د کندز د جهادي چارومسؤل ملا عبدالسلام بریالی له مورچل سره په مرکه کې

ماته چې ددې ولایاتو داولس جهادي روحیه معلومه ده نو ویلی شم چې دوستم به هیڅکله ونه توانیږي چې خلک یوځل بیا تیرباسي او دخپلو اهدافو لپاره یي له مجاهدینو سره وجنګوي! کندز دافغانستان په شمال کې موقعیت لري ،چې ختیځ ته یې تخار ، جنوب ته بغلان ، لویدیځ ته بلخ او شمال ته […]

ماته چې ددې ولایاتو داولس جهادي روحیه معلومه ده نو ویلی شم چې دوستم به هیڅکله ونه توانیږي چې خلک یوځل بیا تیرباسي او دخپلو اهدافو لپاره یي له مجاهدینو سره وجنګوي!

کندز دافغانستان په شمال کې موقعیت لري ،چې ختیځ ته یې تخار ، جنوب ته بغلان ، لویدیځ ته بلخ او شمال ته یې دګاونډي هیواد تاجکستان حدود پراته دي ، کندز ولایت چې ۸۰۴۰ مربع کیلومتره مساحت لري نفوس یې دوروستیو شمیرنو له مخې تر ۸ لکو زیات ښودل شوی دی .

کندز ولایت په مرکزي ښار سربیره د امام صاحب ، چاردرې ، قلعه زال ، علي اباد ، خان اباد او دشت ارچي په نومونو شپږ ولسوالۍ لري ، دکندز اوسیدونکي پښتانه، تاجک ، ازبک ، ترکمن ، ایماق او هزاره افغانان دي، دکندزولایت مرکز ( کندز ښار ) دی چې دافغانستان په شمال کې تر مزارشریف وروسته دوهم ستر ښار بلل کیږي .

ملا عبدالسلام بریالی چې دافغانستان په شمال کې له مخکښو جهادي څیرو څخه شمیرل کیږي،همدا اوس د کندز ولایت جهادي مسؤلیت په غاړه لري،دمورچل مجلې ددې ګڼې لپاره مو له نوموړي سره مرکه کړي چې ستاسو پام ورته راګرځوو.

پوښتنه

محترم بریالی صاحب له هرڅه وړاندې درته ښه راغلاست وایو، که لومړی خپل ځان لوستونکو ته معرفي کړئ ؟

ځواب

نحمده و نصلي علی رسوله الکریم امابعد : زه تاسو او لوستونکو ته خپل سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم او د مرکې له بلنې مو مننه کوم.

زما نوم عبدالسلام دی د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی یم او همدا اوس داسلامي امارت ترقیادت لاندې د کندز ولایت د والي یا نظامي مسؤل په حیث جهادي دنده اجراء کوم .

پوښتنه

محترم بریالی صاحب که لومړی مهمې موضوع ته راشو، سږ کال په کندز کې د نظامي تحولاتو له اړخه یو انقلابي کال و، د کندز مطلق اکثریت سیمې ددښمن له شتون څخه پاکې شوې که په دې اړه دکندز د مرکز او ولسوالیو په رابطه معلومات راسره شریک کړئ چې دخیبر علمیاتو په لړ کې په کندز کې کومې لاسته راوړنې تر ګوتو شوي دي ؟

ځواب

ددې لپاره چې په کندز کې د سږنیو لاسته راوړنو او مفتوحه سیمو تصویر تاسو ته ښه واضح شي،زه به تردې وړاندې دکندز حالت تاسو ته لومړی تشریح کړم .

