افغانستان د2021 زېږديز کال جولائ په مياشت کې

احمد فارسی يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی ——————————– د ۲۰۲۱م زېږديز کال […]

احمد فارسی

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی

——————————–

د ۲۰۲۱م زېږديز کال جولائ مياشتې هم د تېرې جون مياشتې په څېر د ولسواليو او د دښمن د نظامي مرکزونو فتوحات له ځان سره لرل، د جولائ مياشتې په اوږدو کې هم ډلې ډلې د دښمن افراد مجاهدينو ته تسليم شول، زرګونه درنه او سپکه وسله، ټانګونه او عراده موټر مجاهدينو په بېلابېلو سيمو او د مرکزونو د فتحې پر مهال غنيمت کړل،له بل لوري جنايتکار دښمن پرته له دې چې نظامي اهداف او ملکي سيمې يو له بله په پام کې ولري ټولې صتفيه شوې سيمې يې بمبارولې چې په ترڅ کې يې ګڼ ولسي وګړي په شهادت ورسېدل، د دې او ځينې نورو پېښو د اړينو جريانونو راپور په لاندې سرليكونو كې لوستلای شئ:

د کورنيو ګوډاګيانو ځاني او مالي زيانونه:

د جولائ مياشتې په اوږدو کې د مجاهدينو له لوري د ولسواليو او د دښمن د مرکزونو د تسخير د عملياتو په ترڅ کې د مزدورې ادارې د لوړرتبه افسرانو په ګډون ګڼ عسکر مړه او ژوبل شول چې لاهم يې کره شمېره نه ده ترلاسه شوې، خو بياهم د بېلګې په ډول د جولائ مياشتې په اوږدو کې د دښمن د منځنۍ کچې يو شمېر افراد ووژل شول چې له دوی څخه يې ځينو ته په لاندې ډول اشاره کوو:

د جولائ ۹مه د جمې ورځ په تخار ولايت کې د اربکيانو مشهور او ځواکمن قوماندان ګل آغا قطعني د وژل کېدو شاهده وه، ياد وحشي او بدنام قوماندان چې اوس يې د خيزش مردمي په نوم د غلو او بې مسئوليته افرادو ډله يې درلوده په وژل کېدو سره يې مزدور دښمن ته يوه ستره ضربه ورسېده، د جولائ پر۱۶مه د جمې په ورځ د کاپيسا د والي معاون هم له مجاهدينو سره په يوه مخامخ جګړه کې، د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې يو نظامي پيلوټ او د جولائ پر۳۱مه د هفتې په ورځ د ظفر قول اردو لومړۍ لوا قوماندان ووژل شول.

له بل لوري پر سلګونه عراده ټاګانو او نورو وسائطو سربېره چې د جګړو او تسليميو پر مهال مجاهدينو غنيمت کړي او يا له منځه تللي دي، د جولائ پر۱۱مه د يکشنبې په ورځ په کندهار کې د مزدور دښمن دوه بلاک هاک چورلکې د مجاهدينو په يو تکتيکي بريد کې ويجاړې شوې، د جولائ پر۱۶مه د جمې په ورځ پّ کندز ولايت کې د دښمن يو بله چورلکه د مجاهدينو د بريد له امله له منځه لاړه، ور پسې د جولائ پر۲۷مه د سئ شنبې په ورځ د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې  يو هليکوپتر او  د جولائ پر۲۹مه د هلمند په مرکز کې يو بل هليکوپتر نسکور کړل شو.

له مجاهدينو سره د يو ځای كېدو لړۍ:

د جولائ مياشت د تېرې جون مياشتې په څېر د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دښمن د ګڼو عسکرو د تسليمۍ شاهده وه، زرګونه عسکرو د ولسواليو او نظامي مرکزونو د تسليميو پر مهال خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او د مجاهدينو له مخالفت څخه لاس پر سر شول.

د بېلګې په ډول د جولائ پر لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د ميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې لسګونه تنه عسکر له مجاهدينو سره يو ځای شول او شاوخوا۷۰۰ميله بېلابېل ډولونه وسلې يې له ځانونو سره مجاهدينو ته تسليم کړې، د جولائ پر۴مه د يکشنبې په ورځ د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې له خپلو ټولو نظامي مهماتو سره د دښمن۲۰تنه عسکر او د جولائ پر۹مه د جمې په ورځ د هرات تور غنډي بندر د کميساري کنډک ټول عسکر مجاهدينو ته تسليم شول، د جولائ پر ۲۴مه د هفتې په ورځ مجاهدينو له پکتيا ولايت څخه هم د مزدورې ادارې ۳۵۰عسکرو د تسليمۍ خبر ور کړ، ورپسې د جولائ پر۲۶مه د دوشنبې په ورځ رسنيو ګاونډي هېواد تاجکستان ته له۱۰۰۰زياتو عسکرو د اوښتو خبر ور کړ، د جولائ مياشتې په اوږدو کې د دښمن د لوړرتبه افرادو لکه د کنړ ولايت کې ډګروال په ګډون يو شمېر عسکر هم وروسته له هغې چې نور يې د مجاهدينو پر وړاندي جګړه له توانه ووته د پاکستان عسکرو ته يې پناه يووړه.

