دتعلیم او تربیې کمیسیون له رئیس سره ځانګړې او هراړخیزه مرکه

لومړۍ پوښتنه : لومړى که خپل ځان را معرفي کړئ او بيا په تيرکال کې د تعليم او تربيې د کميسيون د پرمختګونو او فعاليتونو په هکله که معلومات راکړئ او دا راته و واياست چې په دې برخه کې تاسو له کومو جدي ستونزو سره مخ سوي ياست؟ ځواب: نحمده ونصلي علی رسوله الکریم امابعد: […]

لومړۍ پوښتنه : لومړى که خپل ځان را معرفي کړئ او بيا په تيرکال کې د تعليم او تربيې د کميسيون د پرمختګونو او فعاليتونو په هکله که معلومات راکړئ او دا راته و واياست چې په دې برخه کې تاسو له کومو جدي ستونزو سره مخ سوي ياست؟

ځواب: نحمده ونصلي علی رسوله الکریم امابعد:

ستاسودلومړۍ پوښتنې د لومړۍ برخې په اړه به ووایم چې :

زه مولوي محمداقبالد کابل ولايت اوسيدونکى د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون مسئوليت په غاړه لرم .

او د پوښتنې دوهمه برخه چې یو څه تفصیل غواړي کوښښ به وکړود تیرکال د پرمختګونواو بریاوو په هکله تاسوته يوڅه معلوماتدرکړو او د ځېنوستونزو یادونه به هم وکړو ان شاالله .

محترمو! : تاسوته معلومه ده چې د ښونې اوروزنې او لوړو زده کړوکمیسیون د خپل مسئولیت په دننه کې په مختلفواستقامتونو کارکوي لکه : دديني لیله مدارسو،کلیوالي مدرسو، دارالایتامونو،دارالحفاظونو، عصري تعلیمي ادارو،د لوړو زده کړو مؤسساتو او پوهنتونونو،دافتاء اوقضاء د تخصصي درسونو اوداسې نورو…

لله الحمد مونږ په هره برخه کې پرمختګونه لرو چې په لنډه توګه يې په لاندې ډول وړاندې کوو :

۱-دیني لیلیه مدارس :

الف : لکه چې تاسو ته معلومه ده د دغو مدارسو لپاره یو جامع نصاب ترتیب شوی او په هغې سربیره د دغو مدارسو دنظم ، ښونیز کیفیتد لوړولو، ازموینواو نظارتکولو او نورو اړوند مقرراتو لپاره په شلو (۲۰) مادو مشتمله یوه ضابطه او تګلاره د مدارسو د استاذانو او شیوخو د مشورو په نتیجه کې ترتیب شوې ده .

د تعلیمي نصاب او د دغو اصولو او مقرراتو د تطبیق په منظور د ۱۴۳۴ هـ ق تعلیمي کال د شوال المکرم د میاشتې په لومړیوکې چې تعلیمي کال پیل کیږي زمونږ د تعامل سره سم د ټولو مدارسو د مهتممینو او مسئولینوغونډې په مختلفو ځایونو کې راوغوښتل شوې او د نوي تعلیمي کال پروګرامونه ورته تشریح او د تیرکال اجراءات وڅیړل شول .

ب : د تیر ۱۴۳۵هـ ق تعلیمي کال د ربیع الثاني د میاشتې په (٥-٦) نېټه دوې ورځې د دغو لیلیه دیني مدارسو د لسمې (موقوف علیه) درجېد طالبانو ترمنځ یوه تقریري مُسابقه (سیالي) تنظیم شوه دغه تربیتي تقریري سیالي چې په دوو (۲) کاري طرفونو کې هم مهاله ترتیب شوې وه د (٧١)مدارسو (٧١) تنوطالبالعلمانوپکې برخه واخیسته د هغوی لپاره د تقریر موضوع (په شریعت کې د فقهې اهمیت او ضرورت ) ټاکل شوې وه چې دوی خپل تقریرونه د همدې موضوع په اړه عیار او ترتیب کړې وو د تقریرونو د څیړنې او ارزیابۍ او نمبرو ورکولولپاره ورته د علماؤ او مسلکي اشخاصو څخه هیئت ټاکل شوی ؤ چې هم مهاله یې د دوی تقریرونه ارزیابي کول او نمبرې ورته لګولې ، په تقريري مقابله کې د کاميابۍ او د ښو نمبرو دحصول لپاره ورته لاندې څلور معيارونه ټاکل شوې وو :

(١)                په موضوع کې انحصار او خروج د بحث نه نکول ، او د موضوع اثبات په دلا ئلو معتبروو سره.

(٢)               په فصاحت او بلاغت سره تقرير کول د الفاظو صحت ، منطقي تسلسل او حُسنِ ابتداء او اختتام په پام کې نيول.

(٣)             په جرأت ، او جهوري صوت سره تقرير کول ، او په تقرير کې د سامعينو او ناظرينو توجه را جلبول.

(٤)              د شريعت او نبوي سنتو مطابق هيئت او صورت لرل ، او د تقرير په جريان کې مناسب انداز خپلول او د نامناسبه حرکاتو څخه اجتناب کول.

د تقریر لغت په پښتو، فارسي او عربي ژبو ټاکل شوى ؤ خو په عربي ژبه یې امتیاز درلود چې په دغه لړۍ کې الحمدلله د مسابقې برخه والو طالبانو پوره امادګي نیولې وه او په ټولو پورتنیو ژبو یې تقریرونه وکړل او د موضوع په باب یې ښه مستند دلائل وړاندې کړل چې هم یې خپل استعدادونه وازمایل او هم یې نورو ته پوره معلومات وړاندې کړل ، په پای کې د هر کاري طرف لسو لسو غوره مقررينو ته په متناسب توپیر سره انعامونه او تحسین نامې ورکول شوي .

ج :   د ۱۴۳۵هـ ق تعلیمي کال د رجب المرجب په (۱۸) نېټه د دغو مدارسو د یولسمې درجې (دورة الحدیث ) او لسمې درجې (موقوف علیه ) د طالبانوکلنۍ ګډې او هم مهاله ازموینې واخيستل شوې چې (۶) ورځې یې دوام درلود ،دغه ازموینې چې د یوه منظم پروګرام او ترتیب له مخې په ګڼو مرکزونو کې ترسره شوې نګرانان ورته ټاکل شوي وو په یو وخت به شروع کېدلې او یو وخت به پای ته رسیدلې ، ددغو امتحاناتو پارچې د استاذانو او شيوخو لخوا کتل شوي په لنډ وخت کې به يې نتېجې اعلان شي او کاميابو اشخاصوته به ښه معتبر او په زړه پورې سندونه ( شهادت نامې ) ورکول شي.

د :   د ۱۴۳۵هـ ق تعلیمي کال د شوال المکرم د میاشتې په لومړیوکې چې د دې تعلیمي کال پیل دی یوځل بیا د مهتممینو او مدارسو د مسئولینو غونډې او مجلسونه جوړشول او د نوي تعلیمي کال د پروګرامونو په اړه ورته لازم هدایات او معلومات ورکول شول لکه د نصاب د پوره تطبیق اهتمام کول ، د داخلي امتحان اخیستل ، د حاضرۍ د ضوابطو عملي کول او بالآخره د شلو مادو د پوره رعایت کولو او داسې نورو مهمو ټکو سپارښتنه ورتهوشوه او هم په سږکال کې د یوې بلې درجې يعنې د ( متوسطه ) درجې د کلني ګډ امتحان چې په هم مهاله توګه به اخیستل کیږي دوی ته خبر ورکول شو.

هـ :   د ټولو مدارسو لپاره د استاذانو او شاګردانو د حاضرۍ کتابونه په مناسب سایز او ښایسته ډیزاین چاپ او ټولو مدارسو ته توزیع شول تر څو استاذان او شاګردان د حاضرۍ په ضوابطو مکلف او د بې نظمیومخه ونیول شي .

