د لوګر فدايي بریدونه د لسهاوو پولیسو او عسکرو په مرګ ژوبله پای ته ورسیدل

پيل: د خيبر عملیاتو په لړ کې نن غرمه مهال ۱۲ بجې د لوګر ولایت په امنيه  قومندانۍ د اسلامي امارت ۴ تنو فدايي مجاهدينو بریدونه ترسره کړل. برید کونکي: څلورتنه فدايي مجاهدین ( خليل الرحمن دلغمان د مرکز، عزيز الرحمن دبغلان د تالاو برفک، محمدشفیق او سمیع الله د کابل د پغمان اوسیدونکي ) […]

پيل:

د خيبر عملیاتو په لړ کې نن غرمه مهال ۱۲ بجې د لوګر ولایت په امنيه  قومندانۍ د اسلامي امارت ۴ تنو فدايي مجاهدينو بریدونه ترسره کړل.

برید کونکي:

څلورتنه فدايي مجاهدین ( خليل الرحمن دلغمان د مرکز، عزيز الرحمن دبغلان د تالاو برفک، محمدشفیق او سمیع الله د کابل د پغمان اوسیدونکي ) چې  په سپکو او درنو وسلو، فدايي واسکټونو، بمونو او غورځونکو ماینونو سمبال وو، وتوانیدل چې نن غرمه د لوګر په امنيه قومندانۍ کې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې تر یونیم سلو پورې پولیس په يوه طعام خورۍ کې راګير او درانه بریدونه پرې ترسره کړي.

د برید جریان:

دوو تنو فدايي مجاهدینو د قومندانۍ دوو دروازوته ځانونه وروسول چې هلته يې په ولاړو پيره دارانو او نږدې اطاقونو کې ميشتو پولیسو د وسلو او واسکټ په مټ بریدونه ترسره کړل، کله چې له دواړو امنیتي دروازو او نږدې پيره دار خونو څخه موانع لرې شول، دوه تنه نور فدايان  په خورا ډاډ وتوانیدل چې، د مخکني پلان او کره معلوماتو له مخې ځانونه د قومندانۍ طعام خورۍ ته ورسوي، چې هلته يې لومړی په ډوډۍ اخته پولیسو د سپکو او درنو وسلو باړونه وچلول،  او د مهماتو دخلاصیدو په مهال يې په نوبت سره خپل له منفجره موادو ډک واسکټونه   د طعام خورۍ په وسط کې دننه منفجر کړل.

تلفات:

د کره معلوماتو په اساس د قومندانۍ په طعام خورۍ کې هره ورځ تر ۱۵۰ پورې پولیس او دلته مؤظف عسکر د ډوډۍ خوړلو لپاره راتلل چې نن هم ټول په طعام خورۍ کې په ډليز ډول موجود وو، همدا راز په دوو دروازو کې هم تر ۲۰ پورې پولیس د پيرې او امنیت ساتلو په دندو اخته وو چې دا ټول وژل شوي او ټپيان دي، او د دښمن لخوا په ۷ امبولانس موټر کې چې تر قومندانۍ او روغتونونو پورې يي په لسهاوو ځله پيرې وهلي انتقال کړل شول.

د برید پای:

د مجاهدینو لخوا دراکړل شوو معلوماتو په اساس بریدونه چې نن غرمه مهال ۱۲ بجې پيل شوي وو، د ماسپښین تر۳ بجو پورې روان وو چې ورسره په درۍ ساعته جګړه کې دښمن سخت وځپل شول.

هدف:

دلوګر ولایت په مرکز کې، د نن ورځې د فدايي بریدونو تر ټولو لوړ اهداف داوو، چې له  دغه غلام دښمن څخه د هغو جنایاتو انتقام واخيستل چې د سږ کال په اوږدو کې يي د مجاهدینو او د لوګر د خلکو په ضد ترسره کړي وو، امریکایانوته يې د مجاهدینو او عامو خلکو په کورونو د بمبار کولو راپورونه ورکړي وو، د ملکي خلکو په کورونو باندې د چور او تلان لپاره چاپې وهلې وي، په لارو او سړکونو باندي يې په بیلابیلو نومو خلک ځورولي حتی نيولي او زندانوته استولي وو، او د څو امریکايي ډالرو په بدل کې يې د افغانستان د روان مقدس جهاد په وړاندې غنډ  ګرځيدل او د امریکایانو د سپر په توګه يې له هغو څخه پاسباني کوله.

څرنګه چې موږ د د هېواد د بشپړې آزدۍ لپاره په بهرنيو اهدافو بریدونه ترسره کول مهم دي، همدا  راز راته د هغو غلامانو له منځه وړل او د عبرت درس ورکول هم د اهمیت وړدي چې، د خپل دین او هيواد په وړاندې له کفارو سره په افتخار ګامونه اخلي او داسلامي نظام دراتګ مخه ډب کول غواړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۸/۴/۱۴۳۶هـ ق

۲۸/۱۱/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/2/17م