۲۰۱۷ میلادي کال او د اسلامي امارت نظامي لاسته راوړنې

قاري حبیب  تیر میلادي ۲۰۱۷ کال د امریکا ضد جهاد په بهیر کې د اسلامي امارت لپاره یو له فتحو، بریاوو او لاسته راوړنو ډک کال و. په تیر کال کې د اسلامي امارت جهادي بریاوې تر دې زیاتي دي چې په یوه لیکنه یا مقاله کې راونغاړل شي.د مجاهدینو ورځني جهادي عملیات، بریدونه، په […]

قاري حبیب 

تیر میلادي ۲۰۱۷ کال د امریکا ضد جهاد په بهیر کې د اسلامي امارت لپاره یو له فتحو، بریاوو او لاسته راوړنو ډک کال و. په تیر کال کې د اسلامي امارت جهادي بریاوې تر دې زیاتي دي چې په یوه لیکنه یا مقاله کې راونغاړل شي.د مجاهدینو ورځني جهادي عملیات، بریدونه، په دښمن چاودنې، توغندویي حملې او نور ډول ډول حملې چې روزانه یې لسګونه خبرونه په الاماره ویب پاڼه او اجتماعي شبکو لکه فیسبوک، ټویټر، واټساف او ټیلګرام باندې خپریږي د ټولو تفصیلي کلنۍ احصائیه په یوه لیکنه کې نشي راټولیدای. نو ځکه به دلته کوښښ وکړو چې د مشت نمونه خروار په حیث د مجاهدینو ځینو مهمو بریاوو او سوبو ته ځغلنده کتنه وکړو.

د تېر میلادي کال په لومړۍ میاشت کې اسلامي امارت په افغانستان کې د واک اوپه سیمو د تسلط د څرنګوالي په اړه خپله ارزونه نشر کړه، چې پکې راغلي وو: د افغانستان ۴۱ ولسوالۍ په بشپړ ډول د اسلامي امارت تر واک لاندې دي او لسګونه نورې ولسوالۍ یې له مرکز پرته د مجاهدینو په لاس کې دي.په همدې میاشت کې د افغانستان په مهمو ښارونو کې چریکي بریدونو زور واخیست، کابل کې د ملي امنیت پنځم ریاست سره چاودنې وشوې او په لښکرګاه کې د ملي امنیت  د کارمندانو غونډه د فدایي برید هدف وګرځیده چې ۱۶ استخباراتي افسران  پکې قتل شول. له دې هدفمندو بریدونو سره هم مهال د افغانستان په ساره او اوږده کې په ورځني شکل د ژمي له زیاتیدونکي یخ سره سره جهادي بریدونه روان ول. په همدې میاشت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا ولسمشر ټرمپ ته لیک واستاوه او هغه یې د افغانستان په اړه د حقائقو لیدلو او منلو ته وهڅاوه.

د تیر کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نکولسن اعتراف وکړ چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې بند پاته دي او په جګړه کې د پرمختګ څرک نه ښکاري.په همدې میاشت کې د کندهار ښوراوک ولسوالي په بشپړه توګه فتحه او ګڼ غنائم د مجاهدینو لاس ته ورغلل.ورپسې د تخار په درقد کې جهادي بریدونو زور واخیست په دې جګړه کې په پرمختګ سربیره مجاهدینو د داخلي اردو یوه څرخکه وویشته چې د کندز په ارچي کې رانسکوره شوه.د فبرورۍ په میاشت کې بل مهم جهادي برید په لښکرګاه کې د نفوذي مجاهد هغه برید و چې ۱۱ تنه عسکر یي ووژل او بیا یي ځان مجاهدینو ته ورساوه. د فبرورۍ په میاشت کې د اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب مجاهدینو او عام اولس ته امر وکړ چې د هیواد د ښیرازۍ لپاره نیالګي کینوي. چې اولس او مجاهدینو هم ددې امر بي ساری استقبال وکړ او په هر سیمه کې ګڼ شمیر نیالګي کینول شول.