و: په سږ کال کې به د ديني مدارسو د نصاب مطابق د مروجه علومو د ټولو کتابونو د اسباقو لپاره د ورځو ، هفتو او مياشتو په حساب کلنى مهال ويش جوړېږي ترڅو اسباق په تدريجي ډول

د ټول تعلیمي کال په موده کې د دریو ازموینو د وختونو په تناسب پرمخ لاړشي او په اسباقو کې د کميت او کيفيت له لحاظه ښه نظم او دسپلين رامنځ ته شي .

۲ کلیوالي مدرسې :

الف :   دغه کلیوالي او نها ري مدرسې چې زمونږ د کمیسیون له مهموهدفونوڅخه دي ځکه چې زمونږ د کلیوالي سېمو ضرورت او اړتیا ورته ډیره ده نو ځکه کمیسیون سږ کال د ١٤٣٥هـ ق کال د جمادی الاُولیٰ په (٦-٧) نېټه په عمومي غونډوکې پریکړه وکړه چې د هغه مخکني عمومي پروګرام سربیره چې د کلیو امامان به د خپل کلي د ماشومانو په درس او تعلیم مکلف وي د سږکال لپاره به د ولایتونو د ښونې او روزنې رئیسان مکلف کېږي تر څو په خپلو مربوطه ولسوالیوکې په هره ولسوالۍ کې اقلاً دوه دوه داسې منظمې مدرسې جوړې کړي چې منظم پروګرام ، ټاکلي استاذان ، د حاضرۍ ضوابط او ازموینې ولري چې په ډیرو ولایتونوکې دغه کار عملي شوی او ډيرې دا ډول مدرسې تأسیسشوې دي چې دغه لړۍ به ان شاء الله نورې کړۍ هم ومومي .

ب :   د دغوکلیوالي مدرسو لپاره چې کوم نصاب جوړشوی ؤ اوس یې د بیا کتنې مراحل نږدې بشپړ شوي دي د علماؤ او شیوخو تر مطالعې او کتنې لاندې دى په لنډ وخت کې به چاپ شي ان شاءالله.

۳ دارالحفاظونه :

الف :   د ۱۴۳۵هـ ق کال د ربیع الأول په میاشت کې د جیدو او تجربه لرونکو حافظانو او د دارالحفاظونو د استاذانو عمومي غونډې او مجلسونه جوړشول چې پکې د دارالحفاظونولپاره د یو مختصر نصاب د جوړولو او دغه راز د دارالحفاظونو لپاره د ضوابطو او مقرراتو د ترتيبولو په خاطر نظریات راټول شول چې اوس د کمیسیون لخوا ترکتنې او توحيدولو لاندې دي د دغو نظریاتواو نورو مشورو په نتیجه کې به د دارالحفاظونو د شاګردانو لپاره داسې یو مختصراو لنډ نصاب جوړکړل شي چې د دارالحفاظونو شاګردان به د حفظ ترڅنګ د دغه نصاب په لوستلو سره د دینی عقائدو او ضروري شرعي احکاموڅخه هم پوره معلومات ولري او هم به دارالحفاظونه د نظم او پرمختګ په خاطر ضوابط او مقررات ولري .

ب : د دارالحفاظونو د عمومي کیفیت د سموالي او د قرآن کریم د حفظ د اهتمام په منظورد تعلیم اوتربیې او عالي تحصېلاتوکمیسیون د تیرکال په لومړیوکې پریکړه وکړه تر څو د ټولو دارالحفاظونو د کاملالحفظ شاګردانوڅخه کلنی مشترک امتحان په هم مهاله ډول واخیستل شي تر څو له یوې خوا په دې سره استعدادونه وځلېږي او له بلې خوا د قرآن کریم د حفظ د ښه کیفیت اهتمام زیات شي نو هماغه ؤ چې په (۱۱) د رجب المرجب۱۴۳۵هـ ق کال په ټولو دارالحفاظونو کې دغه ازموینه تر سره شوه ، سمتونه او حوزې ورته تعيين شوې ، د هرې حوزې لپاره دوه دوه جیداو مجرب حافظان د ممتحنینو په توګه وټاکل شول د سوالونو او پوښتنوترتیب او نور مربوط معیارونه ورته په نښه شوي وو چې تقریباً د یوې هفتې په موده کې دغه امتحانونه واخیستل شول چې يوزر اويا (١٠٧٠) تنو کامل الحفظ حافظانو امتحان ورکړ، بيا د کميسيون لخوا د نتائجو د ترتيب څخه وروسته کاميابو حافظانو ته په زړه پورې سندونه توزيع کړى شول چې دغه یوه لویه لاسته راوړنه وه چې ټول دارالحفاظونه یې خپلوکاري مسؤلیتونو ته متوجه کړل او دغه لړۍبه نور ه هم د کیفیت په ښه والي سره پرمخ ځي .

۴-عصري تعلیمي ادارې :

الف : د عصري تعلیمي ادارو د مراقبت او نظارت په لړ کې او د دغو ادارو د زده کونکو دیني او تربیتياړخ ته د پام لرنې او سمونې په منظور سږکال په بیلابیلو ولایتونو کې د لېسو د دولسمو ټولګیو د زده کونکو ترمنځ د تقریري مسابقو په ترڅ کې تربیتي پروګرامونه جوړشول دغه پرګرامونه چې په ( میدان وردګو، ننګرهار ، پکتيا ، غزني ، کندز او داسې نورو) ولایتونوکې په مختلفو وختونو کې ترتیب شول لاندې ځانګړتیاوې یې درلودې .

۱  دغه تربیتي پروګرامونه د هرې ولسوالۍ په سطحه جوړ شول .

۲ د هرې لېسې څخه د دولسم ټولکي یو زده کونکي برخه پکې اخیسته او دا به هغه زده کونکی ؤ چې د خپلې مربوطه لیسې په سیالۍ کې به په لومړۍ درجهکې راغلی ؤ.

۳  د تقریر موضوع ورته سیرت النبی صلی الله علیه وسلم ټاکل شوې وه .

۴-د تقریرونو د ارزیابۍ او څیړنې لپاره د علماؤ او فني اشخاصو څخه هیئت ورته ټاکل شوی ؤ چې هم مهاله یې د دوی تقریرونه او ورسره ټول هغه معیارونه چې په ګوتهشوې وو ارزیابي کول او نمبرې یې ورکولې .

۵- په تقريري مقابله کې د کاميابۍ او د ښو نمبرو دحصول لپاره ورته لاندې څلور معيارونه ټاکل شوې وو :   ١- په موضوع کې انحصار او خروج د بحث نه نکول ، او د موضوع اثبات په دلائلو معتبروو سره. ٢ – په فصاحت او بلاغت سره تقرير کول د الفاظو صحت ، منطقي تسلسل او حُسنِ ابتداء او اختتام په پام کې نيول.   ٣ – په جرأت ، او جهوري صوت سره تقرير کول ، او په تقرير کې د سامعينو او ناظرينو توجه را جلبول. ٤ – د شريعت او نبوي سنتو مطابق هيئت او صورت لرل ، او د تقرير په جريان کې مناسب انداز خپلول او د نامناسبه حرکاتو څخه اجتناب کول .

۶  دغه پرګرامونه چې یوه ورځني وو په پای کې ښو نمبرو اخیستونکوته انعامات او جائزېورکول کېدې دغه پروګرامونه چې په نظر کې ده په راتلونکي کې په بیلا بیلودیني ، عقیدوي ، ادبي اواخلاقي موضوعاتو مشتمل وي په ډیروځایونوکې جوړشي ځکه لهیوې خواد مقررینو دتقریر کولواوخطابت په فن کېتجربه پخوي او له بلېخواد اوریدونکو اوکتونکو زده کونکو معلومات زیاتوي .

ب : د دغو عصري تعلیمي اداراتو د عمومي نظارت او مراقبت په لړکې سږکال هم د کمیسیون لخوا د ولایتي تعلېمي مسئولینواو هم د ولسوالیو د تعلیمي مسئولینو لخوا د دغو ټولو عصري تعلیمي ادارود نظا رت لړۍدوام درلود د دغو ادارو د څارنې لپاره د ځانګړې لائحېاو دستورالعمل په رڼاکې د دغوادارو عمومي پروګرامونه ، تعلیمي نصاب ، د استاذانو او زده کونکو کړه وړه ، مهال ویش او د حاضرۍ ضوابط او داسې نورېاړونده چارېپه ټولو ولایاتوکې و څیړل شوې د امنیتي شرائطو په پام کې نیولوسره پهمختلفوولایتونوکې غونډې او جلسې ترتیب او د علماؤ او د امارتد مسئولینو لخوا ورته لازم هدایات واورول شول او هغوی یې خپلودیني ، عقیدوي ، جهادي اواخلاقي مسئولیتونو ته متوجه کړل .

