نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ابو صهیب حقاني یادونه: څنګه چې په ټولو برخو کې د جهادي خوځښتونو او په ۲۰۱۷ کال کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو بېلابېل، جالب او موثق راپورونه د مسلمان ملت د خبرتیا لپاره خپاره شوي، ومې پتېيله تر څو د اسلامي امارت فرهنګي او تبليغاتي فعاليتونو ته هم یوه مختصره کتنه ولرو، تر […]
ابو صهیب حقاني یادونه: څنګه چې په ټولو برخو کې د جهادي خوځښتونو او په ۲۰۱۷ کال کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو بېلابېل، جالب او موثق راپورونه د مسلمان ملت د خبرتیا لپاره خپاره شوي، ومې پتېيله تر څو د اسلامي امارت فرهنګي او تبليغاتي فعاليتونو ته هم یوه مختصره کتنه ولرو، تر څو د عمومي افکارو د روښانتیا او د خپلو خوږو هیوادوالو د امید د پيدا کېدو لامل شي او د دې لپاره چې اسلامي امارت د نړۍ له یوه مقتدر حکومت سره د موازي په توګه د حکومتولۍ په ټولو برخو کې ډیر ښه ځلېدلی او همداراز ښه فعال دی. البته: د یادونې وړ ده چې په مختصر ډول د معلوماتو د وړاندې کولو له امله هيڅکله د دې مطلب حق نشي ادا کېدلی، خو د فارسي د هغه مشهور متل مطابق چې وايي: آب دریا را گرنتوان کشید، هم بقدر تشنگی باید چشید، تر ممکنه حده کوښښ شوی تر څو د اسلامي امارت د فرهنګي او تبلیغاتي فعاليتونو مهمو برخو ته یو ځغلنده نظر وشي. د الاماره وېب سايټ د نړۍ په پنځو مشهورو ژبو: د اسلامي امارت رسمي وېب سايټ او د مجاهدینو انټرنیټي ادرسونو لله الحمد په ۲۰۱۷ کال کې له معمول سره سم د معلوماتو په رسولو او د مسلمان ملت په خبرولو کې مهم رول ادا کړ، د ورځنیو راپورونو او خبرونو، پيغامونو، رسمي اعلاميو، مياشتنيو راپورونو، د کميسیونونو او د اسلامي امارت د بېلابېلو فعالیتونو، د سیاسي او پر ځای غبرګونونونشرول، همداراز د نړيوالو سياسي او په زړه پورې مقالو او تحليلونو خپرول، د ورځې د خبر او د اونۍ د غوره تبصرې وړاندې کول، مرکې، په بېلابېلو موضوعاتو هر اړخيزې او مختلفې خبرې اترې او دیني مطالب وړاندې کول، د خبري کليپونو او له جهادي ډګرونو څخه د ويډیوګانو خپرول، د شهیدانو او د مهمو جهادي اشخاصو د ژوند لیکونو، د دښمن د جنګي جنایتونو په اړه د دقیقو، مستندو او موثقو راپورونو نشرول، د علمي، ادبي او عرفاني مطالبو وړاندې کول په پنځو ژبو [عربي، دري، پښتو، اردو او انګريزي] کې د اسلامي امارت د دې انټرنيټي سايټونو د فعالیتونو له جملې څخه وو چې په ۲۰۱۷ کال کې ډیر فعاله، همغږي او د مجاهدینو له پوځي او غیر پوځي فعالیتونو سره هم مهاله پر مخ روان وو. سمعي او بصري فعاليتونه: په ۲۰۱۷ کال کې د اسلامي امارت د تبليغاتي او فرهنګي فعاليتونو له جملې څخه د سمعي او بصري ادارې له لورې د بېلابېلو جالبو ويډیوګانو خپرول وو چې فرهنګي ملګرو د خپلو نظامي وروڼو تر څنګ د جهاد له ګرمو سنګرونو څخه لحظه په لحظه د سنګرونو، پراخو