مارچ میاشت په پلازمینه کابل کې په توندو جهادي عملیاتو پيل شوه، ددې میاشتې په لومړۍ نیټه په کابل کې د جلب او جذب په مرکز، د شپږمې حوزې په ریاست او ۲۴۱ مې قطعې په مرکز باندې پرلپسې فدایي بریدونه وشول چې د کره معلوماتو له مخې په کې لسګونه ګوډاګي عسکر مړه او ټپيان شول.څو ورځې وروسته مجاهدینو د بغلان تاله وبرفک ولسوالي په بشپړ ډول فتحه کړه،د بګرام له هوایي اډې سره مجاهدینود امریکا کشفي بي پيلوټه الوتکه رانسکوره کړه او مجاهدینو په یوه توپاني برید سره د کندهار د نیش ولسوالۍ بازار ونیو چې ۴۰ تنه دولتي عسکر هم ورته تسلیم شول.

په همدې میاشت کې مجاهدینو د خوست ولایت په هوایي ډګر فدایي بریدونه ترسره کړل چې دښمن ته یي د سر او مال دروند زیان درلود،دغه راز په هلمندکې یوه نفوذي مجاهد ۵ تنه امریکایان ووژل.د مارچ میاشتې په وروستۍ نیمایي کې مجاهدینو د روزګان په مرکز ترین کوټ کې د ملي اردو یوه ستره قرارګاه فتحه کړه،دغه راز د هلمند ولایت تر ټولو مهمه ولسوالي سنګین هم په بشپړ ډول فتحه او سپین اسلامي بیرغ یي په مرکز ورپید.د مارچ میاشت که څه هم په مرکزي افغانستان کې د سخت یخ میاشت وه خو بیا هم موسمي شرایط د جهادي بهیر په وړاندې خنډ نه شول، په سرپل کې د مجاهدینو پرمختګ او بریدونو ګوډاګیان دومره وارخطا کړل چې ولایتي شورا د ولایتي مرکز د سقوط اندیښنه څرګنده کړه،په همدې میاشت کې د کندهار په شاولیکوټ اوخاکریز کې هم ډيرې سیمې تصفیه او ګڼ شمیر پوستې فتحه شوې، د میاشتې له پای ته رسیدو سره د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون اعلان وکړ چې په دې میاشت کې ۵۶۵ تنه دولتي کسان له ګوډاګي حکومت څخه راوتلي او د اسلامي امارت سره یوځای شوي دي.

د اپریل میاشتې په لومړیو کې دهیواد په ګوټ ګوټ کې د تسلیم شوي حکمتیار جهادي پلویانو اعلان وکړ چې دوی له حزب څخه بیزاره شوي او له اسلامي امارت سره یې خپل پیوستون اعلان کړ،د همدې میاشتې په ۲۱ نیټه د هیواد په شمال مزار شریف کې د شاهین قول اردو په مرکز داسې ځپونکي فدایي عملیات ترسره شول چې تر دې واندې یې بیلګه نه وه لیدل شوې. په دې برید کې د ۵۰۰ نه زیات دولتي عسکر چې زیاتره یې د سپیشل فورس په نوم ظالم کوماندویان ول ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.دې برید ټول رژیم ته ټکان ورکړ، د رژیم لخوا عمومي ماتم اعلان شو دغه راز د ګوډاګي رژیم دفاع وزیر او لوی درستیر له خپلو دندو استعفاء ورکړه. د همدې برید په تعقیب په خوست کې د زاړه هوایي ډګر سره د کمپاین په نوم وسلوالو باندې تاکتیکي چاودنه وشوه چې لسګونه د امریکا ګوډاګیان په کې سټ شول. د اپریل میاشتې په ۲۸ مه نیټه د اسلامي امارت لخوا منصوري عملیات اعلان شول او د هیواد په لراوبر کې جهادي بریدونو زور واخیست. د منصوري عملیاتو په لومړۍ ورځ په لسګونو نورو بریالیو عملیاتو سربیره د بدخشان زیباک ولسوالي په بشپړ ډول فتحه او د کندز او بغلان تر منځ غځیدلې لاره د مجاهدینو تر واک لاندې راغله.

