په هلمند کې څه تیریږي؟

هلمند یو دافغانستان له هغو ولایاتو څخه دی چې جهادي عملیات په کې په خورا بریالي ډول جریان لري، دپخوا غوندې سږ کال هم دا ولایت د مهمو جهادي پیښو شاهد و،په دې لړ کې که له یوې خوا په دې ولایت کې په داخلي عسکرو او اربکیانو باندې مجاهدینو ځپونکي بریدونه ترسره کړل او […]

هلمند یو دافغانستان له هغو ولایاتو څخه دی چې جهادي عملیات په کې په خورا بریالي ډول جریان لري، دپخوا غوندې سږ کال هم دا ولایت د مهمو جهادي پیښو شاهد و،په دې لړ کې که له یوې خوا په دې ولایت کې په داخلي عسکرو او اربکیانو باندې مجاهدینو ځپونکي بریدونه ترسره کړل او د اربکیان ټغر یي ددې ولایت له زیاترو سیمو ټول کړ، له بلې خوابرتانوي یرغلګر چې دا سیمه یي خپله تلپاتې مستعمره بلله، هم یي په رسمي ډول له شکست منلو وروسته له دې ولایت څخه تیښته وکړه .

څو ورځې وړاندې مې دهلمند ولایت له مرستیال والي ملا محمد داود مزمل سره لیدنه درلوده ، نوموړي سږکال ډیره موده د هلمند په ولایت کې په جهادي سنګرونو کې تیره کړې ده او د مجاهدینو پرمختګونه یي په خپلو سترګو لیدلي دي،نوموړي په هلمند کې د سږکال د مهمو جهادي عملیاتو په اړه راته وویل :

سږ کال د هلمند ولایت خصوصا ددې ولایت شمالي ولسوالۍ لکه ګرشک،سنګین، موسی کلا ، نوزاد او کجکی د سترو جهادي بریاوو شاهدې وې، په دې ولسوالیو کې چې موږ کوم د خیبر عملیاتو په لړ کې کوم عملیاتي اهداف درلودل هغه لله الحمد زموږ تر توقع په لوړ شکل ترلاسه شول.

تر ټولو ستر هدف د سنګین د څاروان کلا سیمه وه، دا ډیره ستره سیمه ده چې دسنګین ولسوالۍ له دریو دوه برخې تشکیلوي، مجاهدینو په دې سیمه چې پخوا ددښمن تر ولکه لاندې وه عملیات پیل کړل، زه خپله د عملیاتو په صحنه کې وم،د عملیاتو په لومړیو دوو ورځو کې ددښمن تر شلو زیاتې پوستې فتحه شوې او تر ۶۰ زیات کسان یي ووژل شول، وروسته د عملیاتي بهیر په لړ کې داسیمه مکمله ازاده شوه، باید ووایم چې همدا اوس یوازې دسنګین ولسوالۍ په مرکز او دعامه سرک په سر پوستو باندې دښمن حضور لري ،نور د ساروان کلا پراخه ناوه مکمله د مجاهدینو په ولکه کې ده،دسنګین د بازار په څو سوه مترۍ کې مجاهدین اوسي او دښمن یي محاصره کړی،د سنګین دمرکز سره نښتې د شکرشیلې په نامه سیمې ته زه خپله ورغلم،په دې سیمه کې هم مجاهدین پراخ حضور لري همدلته مې د عام سرک په سر ددښمن ۱۱ تخریب شوې شوبلې چې تراوسه په سرک پرتې په خپلو سترګو ولیدلې چې ددښمن په درانه شکست یي شاهدي ویله،د څاروان جنګ چې په مطبوعاتو کې هم لوی جنګ تعبیر شو واقعا مهم جنګ و چې مجاهدینو دالله تعالی په نصرت وګاټه ، ددې جنګ دبررسۍ لپاره ددښمن ددفاع وزیر بسم الله خان،لوی درستیز شیرمحمد کریمي،دهلمند والي ، امنیه قومندان او نور لوی چارواکي سیمې ته راغلل،دغه راز یي له مختلفو قول اردوګانو څخه بیا بیا ځواکونه راوستل، خو لله الحمد دښمن سخت شکست وخوړ، دڅاروان کلا سیمه مکمله ترې خلاصه شوه او اوس دوی په وطن کې هیڅ حضور نلري، یوازې په دښته کې په تیر شوي سرک باندې پوستې لري، باید ووایم چې له ډیرې مودې مجاهدینو د کجکي په خوا غځیدلی سرک د څاروان کلا په حدودو کې بند کړی دی، ددې لارې په امتداد کې د سرو پوزې له سیمې بیا تر ګرماو پورې لویه لاره دمجاهدینو په لاس کې ده،او اوس کجکي ته اکمالات نه شي کولای.