نظامي فعالیتونو، بریاوو او لاسته راوړنو راپورونه او کله د افغانستان د جهاد له ډګرونو څخه په ژوندۍ بڼه صوتي او تصويري خپرونې خپل ملت او نړۍ ته وړاندې کولې او ډیر ځله یې ارزښتمند جهادي فلمونه نشر ول چې په واقعي ډول د بهرنیو او داخلي مطبوعاتو په سطحه د جهادي فعالیتونو د رسنيز کېدلو پر پروسې يې اغېز درلود او څو ځله يې دښمن غبرګون او دې ته اړ کړی چې د کابل ادارې په نسبت د مجاهدینو د تبليغاتو پر پیاوړتیا اعتراف وکړي چې دا په خپل ډول کې یو مهم امتیاز دی چې په سمعي او بصري برخه کې د مجاهدو همکارانو په همت، اخلاص او همکاري لاسته راغلی دی. د یادوني وړ ده چې سمعي او بصري ادارې د نظامي او غیر نظامي موضوعاتو په اړه د مختلفو ويډیوګانو او کليپونو د نشرولو تر څنګ په څلورو سټوډیوګانو [الاماره، منبع الجهاد، الهجره او توړه بوړه] کې پر [پښتو، دري، عربي، انګريزي، اردو او آن ازبکي] ژبو مستند او ارزښتمند فلمونه جوړ کړي دي. د شریعت غږ رادیو: د شریعت غږ رادیو چې هره ورځ د انټرنيټ له لارې ماښامنۍ او سهارنۍ خپرونې لري په ۲۰۱۷ کال کې پر خپل وخت د نشریاتو، د معیاري نطاقي، او همداراز د جهادي ترانو په خپرولو سره يې نورې خوښۍ د خپلو اوريدونکو روح ته ورکولې او د مجاهد او غيور ملت د روحيې لپاره د امید لامل ګرځېده او ډیر اوريدونکي یې ځان ته راجلب کړي وو، همداراز هڅې کیږي تر څو د ايف ایم رادیوګانې هم فعالې شي او زموږ ګران ملت د هیواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو رادیوګانو له لارې په خپلو کورونو کې جهادي حقائق واوري او د مجاهدینوله قربانیو او د د شمن له جنايتونو څخه وړاندې له ړاندې خبر شي، البته په ۲۰۱۷ کال کې که څه په ازمايښتي ډول [د اسلامي امارت شريعت غږ رادیو] ايف ایم رادیوګانې په مختلفو سیمو کې فعالې شوې چې د هغو د دوام او ترتيب لپاره کار روان دی. د یادونې وړ ده، همدا اوس په څو ولایتونو کې د شریعت غږ په نوم ايف ایم رادیوګانې فعالیت لري. د اسلامي امارت ويندویان: د اسلامي امارت رسمي ويندویانو [محترم ذبیح الله مجاهد او قاري محمد یوسف احمدي حفظهما الله] چې د خبرونو او د اسلامي امارت د اړوندو جریاناتو په نشر کې يې مهم رول لوبولی، لله الحمد په ۲۰۱۷ کال کې ښه فعالیتونه لرل، لکه څنګه چې په مختلفو ژبو دنړۍ ډیری رسنۍ له هغوی سره د عملیاتو، فعالیتونو، د سیاسي او نظامي نظریاتو او دریځونو په اړه اړیکې لري او دوی هم په خپلو بېلابېلو مرکو کې د مجاهدینو د پام وړ جهادي فعالیتونه په ښه ډول تشریح کړي او څېړلي دي او د دې په څنګ کې يې له داخلي او بهرنیو رسنیو سره لسګونه آنلاین او آفلاین، صوتي او تصويري او ليکنيزې مرکې او خبرې اترې لرلې. همداراز په ۲۰۱۷ کال کې په لومړي ځل د بي بي سي په ډول د نړۍ د مهمو رسنیو خبريالانو ته د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ زمینه برابره شوه او هغوی هم د مجاهدینو تر واکمنۍ لاندې سیمو څخه د خپلو معلوماتو او برداشتونو سره سم په نړیواله سطحه راپورونه نشر کړل. مطبوعاتي نمايندګان: اسلامي امارت په ټول هیواد کې د هر ولایت لپاره یو نماينده لري چې د ورځې خبرونه په ډیر دقیق او موثق ډول د اسلامي امارت ویندویانو ته رسوي او دغه مهمه او خطرناکه دنده په ډیر ښه ډول پر مخ وړي، دوی په ۲۰۱۷ کال کې هم په ډیر زیار او اخلاص له خپلو مجاهدینو وروڼو سره څنګ په څنګ له جهادي ډګرونو څخه خبرونه، تصويرونه، ويدیوګانې، مرکې او ټول معلومات راټول کړي او د اسلامي امارت رسمي ویندویانو ته یې سپارلي دي چې د دښمن په اعتراف د کابل ادارې له خبریالانو څخه ډیر فعاله اوښه ځلېدلي دي. د اسلامي امارت مجلې: په فرهنګي برخه کې د اسلامي امارت له مهمو فعالیتونو څخه هغه مجلې دي چې په علمي، سیاسي، فرهنګي او ادبي محتوا له اوسنيو ادبي معیارونوسره خپريږي چې د الله تعالی په مهرباني د چاپي رسنیو په برخه کې مهم او موثر اقدامات شوي او دښمن یې هم د مطبوعاتي تفوق منلو ته اړ کړی،د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مجلې د نړۍ په څلورو وتلیو ژبو [الصمود په عربي، شهامت، مورچل او څرک په پښتو، حقيقت په دري او شریعت په اردو] په معیاري کاغذ چاپ او نشریږي چې په ۲۰۱۷ کال کې د تیر په نسبت د په زړه پورو ابتکاراتو او د کيفیت، کميت او محتوا له اړخه په ښه انداز نشر شوې دي. تخنیکي او سايبري چارې: لکه څنګه چې څرګنده ده د اسلام او د افغانستان د مسلمان ملت دښمنانو نه یوازې اسلامي خاورې اشغال او تر خپل هدف لاندې نيولې اونه يوازې د اسلام د باتورواو با شهامته زامنو موجودیت او حضور نشي زغملی بلکې د هرې وسيلې له لارې غواړې د حق د مبارزینو مخه ونیسي، په همدې ډول په رسنيز ډګر کې د ېوې لحظې لپاره هم د الاماره د انټرنيټي سايټ او نورو تبلیغاتي ادرسونو زغم او تحمل نه لري او په دوامداره توګه د اسلامي امارت انټرنيټي سايټونه تر سايبري بریدونو لاندې نیسي، خو له نېکه مرغه په ۲۰۱۷ کال کې د اسلامي امارت تخنیکي برخه وتوانېدله چې د دښمن د هيکرانو د احتمالي بریدونو مخه ونیسي او له ځنډ پرته خپلو فرهنګي فعالیتونو ته ادامه ورکړي. همداراز دد ې لپاره چې خلک جهادي سایټونو ته په اسانۍ سره لاس رسی پيدا کړي د تخنيکي چارو مسوولین د نویو سافټويرو، ورژنو او آفليکشنو په موندلو او کارولو سره توانيدلي چې د سرورونو د امنیت، استحکام، دوام او سرعت په برخه کې ارزښتناک برياليتوبونه ترلاسه کړي. چاپول، خپرول او د نشراتي موادو وېش: مخلصو خدمتګارانو، سختي زغمونکو مجاهدینو او بې احسانه مبارزینو د چاپ په چارو او د نشراتي موادو په خپرولو کې د تیر په څېر په ۲۰۱۷ کال کې هم له خپل معمول سره سم مهم رول لوبولی، هغوی په معیاري او په زړه پورو کاغذونو د چاپي موادو په خپرولو او همداراز د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله د اختريزو پيغامونو ، جيبي او دېوالي