۵ پوهنتونونه او لوړې زده کړې :

الف : په دې هکله باید ووایم چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ادارې که څه هم په غټو ښارونو او د دښمن او غلامېادارې تر واک لاندې سیموکې دي خو د هغو سره زمونږ دوامداره اړیکې شته ، البته کړنې اواجراءات موله هغو سره د نورو تعلیمي اداراتو په پرتله توپیر لري کمیسیون ضروري او اړینه بولي چې د دغو اداراتو د اصلاح او بهبود لپاره هميشه جدي ګامونهواخلي ځکه د دغو لوړو زده کړو محصلین او زده کونکي زمونږد ملت هغه غړي دي چېد خپل تعلیم وروستۍ شیبې تیروي نوځکه کمیسیون داسلامی امارت د هدایاتواولارښونوپه رڼاکې د دغو اداراتو د استاذانواو زده کونکو سره د مختلفو لارو څخه خپل روابط او اړیکې په منظم ډول ساتي ، هغوی ته د اسلامي امارت د اسلامي ، سیاسي او جهادي پالیسیو په اړه وخت په وخت معلومات ورکوي او هغوی خپلو دیني ، ملي او علمي مسئولیتونو ته متوجه کوي ، د هغوی سره د ضرورت په وخت کې له نږدې لیدنې او کتنې تر سره کیږي ، هغوی ته د ارتباط وسائل او نور ضروري مواد په واک کې ورکول کیږي او په ټولو تعلیمي امورو کې د هغوی نیکې مشوری او وړاندیزونه منل کېږي.

ب : سږکال کله چې د کندهار پوهنتون یو شمیراستاذان او محصلین د ځینو ملحوظاتو په خاطرد کابل – کندهار پر لويه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د څو ورځو لپاره ستانه شول ، په پای کې د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمیسیون د ټاکلي هیئت لخوا هغوی ته د اسلامي امارت تعلیمي پاليسي واضحه او د دغو ادارو سره ښه نیت څرګند شو او هغوی وهڅول شول تر څو د دښمنپه تبلیغاتو غوږ ، ونه نيسي ، حقائقو ته دېمتوجه شي ، د اسلامي امارت په تعلیمي پالیسیو او حقانیت باید ځان و پوهوي ، بالمقابل هغوی همژمنه وکړه چېخپل اسلامي مسئولیت به ادا کوي او په خپلو مربوطه ادارو کې به اصلاحات راولي او اسلامي امارت سره به خپلې اړیکې ساتي ،که څه هم په دې ډله کې ځینو کسانوڅرګندېنیمګړتیاوې درلودې خو د اسلامي امارتد مهربانۍ له مخی او د هغوی علمي مسلک ته د درناوی په خاطرټول د خوښۍ په فضاء کې بيرته ازاد شول .

ج : د ښونې او روزنې او لوړو زده کړوکمیسیون په پام کې لري د دغو اداراتو سره د روابطو، د هغو دکړو وړواو فعالیتونو د نظارت او مراقبت او نورو مربوطه امورو لپاره یوه منظمه تګلاره او طرزالعمل جوړکړي چې د هغې په چوکاټ کې به دغه د اصلاح او نظارت لړۍنوره هم لا ښهمنظمه شي .

۶ د افتاء او د قضاء د تخصص اداره:

د افتاءاو د قضاء د تخصص اداره لکه څنګه چې مخکې یې د تأسیس او پرانستلو وعده شوې وه چې د اسلامي امارت د ښونې او روزنې او عالي تحصيلاتو کمیسیون تر إشراف لاندې به جوړیږي تر څو هغه فارغان چې د دیني مدارسو د یولسمې درجې (دورة الحدیث) څخه په اعلیٰ درجه سند تر لاسه کوي نو به د افتاءاود قضاء د تخصص د ادارېله لارې د افتاء او قضاء په برخه کې خپل تخصصي تحصیلات بشپړوي.

سږکال د الله جل جلالهپه مرسته د دغې ادارې په افتتاح کولو بریالي شوو د (١٤٣٥هـ ق ) کال د ذوالحجة الحرام د مياشتې په دريمه نېټه د شنبې ورځ یې افتتاح وشوه چې دغه تخصص به د دووکالو مودېلپاره وي ، ځانګړی نصاب ورته ترتیب شوی ، پنځه تنه استاذان چې درې یې د افتاء او دوه یې د قضاء په برخه کې تعلیم ورکوي ټاکل شوي او د ضرورت سره سم د پام وړ سهولتونه او اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي او کوښښ کوو دا ډول مرکزونه او ادارېد ضرورت په غوښتنه په دوه نورو ځایونوکې هم تأسیس او افتتاح کړو.

د يادونې وړ ده چې دغه ددوه کالو موده د هغو زده کوونکو لپاره ده چې ابتداءً افتاء او قضاء زده کوي ، البته د اسلامي امارت د برحاله قاضيانو لپاره به په همدې اداره کې لنډ مهاله درسونه او کورسونه جوړېږي چې ګروپ ګروپ به راځي خپلې زده کړې به بشپړوي او بيا به بيرته خپلو دندو ته ورستنېږي.

۷- د دارالایتامونو په برخه کې :

لکه چې خبر یاست د ښونې او روزنې او لوړو زده کړوکمیسیون تر ادارېلاندې مخکې دوه بابه دارالایتامونه موجود وو چې ښه معیاري نصاب او د تعلیم ،اخلاقو او تربیې منظم پروګرام د ټولو اسانتیاوو سره پکې عملي دي ، سږکال د یتیمانو د زیاتوالي او د هغوی د تعلیم او تربيې د ضرورت په خاطر دوه بابه نور دارالایتامونه هم د مخکنیودارالایتامونو د پروګرام مطابق تأسیس شول چې تر اوسه په لومړیو مراحلو کې دي او د داخلې شمېر یې ورځ په ورځ زیاتیږي ، ددې دارالایتامونو لپاره د درس او هستوګنېمناسب ځایونه اوغوره اعاشهاو نور ضرورتونهپه نظر کې نیول شوې دي ، ښه تجربه لرونکي ، مسلکي ،مُشفق ، مهربانه اوتقوى داره استاذان ورته مقررشوي دي ، چې د کمیسیون د علمي کمیټېلخوا جوړ شوی درې کلن نصاب او وروسته د ابتدائیه او متوسطه درجو پورې ښوونه ورته کیږي ، چې په مجموع کې په دې دارالایتامونو کې په سوونو یتیمان د لیلیه په ډول زده کړې کوي.

هو : تاسو په خپله پوښتنه کې د ستونزو يادونه وکړه   په دې اړه باید ووایم چې زمونږ اصلي ستونزه سخت امنیتی شرائط دي چې زموږ د دین او وطن د دښمنانو لخوا په نورو تهدیدونو سربیره زموږ تعلیمي ادارېهم په امن کې نه دي که مدرسه وي او که مکتب ، دارالحفاظ وي ، دارالايتام وي او که کلیوالي ښوونځي د دښمن لهویرې او خطر څخه بیغمه نه دي، هغوی زموږ په امورو کې ډیرې ستونزې راپیدا کړې دي او له بلې خوا زمونږ اقتصادي مشکلات او ستونزې هم پریمانه دي چې مونږ یوازې د ملت او دینداره او علم پالونکو مسلمانانو په مرسته دغه تعليمي بهیر روان ساتلی دی.