څو کاله وړاندې چې امریکایانو او نورو یرغلګرو د داخلي ټوپکیانو سره په ګډه په کندز او ګڼو نورو ولایاتو کې داربکي سازي پروژه پیل کړه او دهغه لپاره یي سخت پوځي عملیات، بمبارونه او وحشت په کار واچاوو، دیرغلګرو د ډیر فشار له امله په کندز کې په اکثره سیمو اربکیان مسلط شول، تردې چې د کندز د مرکز په مربوطاتو کې د بوز، کوچني کنم او باباجان له کلیو پرته نورې ټولې سیمې اربکیانو لاندې کړې، دچهاردرې،امام صاحب، قلعه زال او نورو ولسوالیو تقریبا ټولې سیمې ددښمن تر تسلط لاندې راغلې په کلیو کې یي داربکیانو پوستې ځای په ځای کړې او مجاهدین مجبور و چې یوازې چریکي فعالیت ته ادامه ورکړي .

مګر د سږکال په اوږدو کې لله الحمد په کندز کې داسې یو جهاد تحول راغی چې مطلق اکثریت سیمې فتحه او ددښمن ټغر له ټولو اطرافي سیمو ټول شو .

مثلا د کندز د مرکز په مربوطاتو کې د شرق خواته لوی کنم،ګاړي،کهنه قشلاق،بوته کشان،قاري ناصر،خزاني،سازي،شاخ کونړي،حضرت سلطان،دوراهي،سي دوکانه قلعه جای،کټه خیل،چارګذر،جورګذر،سنزیی،ملرغي

،نویان او ګڼې نور پراخ کلي داربکیانو له وجوده پاک شول او دمجاهدینو په تسلط کې راغلل.

د غرب خواته د ګورتیپې سیمه چې خورا ستره علاقه ده او ګڼ کلي په کې دي مکمله ازاده شوه،دشار په نورو اطرافو کې هم ددښمن پوستې او شتون له منځه لاړ او ددښمن واک یوازې دکندز ښار تر دروازو پورې محدود شو.

چاردره ولسوالۍ چې پخوا یي ټول کلي داربکیانو د پوستو تر پوښښ لاندې و او مجاهدینو پکې یوازې چریکي فعالیت کولای شوای، اوس یي ۹۵ فیصده خاوره ددښمن له شتون څخه تصفیه شوې او دمجاهدین په تسلط کې راغلي په دې ولسوالۍ کې داربکیانو لسګونه پوستې له منځه تللي دي همدا اوس په چاردره کې یوازې دولسوالۍ مرکز،تر کندزه غځیدلی سرک او دسرک بالا یو څه حصه کې دښمن وجود لري نوره دا ولسوالي ازاده ده .

ارچي ولسوالي چې پخوا په کې مجاهدین یوازې په لس فیصده سیمه واکمن و د فتوحاتو په نتیجه کې یي اوس ۹۵ فیصده علاقه دمجاهدینو تر واک لاندې راغلې او یوازې مرکز کې یي دښمن شتون لري.

امام صاحب ولسوالي چې پخوا په کې مجاهدین چریکي اوسیدل او مکمله ددښمن په لاس کې وه اوس یي ۶۰ فیصده سیمې له دښمن څخه پاکه شوې ده دغسې په خان اباد، علي اباد او قلعه زال کې هم مجاهدین قوي شتون لري عملیات یي جاري دي او ځیني سیمې یي هم په واک کي دي

لوړ تفصیل ته په پام سره ویلی شو چې سږ کال په کندز کې بیساري فتوحات رامنځته شوي دي او ددښمن داربکي سازي پروژه چې ډير مصارف یي هم ورباندې وکړل تقریبا له منځه تللې ده .

پوښتنه

که دا راته ووایاست چې په دې عملیاتو کې یوازې له دښمن څخه سیمې تصفیه شوي دي،که ددښمن افراد هم وژل شوی دي؟

ځواب

د سږکال عملیات چې په څو مرحلو کې ترسره شول،په کندز کې دخپل شکل تر ټولو ستر عملیات و چې په سلګونو مجاهدینو په یوه وار په کې شرکت کاوو،په دې عملیاتو کې هر ځل دښمن ته دسراومال درانه زیانونه هم رسیدل، ددښمن لسګونه اربکیان مړه او ټپیان شول یو شمیر یي تسلیم شول او لوی مقدار اسلحې او مهمات یي مجاهدینو په غنیمت ونیول.