د ۲۰۱۷ میلادي کال د می میاشتې په لومړۍ نیټه مجاهدینو د غورماچ ولسوالي په بشپړ ډول فتحه کړه اود څنګلوري سرپل په صیاد ولسوالۍ کې یې ۱۰ پوستې ونیولې.په ورته وخت کې د کندز په خان اباد کې مجاهدینو پراخ بریدونه پیل کړل، دتخار لار د دښمن په مخ بنده او ډیر کلي د دښمن له عسکرو تصفیه شول.د خان اباد له عملیاتو سره هم مهال د کندز په نورو سیمو کې هم عمليات پیل شول اود قلعه زال ولسوالۍ مرکز د مجاهدینو تر واک لاندې راغی.بل اړخ ته په کونړ کې مجاهدینو په څو ولسوالیو کې هم مهال بریدونه پيل کړل او د ګڼ شمیر پوستو په نیولو سربیره یي دښمن ته د سراو مال دروند زیان هم واړاوه.په غزني کې ښار ته څيرمه د واغز ولسوالي باندې مجاهدینو عملیات پیل کړل او د ولسوالۍ له مقام پرته ټولې پوستې یي ونیولې،دغه راز د زابل د شاجوی په ولسوالۍ کې په یوه سخته جګړه کې د دښمن ۲۵ تنه عسکر ووژل شول.

د می میاشتې په وروستیو کې دکندهار په شاولیکوټ کې دښمن ته ځواکمن ګوزارونه ورکړل شول.په دوو پرلپسې بریدونو کې د دښمن دوه قرارګاوې فتحه او مجموعا ۸۰ تنه عسکر یي ووژل شول.د دې میاشت وروستنی ځواکمن برید په خوست ولایت کې د ضربتي ځواک په ټوپکوالو ترسره شو چې ۲۲ تنه ضربتي عسکر په کې ووژل شول.

د تیر کال دجون میاشتې په لومړیو کې د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې ځواکمن جهادي عملیات پیل شول، دغه راز په خاص روزګان کې مجاهدینو پنځه پوستې فتحه او د فاریاب په خواجه سبزپوش کې پراخې سیمې د دښمن له شتون څخه تصفیه شوې. په ننګرهار کې نفوذي مجاهد څلور تنه امریکایان قتل کړل او په هلمند کې د سنګوریانو په یوه مجمع فدایي برید لسګونه سنګوري ټوپکیان مړه او ټپیان کړل.په همدې میاشت کې د جوزجان درزاب ولسوالي فتحه او ۶۰ تنه دولتي عسکر تسلیم شول.دغه راز د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د دښمن د اربکي سازي پروژه ناکامه او ګڼ شمیر اربکیان د مجاهدینو په برید کې له منځه لاړل. د جون میاشتې په اواخرو کې د کوچني اختر په مناسبت مجاهدینو د هیواد په بیلابیلو برخوکې سلګونه بندیان له بند څخه ازاد کړل چې دغه اقدام له پراخ اولسي هرکلي سره مخامخ شو.