دوهمه پوښتنه : څرنګه چې تاسوته بهتره معلومه ده د کابل ګوډاګى رژیم او باداران یې همیشه دا تبلیغات په کار اچوي چې د افغانستان اسلامي امارت د معارف ضدکړنلاره لري ، د ښوونې اوروزنې لپاره هیڅ برنامه او پلان نلري ، مکتبونه سوځوي او معلمان وژني او تهدیدوي یې ، تاسې د دښمن د دغو تورونو او تبلیغاتو په وړاندې څه توضیحات لرۍ ، اوکه په دې باب په مختصرډول د اسلامي امارت د تعلیم او تربیېکمیسيون په عمومي تګلارې څه رڼا واچوئ ؟

ځواب : ستاسو ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې : د دښمن دا ډول تبلیغات د دوی هغه زړه اوله کاره لویدلې حربه او وسله ده چې غوښتل یې د هغې په زور ځینې هغه ذهنیتونه چې له حقائقوڅخه لیرې پاتې دي همداسې په ابهام کې وساتي او یاځینې خالي ذهنونه د اسلامي امارت په ضد راوپاروي خو زه فکر کوم چې اوس دا ډول پوچ تبلیغات هیڅ اثر نه لري ځکه اوس دننه او د باندې افکار د واقعیتونو په موندلو سره په دې قانع شوې دي چې اسلامي امارت هغه نظام دی چې د ټولنې د ضرورتونواو غوښتنو په سر کې یې ښونې او روزنې ته ځای ورکړى ، د تعلیمي پالیسیو د پرمخ بیولو لپاره یې با صلاحیته کمیسیون ټاکلی ،د کمیسیون د کاري صلاحیتونواو طرزالعمل لپاره یې تعلیمي لائحه جوړه کړې ده چې په دغه لائحه کې د اسلامی امارت تعلیمي پالیسي خورا څرګنده ده د نمونې په ډول د لائحې ځینو مادو ته چې د دا ډول تبلیغاتو پوره ځواب کېدی شي اشاره کوم :

پهپنځمه (۵)ماده کې راغلي (د تعلیم او تربیې عالي کمیسیون مکلف دی چې د اوسني عصر د ژوند د ضرورتونو د پوره کېدو په منظور د افغان مجاهد ولس د بچیانو لپاره د عصري علومو د تعلیمي ادارو یعنې مکتبونو د جوړلواو پاللو په منظور د امکاناتوپه تناسب جدي قدم واخلي).

په اتمه ( ۸)ماده کې راغلي دي (عالي کمیسیون مکلف دی چې د اولس بچیان د تشویق ،مهربانۍ او نیکې بلنې له لارې تعلیمي ادارو ته را و بولي ، زور زیاتی دې نه کوي .

په یواویایمه (۷۱)ماده کې راغلي (اسلامي امارت لاندې تعلیمي ادارې په نظر کې لري :

دیني لیلیه مدرسې ، دارالحفاظونه ،کلیوالي نهاریه مدرسې ، د دیني علومو د تخصص ادارې ،مکتبونه ، پوهنتونونه او دارالایتامونه).

په دواویایمه (۷۲)ماده کې راغلي (د پورته ذکر شویو تعلیمي اداروڅخه حق د اولیت د کلیوالي نهاریه مدرسواو مکتبونو دی).

د پورته څو مادو په نظر کې نیولو سره د اسلامي امارت تعلیمي کړنلاره پوره څرګندیږي نو هیچاته دا مجال نه پاتې کیږي چې د دښمن دغو پوچو او ړندو تبلیغاتو ته غوږ شي او د دښمن دا دعویٰچې ګویا اسلامي امارت مکتبونه سوځوي او معلمان وژني او تهدیدوي یې هم له واقعیت څخه ډیره لېرې ده ځکه اسلامي امارت د ټولو ملي شتمنیوساتنه د ځان فرض بولي او کړې یې ده.

په ټولو هغو ولایاتو کې چې زمونږ ښوونځي او مکاتب فعال دي لکه چې مخکې مو یاده کړه د نورو تعلیمي ادارو ترڅنګ د هغو پالنه او ساتنه کوي ، د ښوونځیود فعالیت لپاره یې د امن فضاء رامنځ ته کړې ، زمونږ لخوا ورته منظم پرګرامونه ورکول کیږي ، تفتیش او نظارت یې کیږي د دغو ادارو منسوبین که استاذان دي او که شاګران ټول زمونږخپل خلک او ددې ملت بچیان دي یو له بل سره مو پوره همکاري اواړیکې موجودې دي ، مطلب دا چې د دغو ادارو پالل هم اصولاً لکه چې د لائحې په مادو کې ذکر شول او هم عملاً لکه چې ټول خلک یې د سر په سترګو ویني زمونږ د کاري استقامتونوڅخه دي .

هو دا یهود اونصاریٰ او د هغوی لاسپوڅې اداره ده چې زمونږ د ملت ټول تعلېمي بنسټونه یې ونړول ، مسجدونه چې پر عبادت سربیره زمونږد ملت او هرې اسلامي ټولنې د تعلیم لومړني مرکزونه دي بمبارد یا وسوځول ، دینی مدرسې یېپه لومړي قدم کې تخریب کړې ، استاذان یې په شهادت ورسول آن تر دې چې ښوونځي او مکاتب چې د عصري علومو د زده کړې ځایونه دي او دوی یې په تبلیغاتو کې د فعالولوډنډورې غږوي هم د خپلو شومو هدفونو لپاره تخریب او یا وتړل ،جنګي اډېیې ورنه جوړې کړې ، پوستې یېپکې فعالې کړې او یا یې هم د مجاهدینو په مخکې د سپر (ډال) په توګه استعمال کړې ، د دغو عصري تعلیمي ادارو او مکاتبو استاذان او معلمین یې هم په شهادت ورسول ، بندیان یې کړل او هر وخت د دوی لخوا د تهدید سره مخامخ دي ، د دغو عصري تعليمي ادارو ډير زيات شاګردان يې په ډيره بې رحمۍ او بې باکۍ سره په شهادت رسولي او ګڼ شمېر يې زخميان کړې دي ، د داسې جنایتونو او تعلیمي ضد کړنو ژوندي مثالونه له هیچا څخه پټ نه دي ، ددغو عصري ادارو د استاذانو او شاګردانو د شهادتونو او جراحتونو د پوره لست ذکر کولو ګنجایش دلته نشته خومونږ به دنمونې په ډول دځینو څخه یادونه وکړو.

۱:   دمیدان وردګو ولایت د جلریزو ولسوالي :

د زیولات د لیسېيو متعلم سږ کال د رمضان المبارک په اوویشتمه (۲۷)نېټه داربکیانو لخوا په شهادت ورسید او بل متعلم د اسد دمیاشتېپه پنځه ویشتمه (۲۵)نېټه زخمي او یوه سترګه یې له منځه لاړه او هم د حضرت ابوبکر رضى الله عنه دمتوسطېدوه شاګردان په(۱۵\۶\۱۳۹۳هـ ش) او داسماعیل خیلو دمتوسطېيو شاګرد زخمي کړل شول .

۲: میدان ښار مرکز :

دخالد بن ولید دلیسې دوه شاګردان په (۳۰\۵\۱۳۹۳هـ ش) په ډرون حمله کی په شهادت ورسیدل .

۳: دچک ولسوالي :

سر معلم خلیل الرحمن دحاحي محمد ولي زوی د سیبکی دبارګزی دکلي اوسیدونکی دکریم شهید دلیسې استاذ او ورسره یې زوی عصمت الله دهمدغې لیسې دلسم ټولګي زده کوونکى دیرغلګرو دچاپې پر مهال په خپل کور کې په شهادت ورسیدل، همدارنګه دچک دبمبایي دعمر فاروق رضى الله عنه دلیسېپنځه شاګردان په ډرون حملو کې په شهادت ورسیدل او همدغه لیسه دوه ځله دبې رحمه او علم دښمنه ملیشو لخوا تر هدف لاندې نیول شوې چې پنځه نفره شاګردان پکې زخمیان او بیا یو پکې شهید شو، دانبوخاک دلیسې دنهم ټولګي زده کوونکی ، دمداد دکلييواوسیدونکی د انستيتیوت شاګرد ، د شیخ یاسین دلیسی داتم ټولګی زده کوونکی ، دلنګر دلیسېزده کوونکی، او د کریم شهید دلیسې زده کوونکی ددغو وحشي ملیشو لخوا په شهادت ورسول شول .

