افغانستان د ۲۰۲۱ زېږديز كال په مئ مياشت كې

احمد فارسی يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی. ——————————– د ۲۰۲‍۱زېږديز كال مئ […]

احمد فارسی

يادونه: دغه ليكنه په هغو پېښو مشتمله ده چې په خپله دښمن منلې، خو بايد و وايو چې له دې پرته نور رښتوني جريانونه په ځانگړې كورني او بهرني دښمن ته د رسېدلو زيانونو احصائيه له لازياتو مالوماتو سره د اسلامي امارت په رسمي سائټ كې كتلای شی.

——————————–

د ۲۰۲‍۱زېږديز كال مئ مياشت كې پر مزدورو ځواكونو د مجاهدينو بريدونه يوځل بيا زيات شول چې په ترڅ كې يې د دښمن گڼ مركزونه او سيمې د مجاهدينو تر واك لاندې راغلې، مزدور عسكر هم د حقيقت په درك كولو او د فتحې را نږدې كېدوسره له مجاهدينو سره يو ځای كېږي.

له بلې خوا د دښمن په ليكو كې ځاني زيانونه هم مخ پر زياتېدو دي او له درېيم لوري د دښمن تر واك لاندې سيمو كې نا امنۍ تر دې كچې لوړې شوې چې د ولس د صبر كاسه يې نوره ډكه كړې ده. د دې او ځينې نورو پېښو د اړينو جريانونو راپور په لاندې سرليكونو كې لوستلای شئ:

د كورنيو مزدورانو ځاني او مالي زيانونه:

په وروستيو جگړو كې د كمانډويانو په گډون د مزدورې ادارې سلگونه تنه افرادو، عسكرو او پوليسو خپل ژوند له لاسه ور كړی، د مئ مياشت د روان ميلادي كال له بلې هرې مياشتي د زياتو مزدور عسكرو او پوليسو د وژل كېدو شاهده وه.

د بېلگې په ډول: د مئ مياشتي پر۲مه د يكشنبې په ورځ د دوستم جنبش ډلې مشهور قوماندان پيرم قل او د شمال يو تر ټولو وحشي قوماندان ووژل شو، د مئ۵مه د چهارشنبې ورځ هم د د پكتيكا سروضې ولسوالۍ د امنيې قوماندان د وژل كېدو شاهده وه او د مئ پر۹مه د يكشنبې په ورځ د لوگر ولايت د اقتصاد رئيس ووژل شو.

د مئ پر۱۰مه د دوشنبې په ورځ كندهار ارغستان كې د دښمن يوه چورلكه را نسكوره شوه چې له امله يې پكې سپاره ټول ووژل شول، د مئ پر۲۰مه د پنجشنبې په ورځ زابل كې د عملياتي كنډك رئيس او د مئ پر۲۲مه د هفتې په ورځ د جوزجان ولايت په آقجه ولسوالۍ كې د گليمجم ملېشو يو قوماندان ووژل شو.

د دې پېښو يواځي د يوې نمونې او بېلگې په توگه يادونه وشوه، د دښمن په ليكو كې رامنځته شويو زيانونو كره شمېرې ته لاس رسي نه ده شوې.

له مجاهدينو سره د يو ځای كېدو لړئ:

د اشغالگر دښمن د سرچينو د اعتراف پر بنسټ؛ په تېره مئ مياشت كې د مزدورې ادارې اړوند افراد د بل هر وخت په پرتله زيات له مجاهدينو سره يو ځای شوي، د دې خبر پر تاكيد د مئ ير۲۴مه دوشنبې په ورځ اسلامي امارت هم د تېرې يوې مياشتي په اوږدو كې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ورسره د دښمن د۱۱۰۰تنه ځواكونو يو ځای كېدو خبر وركړ.

له بل لوري د مئ مياشتي پر لومړۍ نېټه د هفتې په ورځ د غزني ولايت له يوه مركز څخه۲۷تنه مزدور عسكر له مجاهدينو سره يو ځای شول، ورپسې د مئ پر۲۵مه د پنجشنبې په ورځ د ميدان وردگو ولايت په جلرېز ولسوالۍ كې د مزدورو ځواكونو۱۵۰ تنه له مجاهدينو سره يو ځای شول، د دې په سبا ورځ د كندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې۲۶تنه مجاهدينو ته تسليم شول او د مئ۲۵مه د سې شنبې ورځ هم د۵۰ تنو مزدورو عسكرو او پوليسو له مجاهدينو سره د يو ځای كېدو شاهده وه.

پورنتی شمېر يواځي د بېلگې په توگه ياد كړل شو، د تسليم شويو افرادو بشپړ مالومات د اسلامي امارت په مياشتيني راپور كې كتلای شئ.