د جولای میاشت په تیر کال کې یوه له سترو فتحو او جهادي بریاوو څخه مالامال میاشت وه.د جولای له پیل سره د کندز په مرکزي مجاهدینو عملیات پيل کړ او د ښار په اطرافو کې یي ډیرې پوستې ونیولې دغه راز د داخلي اردو یوه چورلکه هم په دې ولایت کې رانسکوره شوه.د جولای په لومړۍ نیمایي کې حکومتي عسکرو د هلمند د ناوې په ولسوالۍ پراخ یرغل وکړ چې مجاهدین ورسره په درنو جګړې کېوتل.د ناوې په جنګ کې ددښمن لسګونه کمانډوعسکر ووژل شول.د دې جنګ په مهال پینټګان تائید کړه چې په هلمند کې یو ځل بیا تازه ورغلیو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.د ناوې په جنګ کې که څه هم د حاجي هیواد په نوم د اسلامي امارت یو برجسته جهادي قومندان شهید شو خو دښمن ته هم په کې ملاماتوونکې تلفات ورسیدل.د جولای په میاشت کې د کابل ښار جنوب ختیځ ته د خاک جبار په مربوطاتوکې د پولیسو کتار د مجاهدینو تر برید لاندې راغلی اود لسګونو عسکرو په مرګ ژوبله سربیره ګڼ وسایط هم له منځه لاړل.

په همدې میاشت کې په کندز کې د امریکایي ډګروال په شمول ګڼ خارجی یرغلګر قتل شول.د زابل په ارغنداب او د بغلان په مرکزي بغلان کې مجاهدینو په پراخو عملیاتو کې له دښمن څخه پوستې ونیوې. په هلمند کې مجاهدینو په ګرشک ولسوالۍ پراخ تهاجم وروړ چې د فدایي بریدونو په توسط یي د ګرشک دفاعي کمربند مات او د دښمن لسګونه عسکر یې له منځه یووړل. د ګرشک په جګړه کې یو د یاد وړ نقطه دا وه چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله صاحب زوی عبدالرحمن خالد هم په دښمن فدایي برید ترسره کړ. د ګرشک په جګړه کې که څه هم مجاهدین د ولسوالۍ په نیولو ونه توانیدل خو د دښمن نظامي قوت یي تر ډیره حده وځاپه او درانه زیانونه یي ورواړول.

د ګرشک په څير د فاریاب په خواجه سبز پوش او دولت اباد ولسوالیو، او کندز په خان اباد کې هم مجاهدینو ځواکمن بریدونه وکړل او دښمن په تلفاتو اړولو یې ځینې سیمې هم ونیولې.د جولای په میاشت کې د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالي په بشپړه توګه فتحه شوه او د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې له مجاهدینو سره په جګړه کې ۲۰ تنه اربکیان ووژل شول.

د جولای د میاشتې په ۲۳ نیټه مجاهدینو په غور ولایت کې د تیورې مهمه ولسوالي او د فاریاب د کوهستان په نوم ستراتيژیکه ولسوالۍ فتحه کړې. د فتوحاتو په تعقیب د غور په شهرک ولسوالۍ کې اولسي خلکو د محلي عسکرو په خلاف قیام وکړ، سیمې یي ترې تصفیه کړه او له مجاهدینو سره یي اتحاد اعلان کړ.د جولای په ۲۵ مه نیټه د پکتیا ولایت یو مهمه غرنۍ ولسوالي جاني خیل په بشپړه توګه فتحه او د دښمن د عسکرو په مرګ ژوبله سربیره لسګونه ټانګونه او رینجر موټر هم د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

د جولای د میاشتې په وروستیو ورځو کې مجاهدینو د کندهار په خاکریز کې د ځانګړیو عملیاتوپه توسط د اردو یوه ستره قرارګاه فتحه او په کې میشت ۷۴ تنه پوځيان یي ووژل.د نورستان په وانټ وایګل کې مجاهدینو له دښمن څخه پوستې ونیولې، دهلمند ناوه کې ۲۵ تنه عسکر په جګړه کې ووژل شول او د غزني دګیلان امنیه قومندان له ۳۰ تنه عسکرو سره یو ځای د مجاهدینو په برید کې له منځه لاړ.