د ولسي وگړو وژنې، كړونې او ځورونې:

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مزدور دښمن د ځواکونو پرلپسې ماتو وروسته د وينه زبېښونکي دښمن ټول پام هوايي بريدونو او بمباريو ته اړولی او په دې کې د نظامي ځايونو او ولسي هستوګنځيو توپير يې ونکړ، د دغو ړندو بمباريو پر مهال د ولسي وګړو کورونه، بازارونه، کلينيکونه، مکتبونه او مدرسې هم د دښمن تر بې رحمه چپاؤ لاندي راغلل او په ترڅ کې يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون سلګونه ولسي وګړي په شهادت ورسېدل او لسګونه عام المنفعه او شخصي ودانۍ له منځه لاړې، د بېلګې په ډول د جون پر لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وينه زبېښونکي دښمن۱۱تنه ولسي وګړي د الوتکو په بمبار کې په شهادت وروسول، د دې په سبا ورځ يادو ځواکونو د فراه ولايت په فرارود ولسوالۍ کې يو مسجد تر بريد لاندي ونيو او يوڅه يې ويجاړ کړ، د جولائ پر۹مه د جمې په ورځ د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې دښمن يوه مدرسه بمبار او پکې۵تنه تنکي طالبان يې په شهادت ورسول.

د جولائ پر۱۲مه د دوشنبې په ورځ د هرات-بادغيس پر لويه لاره د دښمن کمانډويانو۱۲تنه مسافر له موټره ښکته او په ډله ييزه توګه په شهادت وروسول، د جولائ پر۱۵مه د پنجشنبې په ورځ د بدخشان ولايت شهداء بازار د دښمن هوايي ځواکونو سخت بمبار کړ او د ولسي وګړو زياتر دوکانونه يې له منځه يووړل، د جولائ پر۲۰مه د سې شنبې په ورځ چې د اختر له ورځي سره برابره وه په کندهار کې د مزدور دښمن هوايي ځواکونو د بمبارۍ له امله درې ماشومان په شهادت ورسېدل، د جولائ پر۲۲مه د پنجشنبې په ورځ ننګرهار کې دېته ورته عملياتو کې۶ماشومان په شهادت ورسېدل، د جولائ پر۳۱مه د هفتې په ورځ په هلمند کې د دښمن هوايي ځواکونو يو ملکي روغتون بمبار او بشپړ يې له منځه يووړ.

دغه پېښې د مثال په توگه دلته راوړل شوې او د ولسي زيانونو بشپړ مالومات د اسلامي امارت په مياشتيني راپور كې كتلای شئ.

  الفتح عملیات:

د جولائ مياشت د ډېرو فتحو شاهده وه، د همدې مياشتې په اوږدو کې ولسوالۍ او د دښمن مهم مرکزونه د مجاهدينو لاس ته ولوېدل، د يادو فتحو په لړ کې د جولائ لومړۍ او دوهمه نېټې د پنجشنبې او جمې ورځې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د شپږو ولسواليو د فتحو شاهدې وې، د کاپېسا تګاب، د پکتيا زرمت، د بدخشان کشم-تيشګان-تګاب او د کندهار شاوليکوټ ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېدې، د جولائ پر۳مه د هفتې په ورځ د بدخشان درايم، وردوج، يفتل پائين،، شهرک بزرګ، راغستان، جرم او بهارک ولسواليانې هم فتحه شوې، په همدې ورځ د تخار وروستۍ کلفګان، فرخار او ورسج ولسواليانې هم د مجاهدينو لاس ته ولوېدې چې له دې سره اوس د ولايت ټولې۱۷ولسوالۍ د مجاهدينو په کنترول کې دي.