پوښتنه

هغه کوم عوامل و چې په کندز کې دمجاهدینو سږني عملیات دومره بریالي شول ؟

ځواب

اصل کې خو موږ په دې ایمان لرو چې دنیایي تصرفات او تحولات ټول د الله تعالی په اراده رامنځته کیږي،مجاهدین که کوم فتوحات کوي هم زموږ دا عقیده ده چې اساسي علت یي دالله تعالی نصرت دی، دالله تعالی د نصرت او مرحمت د نزول لپاره مجاهدینو ته لازمه ده چې داسې کارونه وکړي چې دالله تعالی د رحم او نصرت وړ وګرځي .

په کندز کې سږ کال دمجاهدینو ترمینځ ډیر ښه خپل منځي اتحاد او همکاري موجوده وه ، تر دې چې دمختلفو ولسوالیو مجاهدینو په اتفاق سره عملیات کول او په سلګونو مجاهدین به په یوځای عملیاتو ته راغونډیدل، بله دا چې د عامو مسلمانانو زړه هم له مجاهدینو سره و، عامو مسلمانانو له مجاهدینو سره دومره همکاري درلوده چې د مرکز مربوط د لوی کنم په سیمه کې خو عام خلک د عملیاتو په ورځ د اشر په ډول راووتل او دمجاهدینو سره یي ددښمن په له منځه وړلو کې همکاري وکړه ، دمجاهدینو مکمل اکمالات یي کول حتی د جګړې په وخت یي ورته ډوډۍ او پخې شوې غوښې رسولې او د وسلو او مهماتو له مرستې یي هم مخ نه اړاوو، لکه الله تعالی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي : هوالذی ایدک بنصره و بالمؤمنین . دلته هم الله تعالی په عامو مؤمنانو دمجاهدینو نصرت وکړ، نو دې ته په پام سره زه ویلی شم چې دمجاهدینو اتفاق او اتحاد او د عامو مسلمانانو سره ښه مخلصانه تعامل او هماهنګي برکت و چې مجاهدین دالله تعالی د نصرت وړ وګرځیدل، ترڅو بالاخره د الله تعالی د نصرت په برکت له دې ولایت څخه د اربکیانو لمن ټوله شوه .

پوښتنه

په کندز ولایت کې که د دعوت وارشاد، محاکمو او معارف د فعالیتونو په اړه معلومات راسره شریک کړئ ، منندوی به مو یو ؟

ځواب

د دعوت او جلب وجذب کار په کندز کې ماشاءالله ډیر ښه روان دی، د سږکال لاسته راوړنو کې ددعوت هم ښه رول و،سږکال چې دکندز له ډیری سیمو داربکیانو ټغر ټولیدو نو په دې که اکثره پوستې په نظامي عملیاتو ونیول شوې، یوشمیر نورې یې داسلامي امارت د دعوت او عفوې له پروګرام نه په استفاده تسلیم هم شوې مثلا دمرکز مربوط د ګورتیپې په سیمه کې څلور پنځه پوستې اربکیان مجاهدینوته تسلیم شول او خپلې وسلې یي مجاهدینو ته وسپارلې په چهاردره کې هم څلور پوستې مکملې تسلیم شوې، دغسې په نور سیمو کې هم خال خال ددښمن افراد تسلیم شوي دي او دا لړۍ لا هم جریان لري .

داسلامي امارت قضایي نظام هم په کندز کې په ټول نظم او ترتیب فعال دی،موږ کندز د ابتدایي محاکمو په برخه کې په دریو برخو ویشلی دی چې یوه ابتدائیه محکمه د مرکز او خان اباد لپاره ، بله د امام صاحب او ارچي لپاره او دریمه د چهاردرې ، علي اباد او قلعه زال لپاره ده ، چې عام خلک ورته د خپلو مسائلو په رابطه مراجعه کوي او خلک یي له کارونو راضي دي .