۴:دجلګې ولسوالي :

دمیرانو دلیسې مدیرپه (۱۷\۴\۱۳۹۳هـ ش) چې کله د څلور نیم میاشتني امتحان څخه راګرځیدلىؤ په لاره کې ددغو ملیشو لخوا وویشتل شو او په شهادت ورسید او دیولسم ټولګي يو زده کوونکی هم ددوی لخوا وویشتل شو او شهید شواو دمیرانو دکلي ددریم ټولګي زده کوونکی په (۲۹\۶\۱۳۹۳هـ ش) په نارنجک باندې شهید شو .

۵: د جغتو ولسوالي :

دلالکې دکلي اوسیدونکی د امامابوحنیفهرحمه الله دلیسې دنهم ټولګي زده کوونکی په (۱\۶\۱۳۹۳هـ ش) او د ملاحافظ دکلي اوسیدونکی دمنګلیو دلیسې زده کوونکی په (۱۱\۶\۱۳۹۳هـ ش)په ډرون حملو کې په شهادت ورسیدل او د ګنده قول دکلي اوسیدونکی دهمدغې کليدلیسې ددولسم ټولګي زده کوونکی په (۱۲\۷\۱۳۹۳هـ ش) په ډرون حمله کې زخمي شو.

۶:   دسیداباد ولسوالي :

په دغه ولسوالۍ کېيواځې سږ کال ټول څلورويشت (٢٤) نفره د بیلا بیلو لیسوشاګردان په مختلفو تاریخونو کې په شهادت رسیدلي او دیارلس نفره زخمیان شوي دي چې د ټولو نومونه او ادرسونه زمونږ په کميسيون کې موجود دي او دليسو د نومونو او دشهادت او جراحت د تاريخونو په لحاظ په لاندې ډول دي :

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۳\۷\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسېشاګرد ، د شهادت نېټه (۱۵\۴\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۱۱\۴\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۲۰\۱\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۲۰\۲\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۱۰\۵\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۵\۳\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۵\۳\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دليسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۱۵\۳\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسېشاګرد ، د شهادت نېټه (۱۵\۳\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۲۸\۴\۱۳۹۳هـ ش)

د عمر ولی دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۵\۶\۱۳۹۳هـ ش)

د عمر ولي دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۵\۶\۱۳۹۳هـ ش)

دعمر ولی دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۱۵\۴\۱۳۹۳هـ ش)

دعمر ولي دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۲۰\۴\۱۳۹۳هـ ش)

د باغک دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۱۵\۴\۱۳۹۳هـ ش)

دباغک دلیسې شاګرد ، د شهادت نېټه (۱۵\۴\۱۳۹۳هـ ش)

دکندهار دپوهنتون محصلد شهادت نېټه (۱۰\۵\۱۳۹۳هـ ش)

دباغک دلیسی شاګرد ، د شهادت نېټه (۲۰\۸\۱۳۹۳هـ ش)

دنور المشایخ د لیسېشاګرد ، د شهادت نېټه (۱۰\۶\۱۳۹۳هـ ش)

د اوخی دلیسې شاګرد .

او درې تنه نور د انصارالمؤمنين د ليسې شاګردان

او لاندې شاګردان زخمیان شوي دي :

دعمرولی دلیسې زده کوونکی .

دعمر ولی دلیسې زده کوونکى ، د زخمي کېدو نېټه (۱۰\۷\۱۳۹۳هـ ش)

دچک دانستيتیوت زده کوونکی .

دخالد بن ولید دلیسې زده کوونکی، د زخمي کېدو نېټه (۸\۷\۱۳۹۳هـ ش)

دخالد بن ولید دلیسې زده کوونکی .

دخالد بن ولید دلیسې زده کوونکی .

دخالد بن ولید دلیسې زده کوونکى ، د زخمي کېدو نېټه (۱۰\۷\۱۳۹۳هـ ش)

د خالد بن ولید دلیسې زده کوونکی .

د باغک دلیسې زده کوونکی .

دانخی دلیسې زده کوونکی .

دانصار المؤمنین دلیسې زده کوونکی .

دانصار المؤمنین دلیسې زده کوونکی .

دننګرهار دپوهنتون محصل.

په پېښور کې د شهاب الدين غوري د معهد څخه فارغ شوى زده کوونکى.

او د پوهنتونونو هغه محصلين او فارغين چې د صليبي يرغلګرو او دهغوى د ګوډاګيانو لخوا په شهادت رسول شوي دي

يو شمېر يې د نمونې په توګه ذکر کوو:

د خوست پوهنتون د ډاکټرۍ د پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د مرکز اوسيدونکى .

د خوست پوهنتون د تعليم او تربيې د پوهنځي محصل ، د کندز ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د خوست پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصل ، د ميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ اوسيدونکى.

د خوست پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د جانيخيلوولسوالۍ اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل ، دلوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د تعليم او تربيې د پوهنځي محصل ، د لوګر ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل ، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل ، د لوګر ولايت د مرکز اوسيدونکى .

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصل ، د لوګر ولايت د پاتخواب اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصل ، د کابل ولايت اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د زراعت د پوهنځي محصل ، د لغمان ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د زراعت پوهنځي محصل ، د ننګرهار ولايت اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د ډاکټرۍ د پوهنځي محصل ، د ميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د تعليم او تربيې د پوهنځي محصل ، د ننګرهار ولايت اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د تعليم او تربيې د پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجنرۍ پوهنځي محصل ، د لوګر ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د ننګرهار پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل ، د خوست ولايت د يعقوبۍ ولسوالۍ اوسيدونکى.

د پکتيا پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د مرکز اوسيدونکى.

د پکتيا پوهنتون د ډاکټرۍ د پوهنځي محصل ، د پکتيا ولايت د مرکز اوسيدونکى.

دپکتيا پوهنتون د انجينرۍ د پوهنځي محصل ، د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ اوسيدونکى.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصل ، د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ اوسيدونکى.

درېيمه پوښتنه : د کابل رژیم د معارف چارواکي په ډیر شداومد دعویٰ لري چې د معارف لپاره یې زیات کارکړی ، معیاري تعلیمي نصاب یې جوړکړی ، په میلونو هغه شاګردان چې له زدکړو بې برخې وو هغوی ته يې د عملي ښوونې او روزنې لپاره زمینه سازي کړې ، مکتبونه یې ورته جوړکړي ، درسي کتابونه یې ورته رسولي دي ، تاسې د دغو دعوو اوغورو په باب څه تبصره لرئ ؟

ځواب : هو رښتیا هم د کابل چارواکي چې کله د (۱٣) کلونولاسته راوړنې نړۍ والوته وړاندې کوي نوهمداخبره یې په سرکې ځای لري چې ګویا مکتبونه جوړشوي ، شاګردان ورته جذب شوي ،او نصاب مو ورته رسولی او….) خو مونږ وایوچې لومړی باید د هغوی څخه پوښتنه وشي چې هغه په ملیاردونو ډالره چې یوازې د معارف په نامه له نړۍ والوڅخه اخیستل شوي د دوی د موجوده کړنوسره انډول کېدی شي ؟او نړۍ والو ته هم وایو چې آیا د هغوی مرستوکوم ځای نیولی دی؟ حقیقت دا دی چې هغوی یوازې په مرکزي سیموکې او د ځینو ولایتونو په يو څو اطرافي سیموکې مکتبونه پرانیستي دي هغه هم په ډيرو محدودو امکاناتو ، د هيواد زیاتره کلیوالي سیمې خو له دغو مرستوڅخه بيخي بې برخې پاتې دي .

ددوی د معارف اداره په ټولو ولایتونوکې د مکتبونو او ښونځیو د فعالولو دعوه لري او نړۍ والو ته ښیي چې ګویا ښوونځي فعال دي خو په حقیقت کې هلته نه ښونځي شته او نه کومه اداره ، نه کتاب شته اونه شاګرد. هسې د کاغذ پرمخ یې خپله شمیره پوره کړې تر څو له نړۍ والو څخه ډالر پرې راجلب کړي او خپل جیبونه پرې ډک کړي .

