له نظامي پلوه د ۲۰۱۷ کال ارزونه

محمد حارث ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې په پوځي برخه کې د خورا سترو بدلونونو او پرمختګونو شاهد وو، اسلامي امارت په دې کال د نظامي ډګر ټاکلي اهداف ترلاسه کړل، د نویو سیمو په نيولو سره یې خپله واک سیمه پراخه کړه، جګړه يې په تهاجمي حالت کې په ټولو ډولونو [ لکه جبهه […]

محمد حارث

۲۰۱۷ کال په افغانستان کې په پوځي برخه کې د خورا سترو بدلونونو او پرمختګونو شاهد وو، اسلامي امارت په دې کال د نظامي ډګر ټاکلي اهداف ترلاسه کړل، د نویو سیمو په نيولو سره یې خپله واک سیمه پراخه کړه، جګړه يې په تهاجمي حالت کې په ټولو ډولونو [ لکه جبهه يي، چريکي، هدفي، ډله ييزې، فدايي، نفوذي، وسله والې، توغنديز ې او همداراز د ماينونو په  وسيله] پر مخ یووړله، د ښمن بیا هم په دفاعي حالت کې و، د سیمو په له لاسه وتلو او د زیاتو تلفاتو په لیدلو سره له زښتې زیاتې وارخطايۍ سره مخ و.

د ۲۰۱۷ په اګسټ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله جګړه ييزه پالیسي اعلان کړه چې د ناکامې جګړې د ګټلو هوډ پکې څرګند شوی و، امریکا د دې ستراتېژۍ له مخې په افغانستان کې د خپل زیات ځواک او قوت د کارولو لاره غوره کړه او په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته وویل چې دوی به په دوو کلونو کې د افغانستان پر ۸۰ سلنه خاوره واک ټينګ کړي، خو له ستراتېژۍ څخه د څلورومياشتو په تېرېدلو سره داسي نښې نښانې نه څرګندیږي چې د ټرمپ ستراتېژي دي بریالۍ وښيي، ځکه لا هم مجاهدین په خپلو سیمو واکمن او د نویو پرمختګونو په حالت کې دي.

یادونه: په دې لیکنه کې مې یوازې څو هغه پيښي را اخيستې چې د ۲۰۱۷ کال پوځي ارزونه ترې کېدلی شي.

د ۲۰۱۷ کال د جنوري پر ۳ اسلامي امارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې ۴۱ ولسوالۍ په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې لري او ګڼې نورې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د مجاهدینو په لاس کې دي، خو په ۲۰۱۷ کال کې په هېښونکې ډول پرمختګونو ګڼې نورې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورکړې.

د ولسوالیو فتحې:

