتورئیس د پنجشنبې په ورځ، د دسمبر په لسمه وروسته له هغه استعفا ورکړه چي د مزدوري ادارې د رئيس تر سختو انتقاداتو لاندي راغی. او ویې ویل چي د استعفا علت یې د اجیري ادارې د رئیس له خوا د خادیانودکاري ساحې تنګول وو.

نموړی وروسته تر هغه چي استعفا یې ورکړه بهرنیو هیوادونو ته په جاسوسۍ تورن شو او په پام کي وه چي د پلټنو لپاره عدلي او قضايي اورګانونو ته معرفي شي؛ مګر ترنیول کېدو له مخه یې بخت ویښ او له هیواده په تېښته بریالی شو. په دې پسې د محلي ارګانونو رئیس هم د دسمبر په ۱۳مه استعفاء ورکړه او ډېر زریې امریکاته د رسېدو په هیله هیواد پرېښود.

په دې برسېره د استخباراتو د ادارې مرستیال هم یادي ادارې ته د سرپرست د ټاکلو په مخالفت کي خپله استعفاء د مزدوري ادارې اجرائیوي رئیس ته وړاند ي کړې ده. او په دېته ورته یو بل خبر کي د مزدوري ادارې د رئیس د حقوقي مشاور دوظیفې تعلیق هم په ډاګه شوی. هغه د دسمبر په ۲۴ مه له رسنیو سره په خبرو کي وویل چي: د مزدوري ادارې د رئیس له خوا ترسخت دباوو لاندي دی او د وظېفې ځنډولو ته اړ ايستل شوی.

مزدوره اداره له یوې خوا له داعش سره د جګړې دعوه کوي، له بلي خوا د دسمبر په ۱۲ مه د تاس په نوم د روسیې خبري رسنۍ د مزدوري ادارې دوه لوړ پوړي مقامات له داعش سره په همکارۍ تورن کړل.

د سې شنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۲مه د ننګرهار دسرخرود ولسوالۍ خلکو وویل چي: موږ ولیدل چي امریکایي هلیکوبترو په تورغره کي مخ پټي وسله وال کوزول. ویل کېږي چي داعش په افغانستان کي د مزدوري ادارې له جوړښتونو څخه دی او غواړي په دې ډول دا په هیواد کي د خپلو بادارانو د ډيري مودي لپاره دپاته کېدلو پلمه وګرزوي او په دې سره خپل ژوند او قدرت تضمین کړي.

د ملي وحشت ادارې له عجائبو څخه یوه يې هم د روغتیا وزارت د کلنۍ بودجي ۷۰ سلنه تري تم کېدل دي چي د یکشنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۳مه یې ناندرۍ په مطبوعاتو کي راپورته شوې. په دې سربېره: سره له دې چي له مخدره موادو سره دمبارزې وزارت د یو جلا وزارت په توګه تشکیلات او معاشونه لري د دسمبر په ۱۷ مه د « نهاد زن افغاني موسسې» په یوراپورکي وویل چي: یواځي په بلخ ولایت کي د ۷ زره معتادو میرمنو موجودیت تثبیت شوی.

او د مزدوري ادارې له حیرانوونکو خبرونو څخه وروستی دا چي د دوشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۱مه د بلخ والي له خپلو بادارانو وغوښتل چي موږ یواځي پرېنږدئ. ورپسې د دغي میاشتي په ۳۰مه نېټه په افغانستان کي د اشغالګري ناټو عمومي قوماندان د سیمي خراب وضعیت ته په کتو له امریکا وغوښتل چي افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي. دا هرڅه په داسي حال کي دي چي له مزدوري ادارې سره د باداري امريکا دموافقې له مخي باید اشغالګرو د ۲۰۱۵ کال ترپایه د هیواد ډیری سیمي پرې ایښې وای او یواځي په ټاکلي شمېر عسکریې په ځانګړو اډوکي پاته شوي وای.