څلورمهپوښتنه : ډیرځله اوریدل شوي چې د کابل رژیم په تعلیمي نصاب کې یو لړ داسې مواد درج او ځای پرځای شوي چې دیني معتقداتو، جهادي ارزښتونواوافغاني غرور ته پکې توهین شوی ، تاسې دغسې کوم صریح اسلام ضد ټکي لیدلي او د هغو د تشخیص لپاره موکوم علمي پلاوی ټاکلی ؟

ځواب : د ښونې او روزنې او لوړو زده کړوکمیسیون د دوی د نصاب د کتنې او نظارت لپاره د دیني علماؤ او مسلکي کسانو یوه کمیټه و ټاکله تر څو د دوی نصاب وګوري او کمیسیون ته خپل راپور برابر کړي هماغه ؤ چې نوموړې کمیټې د ښونځیو ټول نصاب له اول ټولګي څخه نیولې بیا تر دولسم ټولګي پورې تر مطالعې لاندې ونیوو، محتویٰ او مضامین یې مطالعه کړل په نتیجه کې څرګنده شوه چې ځینې ښکاره شرعي ، جهادي او افغاني ضد نیمګړتیاوې یې درلودې چې په لاندې ډول ورته اشاره کولی شو.

۱  په ټول نصاب کې په شعوري ډول کوښښشوی دی تر څو د جهاد کلمه ، مضمون او حکم پکې ذکر نه شي .

۲  په نصاب کې د (قتل ناحق ، جنګ وغيره) تر عنوانو لاندې زیارایستلشوی تر څو جهاد هم د جنګ په معنی تعبیرکړي او ترمنځ یې هیڅ توپیر نه دی کړی .

۳ د (صلح ) ترعنوان لاندې مضامین لیکل شوي او د صلح طرف ته تشویق او ترغیب بیان شوی خو دا توپیر ندى شوى چې صلح د چاسره او په کوموشرائطوکې او څوک به یې کوي ؟

۴ د (تروریزم) ترعنوان لاندې مضامین لیکل شوي خو حقیقت یې ندی بیان شوى چې تروریست څوک دی ؟

۵ د (بشر دوستۍ او انسان دوستۍ ) یا (تساوي حقوق) تر عنوانو لاندې مضامین راغلي او شاګردان یې د انسانانو له یو بل سره دوستۍ ته هڅولي او داسې یې ښوولي چې انسانان په ټولوحقوقوکې سره یوشان دي د کافر او مسلمان توپیر یې د دوستۍ په حدودوکې ندى کړى .

۶ د موسیقۍ او لهو لعب لوري ته تر مختلفو عنوانو لاندې شاګردان هڅول شوي دي تر څو موسیقي زده کړي .

۷ د ښځو د آزادۍ لپاره یې کوښښکړی دی تر څو ښځې د ژوندپه ټولو چارو کې د نارینه ووسره یو ځای کار وکړي دسَتَرْ او حجاب مسئله یې له منځه وړې ده .

۸ د (جرګې) تر عنوان لاندې یې افغاني دود او غرور ته ښکاره توهین اوسپکاوی کړی ، هغه فرمایشي جرګېچې لاسپوڅې ادارې ته یې جواز ورکړی یا یې د پردیو مداخلې ته قانونیت ورکړی دا یېد افغانستان نمائنده جرګېبللي .

۹ په نصاب کې ډیر ځله د غیرافغاني او کفري نړۍ مشهورو څیروڅخه ډیره یادونه شوې او په ډیر افتخار یې د هغوی تاریخ ته کتنه کړې ده .

۱۰  د مېرمنو بې حجابه تصاویرځای په ځای پکې درج شوي دي چې اخلاقي مفاسدو ته لمن وهل اوهڅونه ده او داسی نور……

خو د دې ټولوسربیره درې نور مضمونونه (کتابونه )

لکه : ۱- د ژوند مهارتونه ۲- مدني زده کړې ۳ – فرهنګ ، دغه کتابونه له سره تر پایه د تعلیمي لړۍسره سمون نه لري او بې ځایه مزخرفات پکې لیکل شوي چې له اصیل سوچه تعليمي نصاب سره بیخي اړخ نه لګوي .

نوموړيپلاوي پورتنۍ نیمګړتیاوې او خُرافات په ګوته کړل د هر ټولګي کتاب ، او دکتاب د صفحې په حواله یې یو فهرست (لړلیک) تیارکړ او کمیسیون ته یېوسپاره چې بیا د کمیسیون لخواد لازمو هدایاتو،اصلاحاتواو لارښونوسره یوځای د هرولایت تعلیمي مسئول ته وسپارل شوچې د هر ښوونځي ادارې ته يو يو نقل وسپاري او بيا دغه اصلاحات عملاً تعقیب او وڅاري او د ښونځیواستاذان او مسئولین ورته جدي متوجه کړي تر څو زمونږ راتلونکی نسل او اولادونه په داسې مرموزواو غولوونکو ویناووبې لارې نه شي ، دغه راز اوس هم کله چې نوي کتابونه چاپيږي د کمیسیون لخواکتل کیږي اوهم مهاله د ښوونځیوادارو ته خبر ورکول کیږي.

پنځمه پوښتنه : ددښمن دزهرجنوتبلیغاتو یومهم ټکی دا دی چې اسلامي امارت صرف د دیني علومو پراختیا او تعلیم ته زیات پام اړولی او یایې اړوي ، د عصري علومو برخې ته کما حقه توجه نکوي ، په دې هکله که څه معلومات راکړئ ؟

ځواب : ستاسو ددې پوښتنې ځواب د دوهمې پوښتنې په ځواب کې څرګند دی چې مونږعصري علومو ته په خپلوتعلیمي پالیسیواو پرګرامونو کې پوره او کما حقه توجه کړې ده ، د تعلیمي لائحې ځینې مادېمونږد تعلیمي تګلارې په توګه هلته ذکر کړې چې پوره وضاحت پکې موجود دی.

هو دیني علوم چې زمونږاو د هرې اسلامي ټولنې د عقیدې او ژوند بنسټ جوړوي دا د هر مسلمان او اسلامي اُمت دنده ده چې لومړی د دیني علومو پر مټ د ټولنې ټول دیني ، عقیدوي او اخلاقي اړخونه اصلاح وروسته بیا د عصري او معاشرتي علومو په مرسته د ټولنې مادي ترقي تر لاسه کړي ، غرض دا چې مونږ دواړو طرفونو ته بشپړهتوجه کړې او د خپلو امکاناتو په ساحه کې یې پالنه کوو.

شپږمه پوښتنه : په داسې حال کې چې یرغلګر او نړیوال استکبار تنها د افغانستان د خاورې ، ولس او ملي شتمنیو په اشغال او لوټ پسې مټې نديبډ وهلي ، بلکې مهمه ارزو یې دا ده چې نوی نسل په غربي روحیه و روزي ، فکر او ذهن یې له اسلام سره په واټن او بې تفاوتۍ کې و غورځوي ، ستاسې په فکر افغان ولس باید خپلو اولادونو ته څومره متوجه او د دښمن دغو دسایسو ته ځیرو وسي ؟

ځواب : رښتیا هم چې نړیوال یرغلګر په ځانګړې توګه یهوداونصاریٰ چې د اسلاماو مسلمانانو شعوري دښمنان دي او دښمني یې هم د دین او مذهب په اړه ده نوځکه تر هر څه مخکې دوی غواړي چې زمونږراتلونکی نسل له خپل دین څخه بې خبروساتي او یا یې منحرف او په غربي روحیه و روزي او دوی ددې هدف او موخېلپاره ښونځي او تعليمي ادارې د دعوت او جلب او جذب مناسب مرکزونه بولي ، زمونږافغان مسلمان ملت باید ډیر دقيق متوجه وي په ځانګړې توګه هغو ښوونځيو او تعلیمي ادارو ته چې د غلامې ادارې د واک لاندې سیمو کې دي ، کله چې څوک خپل زوی او ورور دغو ادارو ته لیږي دغه څومهمې نکتې باید په پام کې ولري :

۱    د ښوونځي معلومات وکړي چې اداره یې د چا په لاس کې ده ؟ افغانان دي اوکه بهرنیان ؟

۲  په ښوونځي کې کوم نصاب ویل کیږي ؟

۳  د ښوونځي استاذان څوک دي؟ آیا افغاني مسلمانان دي او که غرب مزاجه او غربي دعوتګراو يا پخواني کمونستان ؟

او هم باید د خپلو اولادونو له کوره تر ښوونځي او له ښوونځي تر کوره پوره پوره نظارت او مراقبت وکړي تر څو د دغو خبیثواو معاندو دښمنانو دغولونکو پلانونوښکار نه شي.