د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۲۱ د کندهار ولایت شورابک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدله، د مارچ په لومړۍ نېټه مجاهدینو تر دوه ورځنیو جګړو وروسته د بغلان ولایت تالاوبرفک ولسوالۍ ونیوله، د همدې میاشتې په ۲۲ نېټه دشپې مهال مجاهدینو د هلمند د سنګین ولسوالۍ مرکز، امینه قومندانۍ او ستره قرارګاه ونیوله، د اپريل په ۲۸ نېټه مجاهدینو د بدخشان ولایت زېباک ولسوالۍ او شته ټول تاسيسات ولکه کړل، د مې پر ۲ نېټه مجاهدینو د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ مرکز او ټول تاسيسات تر لږ جګړې وروسته ونيول، د همدې میاشتې پر ۶ مجاهدینو تر سختو جګړو وروسته د کندز قلعه زال ولسوالۍ او شاوخوا پوستې ونیولې، طالبانو تر دغې فتحې وروسته نورې سیمې هم ونيولې او د کندز ښار پر لورې يې پراخ پرمختګ وکړ، د مې په ۲۰ نېټه مجاهدینو د غزني واغظ ولسوالۍ او شاوخوا پوستې په بشپړه توګه  فتحه کړې چې په دې  ډول دغه ولسوالۍ په بشپړ توګه د مجاهدینو ولکې ته ولوېدله، د جون په ۲۰ نېټه مجاهدینو تر څو ورځنیو جګړو وروسته د جوزجان درزاب ولسوالۍ فتحه کړه، د جولای په ۲۱ نېټه  تر سختو جګړو وروسته طالبانو د بغلان ولایت ګذرګاه نور ولسوالۍ او شته ټول تاسيسات ولکه کړل، د همدې میاشتې پر ۲۳ نېټه مجاهدینو د فاریاب د کوهستانات ولسوالۍ مرکز او ټول تاسيسات ونیول، پر همدې ورځ د غور ولایت تيوره ولسوالۍ مجاهدینو فتحه کړه، په ۲۵ نېټه مجاهدینو له څو ورځنیو جګړو وروسته د  پکتیا ولایت جانيخېلو ولسوالۍ په بشپړه توګه ونيوله، چې ګڼ شمېر عسکر پکې ووژل شول، تر دې یوه ورځ وروسته په ۲۶ نېټه مجاهدینو د نورستان ولایت د وانټ وايګل ولسوالۍ ټولې سیمې او د مرکز شاوخوا پوستې ونيولې،  د اګسټ په ۹ نېټه مجاهدینو د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ او شاوخوا پوستې ټولې یوځل بیا ونیولې، د همدې میاشتې په ۱۳ نېټه مجاهدینو د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ فتحه کړه، د میاشتې په  ۲۱ نېټه راپور ورکړل شو چې د تخار ولايت د خماب ولسوالۍ مرکز او شاوخوا پوستې تر درندې جګړې وروسته مجاهدینو فتحه کړې، د اګسټ په ۲۴ نېټه مجاهدینو د غزني په ښار کې د زنخان ولسوالۍ انتقالي مرکز له څلورو پوستو سره ونیو، په ۲۵ نېټه مجاهدینو تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ مرکز او امنیتي پوستې تر خپل کنترول لاندې راوستې، د سپتمبر په ۲۸ نېټه خبر ورکړل شو چې مجاهدینو تر څو ورځنیو جګړو وروسته د کندهار معروف ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیوله، د اکتوبر په ۱۶ راپور ورکړل شو چې مجاهدینو تر دوه ورځنۍ کلابندۍ وروسته د کندهار معروف ولسوالۍ ونیوله چې ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله، د اکتوبر پر ۱۷ مجاهدینو د فراه ولایت شېبکوه ولسوالۍ په بشپړه توګه فتحه کړه او پر همدې ورځ د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ ونيول شوه، د همدې میاشتې په ۲۹ نېټه مجاهدینو د غزني ولایت د خوګياڼو ولسوالۍ نقل شوی مرکز ونیو او ۱۹ تنه عسکر یې پکې ووژل.

دښمن ته د ۲۰۱۷ کال تر ټولو خونړی برید:

د اپريل پر ۲۱ نېټه لس تنه فدايانه د پوځي یونيفارم څخه په استفادې په بلخ ولایت کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ته  ننوتل او هلته په شته اجیرو عسکرو يې کارنده بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې يې تر ۵۰۰ ډيرو اجیرو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله، له برید څو ورځې وروسته طلوع تلويزون وویل چې تراوسه د ۲۵۶ وژل شویو عسکرو پېژندګلوي شوې ده.

دښمن ته د ۲۰۱۷ کال تر ټولو خونړۍ ورځ:

“د اکتوبر ۱۷ ورځ” د ګوډاګي رژيم په اعتراف ګوډاګیانوته د ۲۰۱۷ کال خونړۍ ورځ وه، پر همدې ورځ ۸ تنو فدایانو د پکتیا په مرکز ګردېز کې پر امنیه قومندانۍ او د عامه نظم پر کنډک لومړی موټر بم او بیا وسله وال بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې يې د امنیه قومندان په ګډون ۲۷۷ تنه پولیس او عسکر ووژل شول او ۱۶۲ تنه نور يې ټپیان شول، په همدې ورځ د رژیم له لورې راپور ورکړل شو چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ۲۵ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، خو په دې شپه مجاهدینو یاده ولسوالۍ ونیوله او تر ۱۰۰ ډیر عسکر یې ټپیان او ووژل، پر همدې شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د ميدان وردګو ولایت د چغتو ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بریدونه پيل کړل چې دښمن ته يې ګڼه مرګ ژوبله ور واړوله.