د جولای میاشتې غوندې د تیر کال اګست میاشت هم د ولسوالیو د فتحو میاشت وه، په دې میاشت کې د پکتیا جاني خیل ولسوالي د دوهم ځل لپاره فتحه شوه. د دښمن هغه ستره قوه چې ددې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره راغلې وه د مجاهدینو لخوا شکست ورکړل شوه او په تیښته یي له سیمې ځان ویوست. د فاریاب غورماچ ولسوالي هم د دوهم ځل لپاره فتحه شوه، دغه  راز د جوزجان خماب ولسوالي او په غزني کې د زنه خان ولسوالۍ انتقالي مرکز هم د مجاهدینو لخوا ونیول شو. د اګست میاشتې په ۲۵ مه د پکتیکا ګومل ولسوالي د مجاهدینو لخوا فتحه او دښمن ته په کې د سر دروند زیان واوښت. داګست په میاشت کې په ننګرهار او لوګر کې د دښمن دوه چورلکې رانسکورې شوې دغه راز د لوګر، وردګ او کندهار په ولایتونو کې په بیلابیلو حملو کې امریکایي عسکرو ته درانه تلفات ورسیدل.

د سبتمبر میاشتې په لومړیو کې د بګرام پوځې اډې په دریمه دروازه کې فدایي بریدګڼ امریکایان قتل کړل. داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دا حمله د امریکایانو دهغه عمل په انتقام کې شوې چې څه موده وړاندې یې په پروان کې د کلمة التوحید اهانت کړی و.په ورته وخت کې د دایکندي په اجرستان کې د دښمن چورلکه رانسکوره شوه او څو ورځې وروسته د بګرام په اډه دوهمه فدایي حمله هم ترسره شوه. د امریکایي مرګ ژوبلو دښمن سربداله کړ نو ځکه یي په غزني او ننګرهار کې په ظالمانه بمبار کې یو شمیر ولسي وګړي په شهادت ورسول. د سبتمبر په میاشت کې د فاریاب د بندر بازار مجاهدینو ونیو او رسنیو وویل چې په تیره یوه میاشت کې د غزني د جغتو درې تنه امنیه قومندانان یو په بل پسې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د سبتمبر میاشتې په منځنیو ورځو کې د فاریاب په المار کې مجاهدینو شل پوستې ونیولې او پراخه سیمه یي تر واک لاندې راوسته، دغه راز د تخار په خواجه غار کې هم مجاهدینو لس پوستې فتحه او له دښمن څخه یي ډير غنائم ولجه کړل. د ننګرهار په هوایي ډګر فدایي برید او په کابل کې په خارجي اشغالګرو حملو خارجیانو ته دروند د سر زیان واړاوه. د سبتمبر په وروستیوکې د امریکا په دفاع وزیر جیمز ماتیس باندې هغه وخت برید وشو کله چې نوموړی په کابل کې د خواجه رواش په هوایي ډګر د کوزیدو په حال کې وه. دې برید امریکایان سخت وویرول، نو ځکه یي خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. دهمدې برید له امله و چې څو اونۍ وروسته د امریکا خارجه وزیر افغانستان ته د سفر په مهال د بګرام له اډې ونه ووت بلکې اشرف غني یي همالته ملاقات ته وروغوښت.

د سبتمبر میاشتې په ۲۸ مجاهدینو په کندهار کې دمعروف مهمه ولسوالي په داسې حال کې فتحه کړه چې څو ورځې وړاندې امریکایانو داخلي ګوډاګیانو ته د بلک هاک چورلکو سپارل په جګړه کې د برلاسۍ ضامن بللي و. د معروف په ولسوالۍ برید کې لسګونه پولیس هم ووژل شول. د د معروف د فتحې په تعقیب مجاهدینو د پروان په سیاګرد کې د فندقستان ستراتيژیکه دره ونیوله او ځایي اربکیان یي له سیمې وشړل.

د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د روزګان چوره ولسوالۍ کې مجاهدینو پرمختګ وکړ او په جګړو کې ۲۰ تنه پولیس ووژل شول.په پروان کې امریکایي ترانسپورتې الوتکه رانسکوره شوه،او په فاریاب په پشتونکوټ کې د ګڼو پوستو په فتحه سربیره د سرپل میرزاولنګ دره هم له دښمن څخه تصفیه شوه.