اوومه پوښتنه : د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د موجودو تعلیمي ادارو او محصلینو سره مو اړیکې څرنګه دي؟

ځواب :د ولایتونواو ولسوالیو په مرکزونوکې چې کومې تعليمي ادارې دي زمونږ د ولایتي او ولسوالیو د تعليمي مسئولینو لخوا د هغوی سره د ځانګړو مقرراتو په چوکاټ کې رابطې او اړیکې شتون لري ، د استاذانو او شاګردانو سره لیدل او کتل کیږي ، د هغوی پروګرامونه تر نظارت لاندې نیول کیږي او زمونږ لخوا خپل اصلاحی پرګرامونه هغوی ته ورکول کېږي اوهغوی یی دوخت اوځای د شرائطوسره سم عملي کویي حتی که څوک سرغړونه وکړي اوضرورت ولیدلشي هغه اداره بندولی هم شو.

اتمه پوښتنه : د لوړو زده کړو په برخه کي چي مسئولیت یې ستاسو ادارې پورې اړه لري تاسو کوم کارونه ترسره کړي او دراتلونکي لپاره ورته کوم پلان لرئ.؟

ځواب : د دې موضوع په اړه مو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې په پنځمه (٥) ګڼه کې څه توضیحات درکړل خو بیا هم د یادونې وړ بولو چې لوړې زده کړې هم په موجوده شرائطوکې زمونږد کمیسیون په کاري استقامتونو کې راځي نو لهذاکمیسیون خپله دنده بولي چې د لوړو زده کړو د اصلاح او پرمختګ لپاره جدي قدمونه واخلي او وده ورکړي خوڅرنګه چې له یوې خوا جهادي شرائط دي او له بلې خوا دغه ادارې په غټو ښارونو او د دښمن تر واک لاندې سيمو کې دي نو د هغوی سره زمونږروابط تر ځانګړو اصولواو مقرراتولاندې تنظیم او پر مخ بیول کیږي ، د دغو ادارو سره د روابطو او پکې د کار کولو لپاره اوس پر یوه تګ لاره او طرزالعمل باندې هم کار کیږي تر څو د هغې په رڼاکې د لوړو زده کړوسره ټولې تړلې چارې نورې هم په اسلامي او اصولي معیارونو تنظیم او برابرې شي ، د اوس لپاره د دغو ادارود مسئولینو، استاذانو او محصلینو سره زمونږاړیکې شتهاود بیلابیلو وسائلو او طریقو له لارې د هغوی د چارو نظارت کوو او په مناسبو او ضروري حالاتو کې د خپلو ټاکلومسئولینوله لارې ورسره لیدل اوکتل کوو، داسلامي امارت تعلیمي پاليسۍ د خپلوځانګړو لاروڅخه وخت په وخت ورته رسوو،د دوی ضرورتونه لکه د اړیکو وسائل او نور د دوی په واک کې ورکوواو د دغو تحصيلي مؤسساتو او ادارو محترم استاذان او مجاهدشاګردان زمونږسره پوره همکاري لري اوخپل تصاميم او مشورې مونږسره شریکوي .

نهمه پوښتنه : د اشغال په تیرو دیارلسو (١٣) کلونو کې چې کوم مجاهدین شهیدان شوي او بچیان یې بې سرپرسته پاته شوي د هغوى د تعلیم او تربیې او زده کړو د ترلاسه کولو لپاره مو تر اوسه پورې څه کړي؟

ځواب : د ټولو بې سرپرسته او بې وزله یتیمانو لپاره لکه چې خبر یاست مونږ مخکې دوه دارالایتامونه درلودل چې د دوه سوه او پنځوسو (۲٥٠) په شاوخوا کې یتمیانو پکې زده کړه کوله خو څرنګه چې د یتیمانو شمیر زیات وو او د ملک جهادي شرائطو ته په پام سره ورځ په ورځ دغه شمېره مخپه زیاتیدو وه نو ځکه د نورو دارالایتامونو د جوړیدو ضرورت ولیدل شو، زمونږ کمیسیون د اسلامي امارت د هدایت سره سم دوه نور دارالایتامونه په سږ کال کې د نوي تعلیمي کال د پیل څخه افتتاح کړل د دغو دارالایتامونو د تعلیمي کیفیت او څرنګوالي په اړه به ستاسو د معلوماتو لپاره څه توضیحات درکړم :

۱:  د دوی ټوله تعلیمي او د زده کړې دوره پنځه کاله ده درې کاله ابتدائي او تمهیدي صنفونه دي څلورم کال کې ابتدائیه او په پنځم کال کې متوسطه درجه ورته ویل کیږي .

۲:  د درې کالو ابتدائي صنفونو لپاره یو په زړه پورې معیاري نصاب د کمیسیون د علميکمیټې د علماؤ او مسلکي کسانو لخوا جوړ شوی دی هغه ورته په دغه درې کلونو کې تدریس کیږي ، په دغه نصاب کې قاعده ، قرآن کریم ، تعلیم الاسلام ، سیرت النبی صلى الله عليه وسلم ، ریاضي ،نبوياحادیث ،پښتو او خط شامل دی .

۳: دوی ته هره ورځ په منظم ډول په ټاکلو وختونو کې د ورځني مهال ویش سره سم تربیه او د اخلاقو په اړه توصیه کیږي .

۴: د نظافت او پاکۍ اهتمام یې په پوره ډول سره کیږي .

۵: د شپې د تیرولو ټول سهولتونه او اسانتیاوې لکه اعاشه ، بستره او نور لوازم ورته برابر دي.

۶:  ښه تقوى داره ، مُشفق ، مهربانه او مسلکي استاذان ورته ټاکل شوي دي چې په درسي پروګرامونو برسیره یې په شپه او ورځ کې نظارت او څارنه کوي .

۷:  د جامو، لباس او پایزار اهتمام یې په داوړو اخترونو او نورو وختونو کې د کمیسیون لخوا کیږي.

۸:  په رخصتیو کې د کور د تګ لپاره ترانسپورتيکرایه او خرچه ورکول کیږي او هم کله کله ورسره په کافي مقدار کې کومک هم کېږي .

لسمه پوښتنه : زموږ د معلوماتو له مخې د هیواد په اکثرو اطرافي سیمو کې چې د تعلیم او تربیې کومې ښوونځۍ فعالې دي استاذان یې یوازې د مساجدو امامان دي ، چې یوازې دیني مضامین شاګردانو ته وایي د نورو عصري مضامینو لپاره په ښوونځیو کې مسلکي استاذان نلري ، ددې تشې د ډکولو لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب : په دې اړه باید ووایم چې په ټولو هغو ولایاتو کې چې ښوونځي موجود دي په هغو کې په کافي شمیر کې مسلکي استاذان موجود دي البته یو شمیر دیني علماء مونږ په دغو ادارو کې د ځینو دیني مضامینو لپاره لکه قرآن کریم ، دینیات ، تعلیم الاسلام ، تفسیر، حدیث ، میراث ، عقائد او فقهې لپاره چې د نصاب مهمه برخه جوړوی د ضرورت په اندازه ټاکلي دي او نور مضامین د مسلکي استاذانو لخوا تدریس کیږي ، بیا هم که د کمیت یا کیفیت په لحاظ په ځینو ځایونو کې کومه نیمګړتیا موجوده وي په راتلونکي کې غواړو زمونږ د هغو نویو ځوانانو په ټاکلو سره چې له خپلو زده کړو فراغت تر لاسه کوي د مسلک سره سم د اسلامي معیارونو په نظر کې نیولو سره دغه تشه ډکه کړو .