د ۲۰۱۷ کال تر ټولو مهم برید:

د سپتمبر پر ۲۷ نېټه کابل ته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي په را رسېدلو د کابل پر هوايي ډګر تر ۲۰ ډیر توغندي  وويشتل شول چې زیات مالي او ځاني تلفات يې لرل، د برید موخه د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي الوتکه وه، دې برید بهرني اشغالګر سخت ووېرول چې وروسته کوم بهرني لوړ پوړي چارواکې په ښکاره افغانستان ته د راتګ جرأت ونشو کړای، تر دې برید وروسته د اکتوبر په ۲۳ نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټيلرسن په یوه پټ او ناڅاپي سفر باګرام ته راغی او له باګرام څخه د وتلو پر ځای يې د ګډ رژيم جوړه مشران هلته ور وغوښتل، د دسمبر په ۲۲ نېټه د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم ډیر غلی او په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی.

پر داخلي او بهرني دښمن د مجاهدینو ستر بریدونه او پرمختګونه:

د جنوري په ۱۰ نېټه دکابل په دارالامان سیمه کې د ملي امنیت پر کارکونکو دوه فدايي بریدونه وشول چې پکې د ملي امنیت تر ۷۰ ډيرو کارکونکو ته مرګ ژوبله واوښتله، د مارچ لومړۍ نېټه کابل د خونړیو بريدونو شاهد و، په دې ورځ لومړی برید د جلب او جذب پر مرکز ترسره شو چې درانده تلفات یې لرل، دوهم برید د کابل ښار د شپږمې حوزې په ریاست ترسره شو چې لومړی انفجار وشو او بیا فدایان ریاست ته ننوتل، دریم برید د ۲۴۱ قطعې په دننه کې د استخباراتو پر یوه مهم مرکز ترسره شو، د مې په ۲۶ نېټه د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د یوه پراخ وسله وال برید په ترڅ کې ۵۹ تنه د اجیري اردو عسکر ووژل شول، د همدې میاشتې په ۲۱ د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د وسله والې جګړې ترڅ کې د دښمن په اعتراف ۲۵ تنه عسکر ووژل شول، د جولای په ۲ نېټه مجاهدینو د کندز پر ښار او شاوخوا سیمو پراخ بریدونه وکړل چې په همدې ورځ يې یوه چورلکه نسکوره او مرکز کې يې ګڼې سیمې ونیولې، د کندز پر ښار له جګړې سره هم مهال مجاهدینو د کندز د ولسوالیوو او د دې ولایت او بغلان ترمنځ لارې وتړلې،  د جولای پر اتمه نېټه د پکتیا ولایت پر امنیه قومندانۍ لومړی موټر بم او بیا ډله ييز برید ترسره شو چې د قومندانۍ زیاته برخه ونړېدله او لسګونه تنه عسکر پکې ووژل شول، د جولای په ۲۱ نېټه مجاهدینو د بدخشان د تګاب ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او ۳۰ تنه پولیس يې ووژل،  د جولای په ۲۴ د کابل په دهبوري سیمه کې د ملي امنیت پر دوو کاسټر موټرو فدايي برید وشو چې ۳۷ تنه استخباراتي کاکونکې پکې ووژل شول، په ۲۶ نېټه مجاهدینو د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د کرزالې سیمې په ستره قرارګاه کې ۷۴ تنه عسکر ووژل، د جولای په ۲۸ نېټه مجاهدینو د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د پراخو بریدونو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون  ۳۰ پولیس ووژل، په همدې شبه د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې ۲۵ تنه عسکر ووژل شول، پنټاګون د اګسټ په ۲ نېټه کندهار کې د فدايي برید پر مهال د خپلو دوو پوځیانو وژل کېدل تائيد کړل، خو د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۱۵ تنو ته رسیدو، په ۳ نېټه د بهرنیو اشغالګرو رسنیز دفتر ومنله چې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې فدايي برید یو عسکر وژلی او ۶ نور یې ټپيان کړي، د همدې میاشتې په ۲۶ نېټه مجاهدینو د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۱۰ پوستو په نیولو سره د دې لسوالۍ پراخه سیمه ولکه کړه، د سپتمبر په ۱۹ نېټه مجاهدینو د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ د بندر سیمه ونیوله د همدې میاشتې په ۲۱ نېټه مجاهدینود فاریاب په المار ولسوالۍ کې د یوې قرارګاه په ګډون ۲۰ پوستې ونيولې او په دې ډول يې پراخه سیمه تر کنترول لاندې راوسته، د سپتمبر په ۲۴ یوه فدايي برید د کابل په افشار سیمه کې د بهرنیو اشغالګرو ۳ ټانګونه ویجاړ او ۱۶ عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د اکتوبر په لومړۍ نېټه مجاهدینو تر سختو جګړو وروسته د پروان ولایت د سياګرد ولسوالۍ د پندقستان ستراتېژيکه سیمه ونيوله، په ۴ نېټه مجاهدینو د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ډله ييز برید په ترڅ کې ۲۴ تنه عسکر ووژل، د اکتوبر په ۱۳ نېټه مجاهدینو یو ځل بیا د سرپل میرزاولنګ سیمه ونيوله، د همدې میاشتې په ۱۸ نېټه مجاهدینو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې یو بشپړ کنډک له منځه یووړ او ۶۰ تنه عسکر پکې ووژل شول، په ۲۱ نېټه دکابل په پنځمه حوزه کې د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون مخې ته د فدايي برید په ترڅ کې ۱۵ تنه پوځي محصلین ووژل شول او یوشمېر نور ټپيان شول، د اکتوبر په ۲۷ نېټه بهرنیو او ګوډاګیو عسکرو د لوګر په خروار ولسوالۍ کې چاپه ووهله چې د مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ شول، د جګړې پر مهال مجاهدینو د بهرنیانو یوه ستره چولکه نسکوره کړه چې پکې لسګونه بهرني او داخلي ګمانډویان ووژل شول، د نومبر په ۲۸ نېټه مجاهدینو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د نشتر ستراتېژيکه سیمه ونيوله،  د دسمبر پر ۱۶  مجاهدینو د فاریاب په شرین تګاب ولسوالۍ کې د دریو پوستو په نيولو سره د بلوچ ټوله سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوستله،  د همدې میاشتې پر ۱۷ د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د سرف موټر په وسیله د بهرنیو اشغالګرو پر کاروان فدايي برید ترسره شو چې ګڼو بهرنیو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، د دسمبر په ۲۲ د کندهار د ميوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د هاموی ټانګ پر وسیله فدايي برید ترسره شو چې د منتظره قطعې د قومندان په ګډون يې لسګونه تنه عسکر ووژل چې د ۸ پولیسو وژنه او د ۹ نورو ټپي کېدنه چارواکو هم ومنله.