د اکتوبر میاشتې منځنۍ ورځې د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانولپاره له سختو تلفاتو سره ملې وې.د دې میاشتې په ۱۷ مه مجاهدینو د غزني د شلګر په ولسوالۍ دروند فدایي بریدوکړ چې لسګونه عسکر په کې مړه شول. دغه راز ددې ولسوالۍ له مرکزي مقام پرته ټولې سیمې هم د مجاهدینو لاس ته ورغلې. په همدې ورځ مجاهدینو دپکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې په امنیه قومندانۍ او د نظم عامه په مرکز داسې ځپونکی برید ترسره کړ چې د امنیه قومندان په شمول یې له سلو زیات عسکر مړه او د قومندانۍ ودانۍ یې له خاورو سره برابره کړه. په ورته وخت کې مجاهدینو د فراه شیب کوه ولسوالي فتحه کړه او یوه ورځ وروسته یې د کندهار په میوند کې د اردو په یوه ستره قرارګاه ځانګړي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یي ۶۰ تنه عسکر مړه او قرارګاه په کامله توګه له منځه یووړل شوه.

د اکتوبر میاشتې په وروستۍ نیمایي کې د غزني د جغتو په ولسوالۍ ستر برید ترسره شو، او په کابل کې قمبر څلورلارې ته نږدې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون د کارمندانو په موټر فدایي برید پوځي چارواکو ته دروند ځاني زیان واړاوه.په لغمان کې نفوذي مجاهدین څو تنه امریکایان وویشتل، د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ ځپونکي بریدونه وشول، د لوګر په خروار کې امریکایي چورلکه د چاپې اچولو په مهال مجاهدینو وویشته او رانسکوره شوه، د ننګرهار د هوایي ډګر دننه چاودنې خارجي اشغالګرو ته زیان ورساوه او د غزني په ولایت کې د خوګياڼو ولسوالۍ انتقال شوی مرکز هم د مجاهدینو لخوا ونیول شو.

د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې په کندهار کې په سپیشل فورس ځواکونو فدایي برید ترسره شو او دښمن ته درانه تلفات واړول.دغه راز د میدان وردګو په ولایت کې د پولیسو په روزنتون او د هلمند په ناوه کې د دښمن په پوځي قرارګاه فدایي بریدونه ترسره شول چې دښمن ته یي درانه او مالي زیانونه له ځان سره درلودل.د نومبر په دولسمه نیټه د ګوډاګي حکومت د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي اعتراف وکړ چې سږ کال د تیر په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ۱۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی. په همدې میاشت کې په خارجیانو یو ځل بیا موټربم برید وشو او د نورستان په برګمټال کې ددښمن چورلکه رانسکوره شوه. د نومبر په وروستیو ورځو کې د نیمروز په دلارام کې په دښمن پراخ بریدونه ترسره شول او د فاریاب په بلچراغ کې د نیشر مهمه سیمه د مجاهدینو لاس ته ولوېده.

د تېر میلادي کال وروستی میاشت هم د کال د نورو میاشتو په څیر له جهادي فتوحاتو څخه ډکه وه. په هلمند کې په دښمن فدایي برید، د کندهار په میوند کې د ۱۵ تنه سنګوري اربکیانو وژل کیدل، په کندهار ښار کې په خارجي عسکرو استشهادي بریدونه او په فاریاب، تخار او نورو سیمو کې د مجاهدینو پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته شول چې د ژمي د یخ موسم له امله د هیواد په ډیرو سیمو کې واورې وریدلي دي. لوړه کتنه او لنډه ارزونه ثابتوي چې تېر کال د یرغلګرو اود هغوی د ګوډاګیانو لپاره له سختو تلفاتو سره مل او د اسلامي امارت مجاهدینو پکې تاریخي جهادي بریاوې ترلاسه کړې.