جنتریانو او کتابونو په چاپولو سره خپل حق ادا کړی او د توزیع او نشر ډلې نشراتي مواد د هیواد په ټولو برخو کې خپل ملت او هغو کسانو ته رسولي چې د حقیقت موندلو ته تږي دي چې د توزیع د محترمو کارکونکواغېزمن فعالیتونه د ستاينې وړ دي. د تاریخ، تاليف، ژباړې او څېړنې څانګه: د تاریخ، تالیف، ژباړې او څېړنې څانګي د فرهنګي فعالیتونو په برخه کې په ۲۰۱۷ کال کې د تل په څېر ډیر کوښښونه کړي او تلپاتې اثار یې ترتيب کړي چې د هغو له جملې څخه د[سپین کاروان سرلاري] جالب، جذاب او تاریخي کتاب یادولی شو چې د همدې ادارې له لورې ترتیب او نشر شو او له نېکه مرغه ښه هرکلی یې وشو. د نعتونو او حماسي ترانو څانګه: له هیچا پټه نه ده چې د اسلامي شاعرانو او ترانه ویونکو حماسي ترانې د مسلمانانو په روح او روان مثبت او ښه اغېز کوي، له همدې امله په ۲۰۱۷ کال کې هم روشنفکره شاعرانو او د شعر او ادب د ډګر نوميالیو د اسلامي امارت حماسي بلبلانو او ترانه ویونکو ته د خپلو سلګونو شعرونو په ورکړې سره د سنګرونو او سنګرپالو روح او روان ته نورې خوښۍ ور وبښلې، لکه څنګه چې د دغو شعرونو سوز د هر اوريدونکي اوښکې بهولي او د ډیرو خلکو د بیدارۍ لامل ګرځېدلي، د اسلامي امارت د نعت او ترانې ويلو ادارې د پښتو او فارسي له نامتو شاعرانو څخه استفاده کړې او د هغوی شعرونه یې حماسي بلبلانو ته ورکړي چې هغوی هم په خپلو ملکوتي او په زړه پوري غږونو سره ډیر شوق او خوښي جهاد، مجاهدینو او مسلمانانو ته ورکړې ده. په ټولنيزو پاڼو کې پراخ فعاليتونه: په فرهنګي برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو هغه فعالیتونه د ذکر وړ دي چې په مختلفو غیر رسمي چينلونو، مجازي نړۍ او ټولنيزو رسنیو[فيسبوک، ټوېټر، ټلګرام، واټساف، اينسټاګرام، یوټیوب او …]کې یې ترسره کوي چې د زرګونو اکاونټونو او ګروپونو په جوړولو سره یې د خپل فعالیت ساحه د پام وړ پراخه کړې او او د خواله رسنیو جهادي فعالان د تیر په څېر په ۲۰۱۷ کال کې هم د دښمن د منفي تبليغاتو پر وړاندې چې د تلويزونونو او رادیوګانو له لارې يې کوي په سوشل مېډیا کې محکم درېدلي، مجاهدین توانيدلي د ډیرو لږو امکاناتو په لرلو سره د انټرنيټ او ټولنيزو پاڼو په مرسته ډیره استفاده وکړي او د مجاهدینو د پوځي او غیر پوځي فعالیتونو او بدلونونو په اړه وخت په وخت د راپورونو په نشرولو سره يې په قوي استدلال او منطق د دښمن د درواغو، شبهو او مستقيمو او غیرمستقیمو تهمتونو ځواب ویلی چې په دې برخه کې په ځانګړې توګه فيسبوک کې د مجاهدینو او د هغوی د ملاتړو فعالیتونه د ستاينې وړ دي چې په بزدله دښمن یې خورا منفي اغېز کړی، ځکه هغوی بیا بیاپه انټرنيټ کې د مجاهدینو، د هغوی د ملاتړو او نورو پوهانو پر فعالیتونو د اعتراف تر څنګ د کابل له ادارې غوښتنې کړې چې په تولنيزو رسنیو یا بندیز ولګوي او یا لاس رسی ورته محودود کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.