د غزني په دهیک کې څه تیر شول ؟

لیکوال : حبیب مجاهد د غزني دهیک ولسوالي چې ددې ولایت په جنوب ختیځ کې موقعیت لري یوه له هغو سیمو ده چې دولتي واکمني په کې د ولسوالۍ تر مقام خلاصه کیږي او نورې اطرافي سیمې یي د طالبانو په ولکه کې دي. د نوي حکومت مشرانو چې کله څو ورځې وړاندې امریکا ته […]

لیکوال : حبیب مجاهد

د غزني دهیک ولسوالي چې ددې ولایت په جنوب ختیځ کې موقعیت لري یوه له هغو سیمو ده چې دولتي واکمني په کې د ولسوالۍ تر مقام خلاصه کیږي او نورې اطرافي سیمې یي د طالبانو په ولکه کې دي.

د نوي حکومت مشرانو چې کله څو ورځې وړاندې امریکا ته د سفر موزې په پښو کولې نو ددې لپاره چې دامریکایي ګټو لپاره د کیدونکي جګړې یو نغد ثبوت له ځانه سره ولري د مارچ په ۲۳ مه یې دغزني په دې ولسوالۍ د څو اړخیز هجوم او عملیاتو قومنده صادره کړه .

د دهیک په محدوده سیمه له دریو خواوو د پولیسو، اردو، اربکیانو او نورو مرتزقه ملیشو عملیات پیل شول، د غزني لخوا د ارزو په استقامت ګڼ شمیر د اردو عسکرو په دهیک برید وکړ، د غزني د یونټ قرارګاه چې سلګونه د اردو عسکر په کې میشت دي له همدې ځایه هم سلګونه عسکر په دهیک ورغلل ، بلې خوا ته د پکتیکا له اړخه د عزیزالله د ملیشو په شمول سلګونو ټوپکیانو چې تر ۱۲۰ زیاتو پوځي موټرو بدرګه کول د دهیک په ولسوالۍ یي برید خښ کړ او هڅه یې وه چې ددې ولسوالۍ کلیو ته ننوزي او طالبان له دې سیمې وباسي .

خو د دهیک مجاهدو طالبانو چې له دې وړاندې یي بیا بیا د امریکایانو او پولنډیانو دغه ډول بریدونه په شا تمبولي، دا ځل یي دامریکایانو د کرایي ټوپکیانو په ضد مقاومت ته سینې سپر کړې، طالبان د انفجاري کمربندونو او سنګرنیولو په توسط وتوانیدل چې په ټولو خواوو کې د کفر د اجرتي لښکریانو مخه ډب کړي، د غزني د مرکز خواته حکومتي یرغلګره قوه په لومړني کلي الوخیلو کې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شوه او پرمختګ یې په ټپه ودرید، د پکتیکا لخوا راغلې قوه په عین شکل د دهیک په لومړنیو کلیو شبک کلا ، عثمان کلا،نیاز کلا او سراندازکلا په سیمو کې د طالبانو له بریدونو سره مخامخ او په جګړه کې ښکیل شوه .

په دهیک ورغلیو د کفر اجرتي قاتلانو ټولې هڅې وکړې چې ددې ولسوالۍ مسکوني سیمو ته داخل شي خو د طالبانو د سرسخته مقاومت له امله یې یو ګام پرمختګ هم ونکړای شود جګړې په ترڅ کې یي ۷ ټانګونه او یو رینجر په ماینونو ریزمریز شول او ګڼ نور وسایط يې د مجاهدینو د رسا مرمیو خوراک شول ،دغه راز ورته دسر هم خورا دروند زیان ورسید.

کله چې دولتي یرغلګره قوه چې د امریکایانو هوایي ملاتړ ورسره و په ځمکني پرمختګ کې پاتې راغله نو یې د اولسي سیمو په ویشتلو پیل وکړ، د خپلو هاوانانو او ۸۲ ملي متري توپونو خولې یي د دهیک کلیو ته سیخې کړې او له څو لوریو یي بي رحمانه بریدونه ورباندې شروع کړل.

د دهیک اوسیدونکي وایي چې د پنځو ورځو په ترڅ کې هره ورځ په اوسط ډول تر ۲۰۰ زیاتې د هاوان او توپ مرمۍ د دهیک په کلیو ویشتل شوي دي، چې کلیوالو ته یې پراخ زیانونه اړولي .

د حکومتي عسکرو د همدې بي رحمانه ړندو بریدونو له امله د دهیک خلک مجبور شول چې د غزني په مرکز کې مظاهره وکړي، ولسي سپین ږیرو خبریالانو ته وویل چې ددوی لسګونه عام خلک ښځې او ماشومان شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي، دغه راز د خلکو مالونه او کورونه نړیدلي او حتی د ډیری کلیو خلکو کډوالۍ ته مجبور شوي دي ، ددهیک اوسیدونکو وویل چې د حکومتي بي هدفه انتقامي بریدونو له امله ورباندې د ژوند چاپیریال تنور شوی دی، چې نه خو خلک له کورونو وتلی شي او نه هم جومات او کروندې ته تللی شي .

خو له دې ټول قساوت سره سره په دهیک ورغلي یرغلګر په دې ونه توانیدل چې په دې ولسوالۍ کې محدود شمیر موجودو مجاهدینو ته شکست ورکړي یا هم ترینه کوم کلی ونیسي، همدا لامل و چې تیره ورځ حکومتي قواوو په ټولو خواوو کې خپلو عسکرو ته د تيښتې قومنده ورکړه د غزني لخوا راغلې قوه مرکز ته ستنه شوه او د پکتیکا نه راغلي ټوپکیان د بندسردې په خوا وتښتیدل .

د دهیک مجاهدین وایي چې اوس په دې ولسوالۍ کې جګړه دریدلې ، او دښمن ځوړند سر تښتیدلی دی، دوی وایي دجګړې په ترڅ کې یوازې یو مجاهد زخمي شوی دی اما ملکي خلکو ته ددښمن د هاوان ویشتلو له امله ډیر زیانونه اوښتي دي .

په دې داسې حال چې دولتي قوه په دهیک کې ناکامه شوې اوس یې د غزني په اندړو/شلګر ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي، داندړو ولسوالي په غزني کې دجهاد تر ټولو محکم او ناقابل تسخیر مرکز بلل کیږي چې ددهیک په نسبت په کې مجاهدین پیاوړي دي، دا چې له دهیک نه تښتیدلي حکومتي ځواکونه اوس په اندړو/ شلګر ولسوالۍ کې خپل بخت ازمویي سړي ته هماغه فارسي متل وریادوي چې په اړول شوې بڼه سړی ورته ووایي چې : کار دهیک را ساختي که به شلګر پرداختي !؟

له شلګر نه وروستي معلومات وایي چې د جګړې په ترڅ کې تراوسه ۱۶   داردو ټانګونه او رینجرپه ماینونه الوتلي او ګڼ سرتیري یې هم په کې وژل شوي دي .