راپور:
دارزګان ولایت چورې ولسوالۍ ته دتللی پلاوي لخوا ولسونو ته دهر اړخیزو ستونزو دحل کلکي ژمنی وسوی او پلاوي نن سهار ددهراود ولسوالی ته وخوزید.
دا پلاوی چي مشري یې د ولایت مقام مرستیال والي حاجي مزمل صاحب کوي، د خاص اروزګان، چنارتو اوچوري ولسوالیو تر لیدنو وروسته نن سهار دیاولایت ددهراود ولسوالي ته وخوزید په چورې ولسوالۍ کي د ولسونو سره په لیدو کاتو کي ددوی دمشکلاتو په حل کي کلکی ژمني وسوی.
د ولایت مقام لخوا ټاکل سوی ۱۳ کسیز باصلاحیته پلاوی چي چورې ولسوالۍ ته د ولسونو د ستونزو د لیدو لپاره تللي وو
ددې لیدونو څخه موخه د لیرو پروتو سیمو د خلکو د حالت څخه د مسوولو ادارو ځان خبر ول دي او د حل په موخه هغوی ته لاس رسی دی.
د ولسوالیو د لیدونو دا لړۍ به تر ټولو ولسوالیو ورسول سی او د هغو ولسونو ستونزي به له نژدې وګوري چي کلونه یې ږغ چا نه وو اوریدلی.
مرستیال والې ژمنه وکړه چي دا پلاوی به نه یوازی د ولسوالیو په کچه په دولتي ادارو کي اصلاحات رامنځته او خلکو ته به د خدماتو زمېنه برابره کړي، بلکي د عامو ولسونو لپاره به په بیلابیلو برخو کي د کار او پرمختګ زمېنه هم برابره کړي.
بلخوا ددهراود ولسوالۍ ته د دباصلاحیته پلاوي تګ ددې ولسوالۍ ولسونه هم خوشحاله کړي او دا په تېرو شلو کلونو کي لومړی ځل بولي چي مسوولین یې احوال له نژدې اخلي.
دوی وایې، ولسوالیو ته د لوړ پوړو مسوولینو په راتګ سره د عامو ولسونو لاس رسی عدالت ته د رسیدو برخه کي لنډ سوی.
غوښتنه کوي چي امارت دی دا ډول لیدونو ته دوام ورکړی.
تر خاص ارزګان، چنارتو، اوچوري ولسوالیو وروسته دهراود ځلورمه ولسوالي ده چي د څارني لپاره ولایتی پلاوی سفر کوي او وروستۍ چهارچینوولسوالۍ ته به هم سفروکړی.
نيټه: ۱۴۴۳/۴/۲۰ ه ق