د ولسي وگړو وژنې، كړونې او ځورونې:

مزدور دښمن په تېر پسې بيا هم بېوزله ولس په بې رحمۍ سره خپل هدف گرځول او د مېرمنو او ماشومانو په گډون يې ولسي وگړي په شهادت ورسول. په دې لړ كې د مئ پر۶مه د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولايتي شورا په اعتراف په ياد ولايت كې د مزدورې ادارې د هوايي بريدونو له امله ولسي وگړي په شهادت رسېدلي، د مئ پر۸مه د هفتې په ورځ د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې د مزدورو ځواكونو هوايي بريدونو له امله لږ تر لږه۳۳تنه په شهادت ورسېدل او ياهم ځخميان شول. په همدې ورځ اسلامي امارت د يوې اعلاميې له لارې خبر ور كړ چې د رمضان المبارك مياشتي په اوږدو كې د مزوري ادارې له لوري د ماشومانو او مېرمنو په گډون۲۰۵تنه وگړي وژل شوي دي.

د مئ پر۱۸مه د سې شنبې په ورځ د مركزي بغلان يو ملكي روغتون د مزدورې ادارې د هوايي بمبارۍ هدف وگرځېد چې په ترڅ كې يې د ياد روغتون يو شمېر كار مندان او هلته تر معالجه لاندې ناروغان مړه او ژوبل شول، په همدې ورځ په فارياب ولايت كې د مزدورو ځواكونو له لوري يو جمات او روغتون ويجاړ شول.

دغه پېښې د مثال په توگه دلته راوړل شوې او د ولسي زيانونو بشپړ مالومات د اسلامي امارت په مياشتيني راپور كې كتلای شئ.

  الفتح عملیات:

لكه چې پورته يې يادونه وشوه؛ د روان۲۰۲۱زېږديز كال بلې هرې مياشتي په پرتله د مئ مياشت كې د مجاهدينو عملياتو زور اخيستی او له امله يې دښمن ته د پام وړ ځاني او مالي زيانونه واوښتل چې دلته يې څو پېښو ته اشاره كېږي:

د مئ لومړۍ نېټه د پروان ولايت باگرام اډه كې د يوې زورورې چاودنې شاهده وه چې په ترڅ كې يې یه۲۵زيات مزدور عسكر مړه او ژوبل شول، د شول، د مئ پر ۴مه د سې شنبې په ورځ مجاهدينو په هلمند ولايت كې د گڼو سيمو د نيولو خبر ور كړ، د دې په سبا ورځ د مجاهدينو له تندريزو بريدونو وروسته د بغلان بوركه ولسوالۍ فتحه شوه، د مئ پر۲۰مه د پنجشنبې په ورځ د لغمان دولت شاه ولسوالۍ هم مجاهدينو ونيوله، د مئ پر۲۱مه د جمې په ورځ د ميدان وردگ جلرېز ولسوالۍ هم د مجاهدينو لخوا ونيول شوه.

د مئ پر۲۲مه د هفتې په ورځ د بغلان ولایت گنجاون سيمې ته نږدې د دښمن يوه مهمه ځاله سقوط شوه، د مئ پر۲۷مه د پنجشنبې په ورځ په بلخ ولايت كې له مجاهدينو سره په مخامخ نښتو كې۱۴مزدور كمانډويان ووژل شول، په همدې ورځ ننگرهار هم د مجاهدينو د تندريزو بريدونو شاهد و، د مئ پء۲۸مه د جمې په ورځ د مجاهدينو له لوري د هلمند واشير ولسوالۍ بشپړه فتحه شوه او د مئ پر۳۱مه د دوشنبې ورځ د مركزي بغلان امنيه قومانداني د مجاهدينو د سختو بريدونو شاهده وه چې په ترڅ كې يې دښمن ته درانه ځاني او مالي زيانونه واوښتل.

د اشغالگرو وتل:

د اشغالگرو ځواكونو د وتو په لړ كې د مئ مياشتي پر۲مه د يكشنبې په ورځ هلمند كې اشغالگرو د”انتونیك” په نوم مهمه اډه پرېښوده، ورپسې د مئ پر۲۸مه د جمې په ورځ اشغالگرو په كابل ښار كې يوه بله پوځي اډه خالي او مزدورو ځواكونو ته وسپارله، په يو بل خبر كې راغلي: تر راتلونكو دوو اونيو به اشغالگر د باگرام اډه چې په افغانستان كې يې تر ټولو ستره اډه ده خالي كړي او مزدورو ځواكونو ته به يې وسپاري.

د ديموكراسۍ او د بيان ازادۍ حقيقت:

د تېرو شلو كلونو په اوږدو كې چې د كابل مزدورې ادارې د ديموكراسۍ او د بيان ازادۍ كومې پوچې دعوې كړې؛ گڼ هغه خلك چې له همدې شعار څخه په استفاده غواړي واقعيتونه را برسېره كړي نيول كېږي، بندي كېږي او آن وژل كېږي، خو بياهم د مئ پر۵مه د چهار شنبې په ورځ د ملي امنيت ادارې په ښكاره اعلان كې وويل چې هر سياسي شخص او رسنۍ چې د دولت د مخالفينو پر گټه څه ووايي، د تروستانو چلند به ورسره وشي.