چهارشنبه 15 سرطان 1401
  • Login
د افغانستان اسلامي امارت
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
د افغانستان اسلامي امارت
No Result
View All Result
Home ابدي ژوندي

د مرحوم سید محمد حقاني یاد دې په خیر وي

by
1395-10-01
in ابدي ژوندي
0 0
0
د مرحوم سید محمد حقاني یاد دې په خیر وي
0
SHARES
0
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اړوندپوسټونه

هغه مجاهد، چې جنازه یې له زندانه راووته؛ خو سر یې خم نشو

هغه نازولی شهید

د عبدالحق عمري ویاړمن شهادت، د مکار دښمن پر مخ یوه بله څپېړه

قاري حبیب
تېر کال همدا ورځ وه د ربیع الاول د میاشتې ۲۲ مه، غرمې ته لا وخت پاته و، په خپل کار ځای کې د کتاب په مطالعه بوخت وم. چې مبایل ته مې مسیج راغی. مبایل ته مې لاس کړ، مسیج د فرهنګي کمیسیون یوه ملګري رالیږلی و او په لنډو یي لیکلي و: د فرهنګي کمیسیون مرستیال مولوي سید محمد حقاني صاحب د ورپیښې ناروغۍ له امله نن سهار خپل روح څښتن تعالی ته وسپاره. انا لله و انا الیه راجعون.
د مسیج په کتلو یو غیرمعمولي حالت راباندې طاري شو.لکه انسان چې حیرت واخلي او زبون وهلی شي.فکر واخیستم او سترګې مې همداسې خلاصې پاتې شوې.نه پوهیږم تر څومره وخت به همداسې بې حرکته او په ژور چورت کې لاهو پاته شوی یم.د حقاني صاحب خاطرې مې یوه یوه د ذهن په پرده راژوندی شوې.هماغه لومړۍ ورځ چې د غره په لمن کې د یوه اغزن دښت په خاورو مو  څادرونه هوار کړل او لومړنی تعارفي مجلس مو سره وشو.په هماغه مجلس کې د نوموړي طبعي او صمیمي موسکا،تواضع او د لوړو اخلاقو په ښکلا پسوللی چلند ددې لپاره کافي و چې نوموړی مې د یوه قیمتي ، سنګین او اخلاقي انسان په حیث د زړه په دنیا کې ځانته ځای پیدا کړي.
وروسته له نوموړي سره اوه کلنه ملګرتیا راته  یوه له  صمیمیت، اخلاص او معیاري رفاقت ډکه تجربه وه. دا خبره مې د مطالعې په مهال لوستلې وه چې ( کوښښ مه کوئ چې مهم شخص واوسئ بلکې کوښښ وکړئ چې مفید شخص واوسئ)د حقاني صاحب له کردار څخه راته معلومه شوه چې مفید اوسیدل یعني څه؟ نوموړی لکه څنګه چې د خپل ځان په حق کې مفید شخص و. د خپلې کورنۍ،خپلو وظیفوي ملګرو، خپل کلي او ګاونډ، خپلې سیمې او حتی هر هغه چا په حق کې چې تعلق یې ورسره درلود نوموړي یوازې مفید او مثبت کردار تر شا پرې ایښی.
په اخلاقي او شخصیتي لوړتیا سربیره هغه یو فعال، مدبر او مبتکر مدیر هم و. د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال یې دچارو د ادارې د لوی ریاست وظیفه ترسره کړې وه او له تنظیمي هرج و مرج وروسته د اسلامي امارت په وخت کې د افغانستان د اداري نظام په بیا جوړولو کې د یوه مهم او فعال کارمند په حیث د ویاړمنو کارنامو درلودونکی و.
د امریکایي یرغل په خلاف د جهادپه مهال نوموړي ډیر کلونه د فرهنګي کمیسیون د مرستیال په حیث دنده اجراء کړه. د مرحوم سید محمد حقاني او د کمیسیون د رئیس جناب متقي صاحب د مدبرانه او بابصیرته  مشرتابه برکت و چې د تیرو کلونو په جریان کې  د اسلامي امارت  فرهنګي او نشراتي فعالیت په داسې توګه پر مخ لاړ چې د معیار، سنګیني او ټولو شرعي او اخلاقي پولو ته د تعهد تاریخي بیلګه یې وړاندې کړه. هغه دا چې د اسلامي امارت په رسمي نشراتو، بیاناتو او اصداراتو کې نه خو بې ځایه افترا، سطحي توب او له بداخلاقه  او پوچ ژبي دښمن  سره بالمثله چلند ولیدل شو او نه هم د زمانې له میډیایي کارزار څخه د عقب ماندګۍ او کمکارۍ له ستونزو  اغیزمن شو.
د اسلامي امارت مطبوعاتي فعالیت د ژبې،مصطلحاتو او محتوا له اړخه شاید په موجوده وخت کې هغه معیاري جهادي اعلام وي چې له افراط او تفریط څخه اغیزمنو ډلو او افرادو ته  څرګنده او د  تقلید وړ بیلګه په لاس ورکولای شي. چې دا په عین حال کې د قرآن او سنت د اخلاقي تعلیماتو په اتباع سربیره د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د هغه فرمان بشپړ امتثال هم دی چې د اسلامي امارت مجاهدین یې حتی په مخابرو کې مخالفینو ته له ښکنځلو او ځوابي پوچو خبرو څخه منع کړي و. د مرحوم امیرالمؤمنین هغه فرمان چې په ۱۳۷۵/۲/۲۹ هـ ش نیټه صادر شوی دی په یوه برخه کې یي راغلي دي: تاسو ته معلومه ده چې د مخالفینو په لیکو کې فساقو او کمونیستانو ځای نیولی دی. هغوی قصدا خپلې مخابرې له طالبانو سره رخ کوي او بیا ناوړه الفاظ او ښکنځل کوي. دا  د دوی خپل کفري او فسقي عمل دی تاسو د دوی په مقابل کې بد الفاظ او ښکنځل مه کوئ. خپلې پاکې او سپیڅلې ژبې مو له ناوړه الفاظو څخه وساتئ.
د مرحوم مولوي سید محمد حقاني صاحب هم یوه همیشنۍ توصیه دا وه چې مجاهدین خصوصا قلمي او فرهنګي مجاهدین باید خپل درنښت وساتي. د مجاهد لیکوال او بې دینه لیکوال تر منځ باید په نشراتي چلند او ژبه کې توپیر موجود وي. ځکه موږ په اسلام باور لرو هغه دین چې پيغام راوړونکی پیغمبر صلی الله علیه وسلم یي ځان د اخلاقو ښوونکی بولي، نو ځکه مؤمن قلموال باید فاحش او ښکنځلمار نه وي چې دښمن ته په جهاد او مجاهدینو د اعتراض دلیل په لاس ورکړي.
د مرحوم مولوي سید محمد حقاني صاحب ډیرې خاطرې راسره شته دي چې شاید دا لنډه لیکنه د ټولو د احتوا تاب ونلري. خو  دلته د نوموړي په اړه د اسلامي امارت د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب هغه خبره یو ځل بیا راتکراروم چې د نوموړي د وفات په اړه لیکنې ته یې داسې سرلیک ټاکلی و ( هغه سلیم،شریف او حقاني انسان چې رانه وکوچېد)
حقاني  د نوموړي تخلص او سلیم او شریف یي د جهادي فعالیت مستعار نومونه و. خو که چا د نوموړي سره وخت تیر کړی وي واقعا چې د همدې نومونو مصداق هم و چې د شرافت، حقانیت او مختلفو شخصیتي ناروغیو څخه د سلامتیا بیلګه وه.
حقاني صاحب د تیر کال په همدې میاشت کې کله چې د جهاد او امارت د خدمت په یوه وظیفوي سفر بوخت و ناڅاپه د سینې په رنځ رنځور شو. څو شپې په روغتون کې بستر و او وروسته یې د سږو د فعالیت د دریدو له امله  د ربیع الاول د میاشتې  په ۲۲ نیټه ساه ورکړه.
روح دې یي ښاد او یاد دې یي تلپاتې وي
ShareTweetShareShareSendSendShareSharePin

