د هيواد روان حالت له شمال نه تر جنوب او له ختيځ نه تر لويديځه ټول هيوادوال مشاهده کوي چې څه تيريږي او د چا لخوا ترسره کيږي؛ مګر اشغالګر او لاسپوڅی رژيم يې چې د شرم په نوم څه نه پېژنې په دې ټولو حقايقو خاوري اړوي او په اصطلاح په دوو ګوتو د لمر پټولو هڅه کوي، چې د دې عمل په ترسره کولو سره د ګټې ترلاسه کولو په ځای خپل لوېدلی حيثيت نور هم په خاورو موښي.
موږ په وار وار ليدلي چې د ښکيلاګرو او ګوډاګي رژيم لخوا عام المنفعه ځايونه بمبار شوي او يا په بلډوزرو نړېدلي، د عام ولس په تجمع بې رحمانه بمبارونه شوي او په توپونو ويشتل شوي دي او دغه راز د لويو لارو په سر او فصلونو کې بې دفاع کليوال ويشتل شوي او يا په وهلو ټکولو په خورا وحشت سره په شهادت رسول شوي دي.
خو دښمن په ډيره سپين سترګۍ دا ټول اعمال د مجاهدينو کار ګڼي، چې په دې کار کې ورسره ځينې پردي پالې رسنۍ او همدا رنګه په دوی پوري تړلي سازمانونه هم مرسته کوي، دا په دې موخه چې تمويل يې نيمګړی نه شي، دوی که څه هم خپله مالي سرچينه تازه ساتلې؛ مګر حيثيت يې د خپلو تميولونکو په څير زيانمن کړی دی.
په هلمند کې د بشري حقونو خپلواک کميسيون ويلي چې (د تيرو کلونو په پرتله سږ کال زياته مرګ ژوبله اوښتې، دغه مرګ ژوبله د جګړو او چاودنو او نورو ورته پيښو له امله رامنځته شوې ده)، د ياد کميسيون د څارنې مشر د چاودنو يادونه دا ښکاره کوي چې ياده ملکي مرګ ژوبله يې په مجاهدينو تپلې؛ ځکه چاودنې د مجاهدينو لخوا د دښمن په ټانګونو ترسره کيږي، چې دښمن ته يې د عسکرو د ليږد راليږد په مخ کې لوی خنډونو ايجاد کړي، دوی د چاودنو په يادولو سره هڅه کوي د مجاهدينو د ماينونو خښولو مخه ونيسي خو لکه چې مخکې مو يادونه وکړه هر څوک پوهيږي چې د مجاهدينو ماينونه په ريموټ کنټروليږي او يوازي په خپل هدف انفجار کوي.
دغه راز په کونړ کې هم د ګوډاګۍ ادارې چارواکو ادعا وکړه چې ملکي خلکو ته زيات تلفات اوښتي او دغه راز يې د مجاهدينو د زياتې مرګ ژوبلي دعوه هم وکړه.
راځئ اوس وګورو چې ملکي تلفات د ګوډاګۍ ادارې او اشغالګرو او که د مجاهدينو لخوا رامنځته کيږي؟
سږ کال له بدخشان څخه تر کندهاره او له کندوز نه تر فاريابه چې څومره ملکي تلفات اوښتي ټول يې د ښکيلاکګرو او مزدوري ادارې د عسکرو له لوري دي، کله چې مجاهدينو د کندوز ولايت مرکز فتحه کړ، په خپله د همدې ادارې چارواکو، ولس او ولسي استازو د ادعا کونکو او د دوی د مرسته کونکو رسنيو په مخ خاوري وروموښلې او په دليل يې ثابته کړه چې نه چاته مرګ او ژوبله رسېدلې او نه هم عام المنفعه ځايونه زيانمن شوي دي.
خو بالعکس ښکيلاکګرو له هوا او ګوډاګيانو يې د زمکې له لارې په عامو خلکو سپينه ورځ توره شپه کړه، نه يې روغتون روغ پريښود، نه کورونه، نه دولتي تاسيسان او نه ولسي وګړي، ټولو ته يې صدمه ورسوله، دا هغه مهال له هيواده د باندې نورې نړۍ هم وليدل، چې څوک به يې په هيڅ صورت ترې هير هم نه کړي.
په فارياب کې ټول ولس مشاهده کړل چې درې ځله د عامو خلکو کورونه، باغونه او دوکانونه د همدې ګوډاګي رژيم د سرخيلو لخوا ايره شول، ګڼ بې دفاع وګړي ووژل شول، زخميان شول، ونيول شول او حتی په ډېره بې رحمۍ سره شکنجه شول.
له دې علاوه د بغلان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين سيمو کې هم ټولو خلکو وليدل چې اشغالګرو مزدورو عسکرو ته درنې وسلې رسولې او دوی د ولس په ګڼ ميشتو سيمو ورولې، دې بلواکو عسکرو په سيمه کې نه د جومات خيال ساتلی نه د کورونو او نه يې هم له مدرسو او مکاتبو د خپلو توپونو خولې اړولې، بلکه دوی چې به هر چيرته روغه ودانۍ ليدله د زمکې او هوا له لاري يې په نښه کوله.
دا مشت نمونه خروار يوازي هغه حقايق وو چې څوک ترې انکار نشي کولی، د هيواد په بيلابيلو برخو کې تر دې لوی وحشتونه د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو او اشغالګرو لخوا ترسره شوي، چې په اړه يې په خپل وخت په رسنيو کې خبرونه هم راغلي دي، د حيرانۍ ځای دا دی چې د ګډوله حکومت سرخيل په کوم دليل د دې ټولو حقيقتونو د پټولو او په بله اړولو هڅه کوي؟ د دوی له حرکاتو څرګنديږي چې دوی په دې نه پوهيږي چې ولس پوهيږي.
2016-03-20
يکشنبه