د معارف مربوط کارونه په کندز کې له پخوا څخه په ښه طریقه روان دي ، داچې دښمن تبلیغات کوي چې مجاهدین دمعارف بنسټونو ته تاوان رسوي باید ووایم چې داسلامي امارت د رسمي پالیسۍ سره سم مجاهدینو په کندز کې هیڅکله ښوونځیو ته زیان نه دی رسولی.

په کندز کې د تعلیم او تربیې دکمیسیون لخوا د ښوونځیو او مدارسو ښه نظارت کیږي،په دې برخه کې دمعارف د کارونو دپرمختګ لپاره ښې غونډې جوړې شوي او له کړنو څخه یي عام خلک هم ډیر راضي دي .

پوښتنه

څه موده وړاندې دافغانستان د شمال لوی جګړه مار رشید دوستم چې اوس د اشرف غني مرستیال دی اعلان وکړ چې شل زره کسیزه ملیشه به جوړه کړي او په شمالي ولایاتو کې به له مجاهدینو سره جګړې وکړي ، تاسو دنوموړې ددې خبرې په اړه څه تبصره لرئ ؟

ځواب

رشید دوستم لکه څنګه چې ټولو ته معلوم دی دیرغلګرو مشهور غلام او دافغان اولس ستر قاتل دی،نوموړی چې پخوا د روسانو اجرتي قاتل و اوس د امریکایانو تر څنګ ولاړ دی،نوموړي هرځل هڅه کړې چې دبهرنیو اشغالګرو لپاره مسلمان اولس قتل کړي،چې له همدې امله یو له منفورو څیرو څخه دی.

نوموړی اوس په ټول افغانستان او شمالي ولایاتو کې دومره منفور دی،چې ډیر لږ کسان به یي هم په خبره عمل ونه کړي، دنوموړي لخوا د ملیشه جوړونې لاپې یوازې د تبلیغاتي جنګ د ګرم ساتلو لپاره کیږي،هغه ولایات چې دوستم پخوا د خپلې ملیشې د سربازګیري لپاره ترې استفاده کوله اوس یي مطلق اکثریت سیمي دمجاهدین په ولکه کي دي،دافغانستان په شمال کې کندز، تخار،فاریاب، سرپل،جوزجان او نور ولایات د مجاهدینو قوي مراکز دي او عام اولسونه یي په ټینګ تعهد داسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي.

ماته چې ددې ولایاتو داولس جهادي روحیه معلومه ده نو ویلی شم چې دوستم به هیڅکله ونه توانیږي چې خلک یوځل بیا تیرباسي او دخپلو اهدافو لپاره یي له مجاهدینو سره وجنګوي، ددوستم اودده غوندې دیرغلګرو د نورو ملګرو وروستی وس همدا د اربکي سازي پروګرام و چې هغه هم له سخت شکست سره مخامخ شو او اوس د یومخیز له منځه تلو په حال کې دی .

پوښتنه

په کندز کې د مجاهدینو د تلفاتو دغه راز د عامو ملکي خلکو د تلفاتو په اړه که معلومات راکړئ ، دملکي خلکو دتلفاتو موضوع اوس په یوه مهمه موضوع اوښتې او دښمنې رسنۍ ډیر تبلیغات کوي چې د مجاهدینو په سیمو کې ملکي خلکو ته روزانه ډیر زیانونه اوړي آیا په کندز کې په تیر کال کې دمجاهدینو لخوا ملکي خلکو ته کوم زیانونه اوښتي دي ؟