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Previous Post

كندهار:پنجوایي کې  په پوسته برید۳ګوډاګیان قتل ۱شوبله ویجاړه شوه

Next Post

كندهار: شاولیکوټ کې پوسته فتح ۵عسکرقتل مهمات یې غنیمت شول

Next Post
کاپيسا: نجراب کې پوسته فتحه، ۵ اربکیان مړه اوټپيان شول

كندهار: شاولیکوټ کې پوسته فتح ۵عسکرقتل مهمات یې غنیمت شول

  • 85.8k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest
د اوکراین جګړه او پر افغانستان یې بده اغېزه!

د اوکراین جګړه او پر افغانستان یې بده اغېزه!

1400-12-07
د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

1400-05-04
معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

1400-08-30
له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

1400-09-18

Elit eget tincidunt condimentum

0

Maecenas mattis, tortor ut posuere aliquam

0

Praesent adipiscing mi eget ipsum imperdiet

0

دقيقة فى افضل الملاعب

0

به اثر سرازیر شدن سیلاب ها در فاریاب ۶ تن شهید و ۲ تن زخمی و ۶۰۰ خانه مسکونی وهزاران جریب زمین تخریب گردید

1401-02-14

د نيمروز والي، د زرنج له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

1401-02-12

د نیمروز ولایت د یتیمانو سره مرسته وسوه

1401-02-12

کندهار والي د کندهار ښار د مهمو چوکونو پر سر د مؤظفو امنیتي مجاهدینو سره د اختر مبارکي وکړه

1401-02-12

ابدي ژوندي

به اثر سرازیر شدن سیلاب ها در فاریاب ۶ تن شهید و ۲ تن زخمی و ۶۰۰ خانه مسکونی وهزاران جریب زمین تخریب گردید

1401-02-14

د نيمروز والي، د زرنج له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

1401-02-12
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

ډاکټر محمد نعيم ټويټر

قاري محمد يوسف احمدي ټويټر

ذبیح الله مجـــــاهـــــد ټويټر

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

-
00:00
00:00

Queue

Update Required Flash plugin
-
00:00
00:00