د ګوډاګي رژيم د مهمو چارواکو د وژل کېدلو څو پيښي:

د فبروري په ۱۲ د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د خوست د امنیه قومندان مرستیال ووژل شو، د همدې میاشتې په ۱۳ نېټه د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د اروزګان د ولایتي شورا یو غړی زین الله ووژل شو، د اپريل پر ۲ نېټه د پکتیا د ملي امنیت مرستیال له خپلو ۶ ساتونکو سره له منځه ولاړ، په ۳ نېټه د خوست د نادرشاکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه برید کې ووژل شو، په ۱۷ نېټه د بغلان د نظامي عملیاتو د همغږۍ د عمومي مرکز مشر بریدجنرال عبدالحی عطايي په یوه کمین کې له ګڼو نورو عسکرو سره ووژل شو،  د اپريل په ۲۰ نېټه د زابل ولایت د شينکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو یوشمېر ساتونکو سره له منځه ولاړ، د جون پر ۱۹ د نيمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ ولسوال د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو، د جولای پر ۲۵ نېټه د فراه ولایت د شېبکوه ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې ووژل شو، د سپتمبر په ۲۱ نېټه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه چاودنه کې ووژل شو چې دا په یوه میاشت کې د دې ولسوالۍ دریم امنیه قومندان و چې د مجاهدینو له لورې ووژل شو، د همدې میاشتې په ۲۳ نېټه د یوه برید په ترڅ کې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو، د نومبر په ۷ نېټه د هرات د ولایتي شورا غړی په هرات ښار کې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو، د نومبر په ۱۲ مجاهدینو د یوه غلچکي برید په ترڅ کې د کندهار په ښار کې د دې ولایت د ولایتي شورا مشاور وواژو، د نومبر په ۲۵ نېټه د نيمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال په یوه چاودنه کې ووژل شو، د دسمبر پر ۱۷ د باد غیس د اب کمري ولسوالۍ امنيه قومندان په يوه نښته کې ووژل شو.