ځواب

د مجاهدینو دتلفاتو په اړه خو به ووایم ، چې لله الحمد په اوس وخت کې دمجاهدینو تلفات ترټولو ټیټي سطحې ته راښکته شوي دي، پخوا مجاهدینو ته ډیر تلفات د دښمن په ناڅاپي چاپو کې رسیدل،اوس دغه چاپې یومخ کمي شوي دي،په تیرو څو میاشتو کې یوازې یوځل په چاردره کې خارجیانو یوه چاپه وهلې، چې له هغه سره هم مجاهدینو جنګ وکړ دښمن ته یي دروند زیان ورساوو او څوکلاکوف ټوپک یي ترې غنیمت کړل، له هماغې پیښې وروسته بیا چاپه نه ده وهل شوې،دغه راز ددښمن ډرون حملې هم د پخوا په نسبت بیخي کمي شوي دي.

د ملکی خلکو د تلفاتو په اړه به ووایم چې رښتیا هم نن سبا ددښمنو رسنیو لخوا دا موضوع ډیره یادیږي او مجاهدینو د ملکي خلکو په وژلو تورن بلل کیږي، خو باید روښانه کړم چې له دې موضوع څخه ترډیره تبلیغاتي استفاده کیږي، په واقعیت کې حالت داسې نه دی لکه رسنۍ یي چې راپورونه ورکوي، د کندز په سطحه که ووایم چې د جهادي عملیاتو یوه ګرمه سیمه ده په تیر ټول کال کې یوازې یوځل دمجاهدینو یو موټرسایکل بم اشتباها په ملکي خلکو منفجر شوی چې ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې له همدې یوه مورد پرته بله هیڅ د ملکي تلفاتو پیښه نه ده رامنځته شوې .

خو له دې سره سره مجاهدینو ته همیشه په توصیو کې ویل کیږي چې د ملکي خلکو ژوند ته باید ډیر پام وکړي ځکه زموږ دجهاد یو هدف د مسلمان اولس خوندي کول دي چې باید ضرر ورته ونه رسیږي .

پوښتنه

محترم ملا عبدالسلام بریالی صاحب !

ستاسو له توضیحاتو ډيره مننه په پای کې که کومه خبره اضافه کول غواړئ،یا کوم پیغام لرئ مهرباني وکړئ؟

ځواب

بله داسې خبره نه وه ،یوازې نن سبا ځینو رسنيو دا اوازې ګرمې کړي چې دهیواد په شمال کې خپلسري وسلوال پیدا شوي دي چې داسلامي امارت اوامر نه مني،باید واضحه کړم چې په ټولو شمالي ولایتو خصوصا کندز کې چې څومره مجاهدین دي ټول داسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د اطاعت او تعهد په چوکاټ کې جهادي عملیات پرمخ وړي، داچې دښمن دجهادي صف د تفرق خبره کوي دا خبره زه په ټينګه ردوم او هیڅ جزئي رښتینوالی هم نلري .

پیغام مې مجاهدینو ته دادی،چې لومړی خو باید خپل اتحاد وساتي،دمجاهدینو اتحاد او اتفاق هغه څه دی چې دالله تعالی د نصرت سبب ګرخي، لکه وړاندې مي چې یادونه وکړه سږ په کندز کې موږ د اتحاد او اتفاق عملي برکات ولیدل چې زیات فتوحات مو په برخه شول.

بله داچې مجاهدین باید داسلامي امارت د مشرتابه او خصوصا امیرالمؤمنین حفظه الله اطاعت وکړي،دغه امارت چې شل کاله یي دباطل په مقابل کې مبارزه کړې او امتحان یي ورکړی دی دالله تعالی یو لوی نعمت دی باید ددې نعمت قدر وپیژنو او وفا ورسره وکړو .

مجاهدینو ته مې وروستۍ توصیه داده چې له عامو خلکو سره ښه ګوزاره وکړي،تر څو له مجاهدینو مایوسه نه شي

مرکیال : ابو عابد