دکـنـدهـار ولایت مرکز اړوند د اوومي حوزې د پنجاو د ویالې په سیمه كي دکندهار، هرات پر لویه لار نن ماسخوتن شاوخوا ۹ بجې د کابل د غلامي ادارې اجیرو عسکرو د عامو خلګو د سپارلۍ پر(۴۰۴) موټر باندي قصدا ډزي وکړي د ويشتلو سره سم موټر اور واخیست او په بشپړه توګه وسوځول شو
همداراز په موټر کې د ۲ زنانو په شمول ۳ مرګوني زخمیان شول چي سمدستي داسلامي امارت مجاهدینو کلینک ته د تداوي لپاره انتقال کړل او ۴ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان شول انالله واناالیه راجعون .
/۲۰۲۱/۷/۲۵/یکشنبه