د څاروان کلا د فتحې غوندې مجاهدینو په موسی کلا کې هم لوی فتوحات درلودل، ددې ولسوالۍ شیخ علي، ده غوچک او داسمانیانو پراخې علاقې فتحه او ددشمن له شتون څخه پاکې شوې په موسی کلا کې هم دښمن یوازې په مرکز کې محصور پاته دی،په نوزاد کې دباغو سیمه چې دنوزاد اصلي او مهمه علاقه ده ، سږ کال مجاهدینو فتحه کړه،په دې سیمه کې ددښمن ۹ غټې پوستې او قرارګاوې له منځه یووړل شوې او مجاهدینو په سیمه کنترول ترلاسه کړ،د ګرشک په ولسوالۍ کې هم سږ کال دښمن سخت وټکول شو،ددې ولسوالۍ په کومو سیمو کې چې دښمن پاته و، لمن یي ورټوله شوه او د مرکز په خوا مجاهدینو پرمختګ وکړ،د ګرشک په نهرسراج کې ۱۵ ، په حیدراباد کې ۱۳ او په ده ادم خان کې ۱۰ پوستې مجاهدینو فتحه کړې، د اولس میشته سیمو له جملې دګرشک لسمه برخه سیمه چې دمرکز شاوخوا سیمې دی ددشمن ترولکه لاندې پاته ده نورې سیمې ازادې شوي دي، په ګرشک کې دښمن اوس یوازې په هماغو سیمو کمربند راګرځولی چې دکمونیستانو په وخت کې د ډاکټر نجیب دحکومت دفاعي کمربند ورباندې پروت و او دګرشک مرکز یي ساته ، دوی هم اوس په عیني وضعیت کې دي او یوازې په هماغو سیمو کنترول لري، خودګرشک په مربوطاتو کې په لویو لارو هم ددښمن پوستې موجودي دي.

له دې علاوه د هلمند په نورو سیمو کې هم سخت مجاهدینو دپام وړ لاسته راوړنې درلودې، په مارجه کې دتریخ ناور، سیستاني او ځیني نورې سیمې چې امریکایانو دمارجې دلویو عملیاتو په لړ کې اشغال کړې وې بیرته مجاهدینو ونیولې،په خانشین،کجکي او نورو ولسوالیو کې په دښمن درانه بریدونه ترسره شول،په ټوله کې په هلمند کې د مجاهدینو دسږکال بریاوې له توقع لوړې او دپام وړ وې .

ملا محمد داود مزمل په هلمند کې د جهادي عملیاتو په لړ کې دځینو نادرو او عجیبو عملیاتو یادونه هم وکړه، په دې لړ کې دمجاهدینولخوا ترځمکه لاندې ددښمن امنیتي مراکزو ته ځان رسول او بیا انفجار ورکول د یوه بریالي تاکتیک په حیث د یادونې وړ دی ، دا تاکتیک اول وار په لومړني نړیوال جنګ کې کاریدلی و ، کله چې د بلژیک په حدودو کې دمتحدینو قواوو دالماني ځواکونو د لومړي خط تر پښولاندې ځمکې ته تونلونه ورتیر کړل، دوی دالماني ځواکونو ترپښو لاندې په ۱۹ تونلونو کې ۴۱۰ ټنه منفجره مواد ځای په ځای کړل او بیا یي په یوځل انفجار ورکړ او په دې توګه یي د زرګونو الماني ځواکونو په وژلو المان ته دروند زیان واړاوو.

له هماغې پیښې دادی سل کاله وروسته په هلمند کې مجاهدین هم له همداسې عجیبو تاکتیکونو استفاده کوي چې دښمن ته په کې درانه تلفات اوړي ،ملامحمد داود مزمل وایي : سږ کال دڅاروان کلا په جنګ کې ددښمن د پوځ دوه پاخه مرکزونه چې دفاع یي قوي وه ،مجاهدینو په ډیر عجیب تاکتیک له منځه یووړل، مجاهدینو له یونیم سل متره لرې مسافې څخه دغو دواړو مرکزونو ته تر ځمکه لاندې تونلونه ورتېر کړل چې دا یو سخت او ستړی کوونکی کار و، وروسته یي ددې مراکزو لاندې تونلونه له بارودو ډک کړل، او تقریبا له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد یي په کې ځای په ځای کړل، کله چې په څاروان کلا عملیات پیل شول،مازدیګر مهال ددښمن دغو مراکزو ته چې دوی خوندي بلل،هم انفجار ورکړل شو، ددرنو چاودنو له امله مراکز په بشپړ ډول له منځه لاړل یوازې په یوه مرکز کې یوه برج روغ پاته شو او کیدای شي کوم عسکر په کې ژوندی پاته شوی وي،نور دغه مراکز مکمل تباه شول او دې حیرانوونکي برید دښمن له سختې وارخطایي سره مخامخ کړ.

تردې وروسته د موسی کلا د شیخ علی او ده غوچک سیمې ته څیرمه ددښمن د پولیسو یوه لویه قرارګاه هم مجاهدینو په همدې تاکتیک له منځه یووړه،هغه قرارګاه ته مجاهدینو ۲۰۰ متره تونل ورتیر کړی و او تقریبا یوه نیمه میاشت کار یي په کې کړی و، چې وروسته یي په درانه انفجار سره قرارګاه په یو مخیز ډول له منځه یووړه او په دې توګه داسیمه په بشپړه توګه مجاهدینو ته په لاس ورغله .

په هلمند کې د سږکال بله مهمه پیښه له دې ولایت او ټول افغانستان څخه دبرتانوي اشغالګرو بشپړه تیښته وه، برتانویانو د روان کال د اکتوبر دمیاشتې په ۲۶ مه ددې ولایت په شوراب پوځي اډه کې خپل بیرغ رسما راکوز کړ او په ټیټو سترګو یي دتیښتې لار ونیوه د برتانویانو تیښته له دې امله یوه تاریخي رویداد دی چې دغه یرغلګر هیواد تردې وړاندې هم دری ځله په افغانستان کې شکست خوړلی و، چې دادی په څلورم ځل یي د شکست تراخه وڅکل او دشرم له پیټي سره یوځای یي دزمریالیو له ټاټوبي پښې سپکې کړې .