په هلمند کې د جګړې د تازه وضعیت په اړه د هلمند له والي حاجي ملا عبدالمنان اخند سره تازه  مرکه

په دې وروستیو کې په هلمند کې جګړو خورا زور اخیستې، مجاهدینو د خپلو بریالیو عملیاتو په نتیجه کې په یو شمیر مهمو ولسوالیو لکه ګرمسیر، نادعلي او ناوه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، په دې ساحو کې ددښمن له سخت شکست سره مخ شوي ، د کابل رژیم د خپلو عسکرو د مورال […]

په دې وروستیو کې په هلمند کې جګړو خورا زور اخیستې، مجاهدینو د خپلو بریالیو عملیاتو په نتیجه کې په یو شمیر مهمو ولسوالیو لکه ګرمسیر، نادعلي او ناوه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، په دې ساحو کې ددښمن له سخت شکست سره مخ شوي ، د کابل رژیم د خپلو عسکرو د مورال لوړلو لپاره د جګړه لپاره نوي نوي قومندانان او مشهور جنرالان د جګړې ډګر ته رالیږي دوي په دې تمه دی که په دې تغیراتو سره د جګړې حالت ته تغیر ورکړي او د مجاهدینو مقاومت کنترول کړي.

تیره ورځ د کابل رژیم نوي رالیږل شوي قومندان مراد علی مراد رسنیو ته وویل چې په هلمند کې یې تازه عملیات پیل کړي او هغه سیمې چې بیرته له طالبانو نیولې چې څو ورځې وړاندي دوي تخلیه کړې وي. نوموړي ادعا وکړه چې له تیرې ورځې راهیسې یې د هوایی بمبارونو په مټ طالبانو ته دروند زیان اړولی او د هغوۍ د قومندې مرکز یې ځپلی، د اچې د مراد علی مراد دا ادعا څومره حقیقت لري، موږ په دې همدې ارتباط او همدا راز د هلمند دوروستي پوځي‌وضعیت د معلوماتو د لاسته رواړلو په موخه د هلمند له جهادي مسول او والي  الحاج ملا عبدالمنان اخند سره د مخابرې له لارې مرکه کړې چې د لاندې ورکړل شوي لینک له لارې مرکه اوریدلی شئ

د مرکې اوریدلو لپاره دلته کلیک وکړئ

د مخابرې د خرابې لیکې په وجه د مرکې د ښې رڼې نه اوریدلو له امله له تاسو درنو اوریدونکو بخښنه غواړو.