کاپیسا: تګاب کې د دښمن عملیاتي هڅه شنډه، ۱۷ کمانډویان قتل، ګڼ ژوبل شول

پرون د مزدور رژیم عسکر د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند شیخانو سیمې ته د عملیاتو په موخه راغلي ول چې د مجاهدینو له ځپونکي غبرګون سره مخ شول، دغه برید کې د عملیاتي ګوډاګیانو له ډلې ۱۷ ضربتي عسکر قتل، چې د ډېرو یې جسدونه د جګړې په ډګر پاته دي او ګڼ شمېر […]

پرون د مزدور رژیم عسکر د کاپیسا ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند شیخانو سیمې ته د عملیاتو په موخه راغلي ول چې د مجاهدینو له ځپونکي غبرګون سره مخ شول، دغه برید کې د عملیاتي ګوډاګیانو له ډلې ۱۷ ضربتي عسکر قتل، چې د ډېرو یې جسدونه د جګړې په ډګر پاته دي او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.

همداراز ۶ میله ایم ۱۶ټوپک، یو میل ایم ۴۹ پیکا، یو راکټ، دوه نارنجکه او ګڼ شمېر مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

پاته دي نه وي چې مجاهدین به په راتلونکي کې هم  دښمن ته د عملیاتو د فرست ورکولو پر ځای د متقابل غبرګون په توګه دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

2020/6/16