د غور ولایت الله یار ولسوالۍ اړوند نوآباد سیمه کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه.
دغه مدرسه د (منبع العلوم) په نوم ونومول شوه، د پرانیست غونډې مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۴/۷