د دښمن په دننه کې نفوذي بریدونه:

د دې بریدونو څو بېلګي: د مې پر ۲۸ یوه نفوذي عسکر د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې ۶ تنه عسکر ووژل، د جون پر څلورمه نېټه د کندهار ښار په ۱۵ امنیتي حوزه کې دوو تنو نفوذي کسانو په خورا تکتیک سره د قومندان شېرعلي او برېتور مجید په ګډون ۲۹ تنه عسکر ووژل، د جون پر ۱۰ نېټه د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې یوه نفوذي عسکر پر امریکايي پوځیانو برید وکړ او څلور تنه امریکايي پوځیانو یې ووژل، د جولای په ۲۵ یوه نفوذي مجاهد د کندز په مرکز کې درې تنه امریکايي اشغالګر عسکر ووژل، د اکتوبر په ۲۲ نېټه د لغمان ولایت د قرغې ولسوالۍ سيلاب قول اردو دننه یوه نفوذي مجاهد ۱۳ تنه امریکايي پوځيان ووژل او دوه تنه نور یې ټپیان کړل، د نومبر په ۲۱ نېته یوه نفوذي کس د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې ۲۷ تنه ګوډاګي عسکر ووژل.

د سيګار او رژيم له قوله د ګوډاګیو عسکرو د تلفاتو کچه:

د اګسټ په ۱ نېټه سيګار راپور ورکړ چې په افغانستان کې د روان زېږديز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۶۷۶۹ تنو پولیسو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، په راپور کې وویل شول، په دې موده کې ۲۵۳۱ تنه عسکر وژل شوي او ۴۲۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي، خو تر دې راپور وروسته سيګار د عسکرو د مرګ ژوبلې د ارقامو پر نه خپراوي هوکړه وکړه، د نومبر په ۱۲ د رژيم اړوند د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې د تیر کال په پرتله د طالبانو بریدونه ۱۳ سلنه زیات شوي او اعتراف يې وکړ چې په تیرو اوو میاشتو کې افغان عسکرو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا او ګوډاګیانو له لورې د ولسي وګړو ډله ييزې وژنې:

د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د دندې له پيل کولو سره په افغانستان کې هوايي بریدونه زیات شول چې قربانیان یې تر ډیره یوازې ملکي وګړي دي، د فبروري پر ۲۵ نېټه د ملګرو ملتونویو راپور خپور شو چې پکې ویل شوي و چې د بهرنیانو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه ۹۹ سلنه زیاته شوې ده، د نومبر په وروستیو کې د ان بي سي امریکايي تلويزون د امریکايي پوځي چارواکو له قوله وویل چې تر اکتوبر مياشتې پورې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله هوايي بریدونه ۳ چنده زیات شوي دي، ټرمپ چې کله خپله جګړه ييزه تګلاره اعلان کړه، نو د هوايي بریدونو زیاتوالی او د جګړې په ډګر کې خپلو قومندانانو ته د زیاتو صلاحيتونو ورکول د تګلارې مهم ټکي وو، د دسمبر په ۵ نېټه یوناما وویل چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو شمېره ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.

خو دې هوايي بریدونو تراوسه د امریکا پر ګټه د جګړې لوری بدل نشو کړای او نه  هم له مجاهدینو د کومې سیمې د نيولو لامل  شوي، بلکې دې بریدونو د نیواکګرو پر وړاندې عامه کرکه نوره هم زیاته کړې او دا ډول ډله ييزې وژنې د افغانانو د جهادي هوډ د پیاوړتیا او د جهادي صف د قوي کېدلو لامل ګرځي.

پايله:

د جهاد په ۱۶ کلنې اوږدې سلسلې کې افغانانو وکولای شوای د جګړې په ډګر کې یوځل اشغالګرو ته سخته ماته ورکړي او د هیواد په شاوخوا ۸۰ سلنه خاوره چې په نیمايي يې دښمن هم اعتراف کړی ولکه ټينګه کړي، په دې موده کې د دښمن هر ډول جګړه ييزې تګلارې ناکامې کړای شوې او قوت يې وځپل شو، ۲۰۱۷ کال افغان جهاد په خپل تکاملي پړاو کې و، ددې کال بریدونه او پرمخګتونه دا روښانه کوي چې د امریکايي ولسمشر نوې ستراتېژي هم نشي بريالۍ کېدلی او انشاء الله دا ستراتېژي به هم د امریکا د نورو تګلارو په ناکامه کتار کې ورزیاتيږي.