د قطر د بین الافغاني مجلس په ننۍ غونډه کې د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند د بیانیې متن

بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله و أصحابه اجمعین و من تبعهم باحسان الی یوم الدین. وبعد. قال الله عز وجل: ( يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍۢ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ […]

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله و أصحابه اجمعین و من تبعهم باحسان الی یوم الدین.
وبعد. قال الله عز وجل: ( يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَ وَأُوْلِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍۢ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا )
د مجلس محترمو ګډونوالو ته: السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
خوښ یم چې نن د خپل ګران هېواد د ستونزو د هواري په موخه په دې مجلس کې سره را ټول یو، ټولو ته ښه راغلاست وایم، او له ټولو مننه کوم چې دلته مو تشریف راوړی.
په ځانګړي ډول د قطر هیواد له محترم امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، له خارجه وزیر محترم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، محترم دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني او نورو چارواکو څخه مننه کوم
چې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په مقصد یې تل پراخې هلې ځلې کړې دي، سهولتونه یې برابر کړي، میلمه پالنه یې کړې او کوي یې.
همدا رنګه له ټولو هغو هیوادونو، اړخونو او اشخاصو څخه هم مننه کوم چې زموږ د هیواد د ستونزو په هواري کې مخلصانه هڅې کوي.
ټولو ته معلومه ده چې زموږ هیواد او ولس له څه باندې څلورو لسیزو را پدیخوا د یو خپلواک او اسلامي نظام د درلولو په موخه ګڼې قربانۍ ور کړې دي، او په دې لاره کې لا هم له ګڼو ستونزو اوکړاوونو سره لاس او ګریوان دی.
اوس الحمد لله زموږ د ولس دغه لوی هدف د پوره کیدو په درشل کې دی. په دې اړه موږ او تاسو ټول ګډ مسئولیت لرو چې د خپل ولس لویې او بې دریغه قربانۍ مو هدر لاړې نه شي. بلکې د دې لوی هدف د تر لاسه کولو لپاره باید همکاري او همغږي سره ولرو.
زموږ ولس ډېر ځوریدلی، نور باید و نه ځورېږي، د ولس ټولې پرګنې او قومونه به دراتلونکي إسلامي نظام تر سیوري لاندې د خوشحالۍ او آرامۍ ژوند وکړي، موږ باید کوشش وکړو چې هېواد او ولس مو د خپلو إسلامي ارزښتونو او ملي منافعو په نظر کې نیولو سره مثبت پرمختګ وکړي،
د نورو له احتیاج څخه خلاص شو، خپل وطن په خپله آباد وکړو، ټولو ته ثابته ده چې نور څوک مو نه وطن را ته آبادوي او نه یې آبادولی شي.
موږ الحمد لله اوږد او ویاړلی تاریخ لرو، زحمت کش او غیرتي ولس لرو، پراخه او زیاتې منابع او امکانات لرو،
که مو ولس آرام شي په ډاډ سره ویلی شم چې په ډېر کم وخت کې به پرمختللی، آرام او عزتمن ژوند ولرو.
ددې ټولو د تر لاسه کولو لپاره یو پیاوړی، مرکزي او خپلواک اسلامي نظام ضروري دی، په دې اړه باید له خودخواهیو، شخصي منافعو او اغراضو څخه تیر شو، أفغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، لکه هر أفغان چې پکې د اوسیدو حق لري همدا ډول یې په اړه د خدمت او مسئولیت حق هم لري، موږ چې لوړ اهداف تر لاسه کوو باید له جزیاتو تیر سو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو، د ولس د وحدت او یووالي لپاره کار وکړو، د ټولو هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږو چې زموږ ارضي تمامیت او ملي وحدت ګواښي، قومي، سمتي، ژبنيو او نورو تعصباتو ته په هېڅ صورت په خپل ولس او هېواد کې ځای ور نه کړو، په تاسف سره باید ووایم چې د اشغال له راتګ سره په دې اړه یو څه ستونزې را پیدا شوې دي، خو بیا هم الحمد لله ولس په عام ډول خپل ملي وحدت ساتلی دی. په دې اړه د أفغانستان إسلامي امارت په ډاګه وايي چې هېڅ داسې هڅو ته به اجازه ور نه کړي چې زموږ د هیواد ارضي تمامیت او ملي وحدت ته زیان رسوي.
دا دي بین الافغاني مذاکرات له نېږدې لسو میاشتې راهیسې دلته جریان لري، متاسفانه چې ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم نا هیلي او نا امیدي نه ده په کار، د أفغانستان إسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کړې، چې مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته ورسي، له همدې امله یې یو پیاوړی مذاکراتي ټیم ټاکلی، خپل لوړ پوړي مسئولین یې را لېږلي دي.
موږ ټول باید د خپل دین او عقیدې او د خپل ملي غرور او منافعو په رڼا کې یو نظام ولرو، د پردیو افکارو نه په تېر کې زموږ په درد خوړلي او نه یې په راتلونکي خوړلی شي. بلکې ستونزې او کړاوونو یې زیږولي، موږ که غواړو چې آزاد او آرام أفغانستان ولرو باید د ولس ارزښتونو او منافعو ته اهمیت او ارزښت ور کړو، موږ پرمختګ غواړو، ښه او آرام ژوند غواړو، مګر د خپلو إسلامي ارزښتونو، خپلواکۍ او آزادۍ په قیمت نه، دا د ولس د زړه هغه آواز دی چې ټول پرې پوهېږو.
زه هیله من یم چې د الله تعالی په مرسته او بیا زموږ او ستاسو په هغږۍ او همکارۍ به دغه لوړ او ستر اهداف تر لاسه کېږي. ان شاء الله.
له تاسو ټولو بیا هم مننه.
د یو سر لوړي خپلواک او آزاد أفغانستان په هیله

ملاعبدالغنی برادر د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر

۷/۱۲/۱۴۴۲هـق

__2021/7/17__۲۶/۴/۱۴۰۰هـ ق