يوولسمه پوښتنه : د تعلیم او تربیې د کمیسیون له لوري د کلیوالي ښوونځیو لپاره په یوه خاص نصاب کار روان ؤ،چې کار یې اوس په کوم پړاو کې ده او که راته ووایاست څه وخت به د استفادې وړوګرځي؟

ځواب :دکلیوالي مدارسو او ښوونځیو لپاره چې په کوم نصاب کار روان ؤ الحمدلله د هغه کار پای ته رسیدلی دمضامینوکمپوز او ترتیب یې بشپړ شوی دی خو سمدستي د وروستۍ کتنې لپاره علماؤ او شیوخو ته سپارل شوی دی تر څو د دوی له کتنې او پوره سمونې وروسته چاپ شي امید لرو چې د راتلونکي ۱۳۹۴هـ ش کال لپاره به ګټې اخیستلو ته تیار شي.

دولسمه پوښتنه : دښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمیسیون لخوا د مدارسو لپاره یو نصاب ترتیب شوی دی چې ټول مدارس یې په عمليکولو مکلف شوي دي دځینو په باور اوس هم په دغه نصاب کې د پخوانیو مروجو فنونو لکه حکمت ، فلسفې او منطق دکتابونو غوښنه ونډه شته په داسې حال کې چې د وخت ضرورت اوس دیني او عقیدوي مسائلو او هم دنوي حکمت، ساینس ، ټکنالوجۍ اوطب خواته ډیر دی چې باید حالاتو ته په کتو سره طالبان دنوي شرائطو او ستونزو په مقابل کې وروزل شي نو په دغه نصاب کې دغو ضرورتونو ته څومره توجه شوې او دپخوا په پرتله څومره نوښت پکې راغلی دی ؟

ځواب : په دې اړه باید ووایم چې په حقیقت کې دمدارسو لپاره دیومنظم نصاب دترتیبولو او جوړولو اصلي سبب او علت همدغه د وخت ضرورتونه وو اوورسره په څنګ کې دټولو مدارسو په درسي نظام کې توحید ، یووالی او نظم راوستل هم وو ، ځینې هغه نوښتونه او ځانګړتیاوې چې په دغه نصاب کې رعایت شوي دي غواړم په لنډ ډوليې تاسې ته وړاندې کړم :

۱: دقرآن کریم دمشق ، تجوید ، ترجمې او تفسیر لپاره په منظم ډول په تدریج سره درجې ټاکل شوي دي مثلاً : په ابتدائيه ، متوسطه ، اولیٰاو ثانيهدرجو کې مشق ، او تجويد او په خامسه ،سادسه او سابعه درجو کې یې ترجمه پای ته رسیږي او په تاسعه او عاشره درجو کې یې تفسیر ویل کیږي .

۲:حدیث شریف په اولی درجه کې پیل کیږي او بیا د څلورمې درجې څخه تر یوولسمې درجې پورې په هره درجه کې داصول الحدیث سره یو ځای پرلپسې ویل کیږي .

۳: فقه او اصول الفقه د ابتدائیه درجېڅخه پیل بیا ترثامنه درجې پورې مسلسل په هر ه درجه کې ویل کیږي او بیا په عاشره درجه کې دوړې دورېپه لړ کې پای ته رسیږي .

۴: عقائد په ثالثه درجه کې، وروسته بیا په سابعهاو تاسعه درجو کې ویل کیږي .

۵: د طب د زده کړې لپاره په تاسعه درجه کې اهتمام شوی تر څو ضروري علم الطب هم حاصل کړي .

۶: تاریخ په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ کتابونه هم په نصاب کې په مسلسل ډول په درجو کې ویشل شوي دي لکه په څلورمه ، پنځمه او اوومه درجه کې .

په همدې ترتیب د علم ادب ، اخلاق ،عروض او خط او انشاء اهتمام په نصاب کې شوی چې دغه دنصاب او درجو ترتیب دکمیت او کیفیت په لحاظ د پخوا په پرتله ډیر برابر او مؤثر دی او دحکمت او منطق کوم کتابونه چې په نصاب کې ځای شوي دي یو خو د علمي اصطلاحاتو لپاره ګټور دي او د استعداد لوړوالى او د استدلال قوت ورسره پيدا کېږي او بل ددغو کتابونو سره له پخوا څخه زمونږ علماء او طالبان دخپلې علمي سلسلېد پرمخبیولو لپاره عادت شوي دي او تر اوسه یې دغه لړۍ په بریالیتوب سره تر دې ځایه رارسولې ده.

خو بیا هم دغه نصاب ته وخت په وخت کتنه کېږي سږ کال مونږ دعلماؤ ، د مدارسو د شيوخو او استاذانو نظریات راټول کړي دي پر هغو کار روان دی چې سره توحید او تنظیم شي بیا به په پاى کې د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو علمي بورډ ته وړاندې کېږي ، چې ددغه تجديد نظر په نتيجه کې به په نصاب کې مناسب تعديل او تغيير رامنځ ته شي او دغه دبیا بیا کتنې سلسله به وخت پر وخت روانه وي تر څو دکمیت او کیفیت په لحاظ دوخت د غوښتنو سره سم لا ښه ګټور او په زړه پورې نصاب ولرو   انشاءالله .

ديارلسمه پوښتنه : په پای کې که تاسو د اسلامي امارت د تعلیم ، تر بیې او لوړو زده کړو د کمیسیون د مشر په حیث خپل ولس ، د مدارسو ، مکاتبو استاذانو او زده کونکو ته څه پیغام لرۍ مهر باني وکړئ .

ځواب : لومړی ستاسو څخه مننه کوم چې ما ته مو دا فرصت راکړ تر څو دخپل ولس ، د ټولو تعلیمي ادارو مسئولینو ،منسوبینو ،استاذانو او شاګردانوسره خپلې هیلې شریکې کړم: د افغانستان اسلامي امارت د تعلیمي ارګان د مشر او مسئول په توګهمې لومړی له خپل ولس څخه دا هیله ده چې خپلو اولادونو، وروڼو او د ملت ټولو بچیانو ته په ځانګړې توګه هغو ټولو بې سرپرسته یتیمانو ته چې پالنه یې د هر مسلمان فریضه ده د تعلیم زمینه برابره او خپلو نږدې تعلیمي ادارو ته واستوي ، په دې اړه دې غفلت او بی پروایي نکوي ، د مربوطه تعلیمي ادارو څارنه دې کوي ، په ځانګړې توګه د هغو تعلیمي ادارو چې د یرغلګرو او دهغوى د لاسپوڅې ادارې تر واک لاندې سیمو کې دي تر څو خپل اولادونه له عقیدوي او اخلاقي انحراف څخه وساتي .

د تعلیمي اداراتو له استاذانو او مسئولینو څخه هیله لرم تر څو خپل اسلامي ، جهادي او افغاني مسئولیت په سمه توګه اداء کړي ، دغه د ملت بچیان چې ستاسو په اداراتو کې زده کړې کوي یو لوی اسلامي امانت وګڼئ ، د دوی سالمه ښوونه او روزنه او د هر ډول عقیدوي او اخلاقي انحراف او بې لارې توب څخه د دوی ساتنه ستاسو مسئولیت دى ، تاسو داستاذانوپه حیث په اسلام کې د یو لوی مقام څخه برخمن یاستهیله ده چې خپل مقام ته د درناوي په خاطر اسلامي ټولنې ته د سترخدمت مصدر وګرځى .

او زده کوونکو ته زما داپیغام دی چې خپلو زده کړو ته متوجه و وسي ، د مسلمانو نيکو استاذانو څخه خپلې زده کړې وکړي ، پر مسلکي زده کړو سربیره خپلې عقیدې او اخلاقو ته ډيره پاملرنه وکړي ، د راتلونکي یوې پاکې اسلامي ټولنې د جوړولو په فکر کې و وسي ، بې ځایه هوسونه او غوښتنې پریږدي او هیڅکله خپل قیمتي وختونه ضائع نکړي