د جولائ۴مه د يکشنبې ورځ د بدخشان ارګو، یاوان، خواهان، شکي، نُسي، شهداء، کوهستان، کوف آب، زيباک، اشکاشم او بهارک ولسواليانو، د فراه فرارود ولسوالۍ، د پکتيکا زيړوک ولسوالۍ، د کندهار پنجوايي او نيښ ولسواليو د فتحو شاهده وه، د دې په سبا ورځ د د ننګرهار سترتېژيکه حصارک ولسوالۍ هم د مجاهدينو لاس ته ولوېده، د جولائ پر۶مه د سې شنبې په ورځ د بادغيس آبکمري، د نيمروز دلارام او د بدخشان شغان ولسواليانې د مجاهدينو لاس ته ولوېدې، د جولائ پر۷مه د چهار شنبې په ورځ رسنيو د بادغيس وروستۍ ولسوالي قادس د نيولو خبر هم ور کړ، د دې په سبا ورځ د زابل وروستۍ ولسوالي شهر صفا هم فتحه شوه، د جولائ پر۸مه د پنجشنبې په ورځ د هرات شينډنډ، کهسان او پښتون زرغون ولسواليانې د مجاهدينو له لوري ونيول شوې، په همدې ورځ د هرات اسلام کلا بندر هم د مجاهدينو لاس ته ولوېد.

د جولائ پر۹مه د جمې په ورځ د کندهار ښوراوک، د نيمروز چخانسور او د هرات کروخ ولسواليانې د مجاهدينو تر واک لاندي راغلې، د جولائ پر۱۱مه د يکشنبې په ورځ د غور تيوره او پسابندولسوالۍ هم له ټولو عسکرو سذه د مجاهدينو ته تسليم شوې، د جولائ پر۱۲مه د دوشنبې په ورځ د باميان کهمرد او غندک ولسوالۍ او د جولائ پر۱۳مه د چهار شنبې په ورځ د کندهار وېش بازار او د سپين بولدک در وازه فتحه شوه، د جولائ پر۱۵مه د پنجشنبې په ورځ د کندهار ارغنداب ولسوالۍ بشپړه د مجاهدينو لاس ته ولوېده، د جولائ پر۱۶مه د جمې په ورځ د کندهار ستراتېژيکه ډنډ ولسوالۍ او د لغمان عليشنګ ولسوالۍ اړوند د قلعه نجيل کنډک او د جولائ پر۱۹مه د دوشنبې په ورځ د کاپيسا نجراب ولسوالي له درنې جګړې وروسته ونيول شوه، د جولائ پر۲۲مه د پنجشنبې په ورځ د هلمند ماجه ولسوالۍ د مجاهدينو لاس ته ولوېده، د جولائ پر۲۵مه د يکشنبې په ورځ د کونړ غازي اباد او ناړۍ ولسولۍ او د جولائ پر۲۷مه د سې شنبې په ورځ د نورستان برګمټا ولسوالۍ فتحه شوه.

د اشغالګرو وتل:

د جولائ پر۲مه د جمې په ورځ امريکايي عسکر په نيمه شپه د کابل مزدورې ادارې په ناخبرۍ کې د باګرام اډه خالي او خپله وتښتېدل، د جولائ پر۱۱مه د يکشنبې په ورځ د اسټراليا هېواد وروستي عسکر هم له افغانستان څخه ووتل، د جولائ پر۱۳مه د اشغالګرو ځواکونو اعلان وکړ چې د خځواکونو ايستلو بهير يې٪۹۵سلنه بشپړ کړی، د جولائ پر۳۰مه د جمې په ورځ اشغالګرو ځواکونو امريکايي اشغالګرو ځواکونو د کابل په شش درک کې خپل نظامي مرکز هم د پټ او د کابل مزدورې ادارې پّ ناخبرۍ کې پرېښود.

کابل ادارې ته د بادار ځواب:

د بهرنيو اشغالګرو ځواکونو د ماتې او تېښتې په لړ کې د جولائ پر۲مه د جمې په ورځ د امريکا ولسومشر بايډن وويل: افغانان دي نور خپله ستونزه په خپله هواره کړي، هغه وويل: له افغانستان څخه يې د خپلو ځواکونو د ايستلو پلان بشپړ شوی او له خبريالانو يې وغوښتل چې نور د افغانستان او له هغه څخه د ځواکونو وتلو په اړه پوښتنې پرېږدي ترڅو ښه رخصتي ولري.

د بايډن دغه غبرګون د کورنيو مزدورانو د بشپړې مايوسۍ لامل وګرځېد، آن چې روس او انګرېز ته يې مخ ور واړاوه او خپل لوړرتبه افرادو يې څو ورځي د يادو هېوادونو د ملاتړ را خپلولو په تمه هلته تېرې کړې، خو په ښکاره ډول ترې بېرته نا اميد را ستانه شول.