Username or Email Address
پټ توری
ما په یاد ولره
د پکتیکا ولایت د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو د جانيخيلو ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مسوولینو سره د رمضان المبارک د میاشتې پر ۱۶ مه نېټه چې د غوايي د میاشتې له ۲۰ مې نېټې سره سمون خوري، غونډه ترسره کړه. ناسته چې د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو له لوري رابلل شوې وه، […]
د پکتیکا ولایت د پوهنې سیمه ييزو مسوولینو د جانيخيلو ولسوالۍ د ښوونيزو ادارو له مسوولینو سره د رمضان المبارک د میاشتې پر ۱۶ مه نېټه چې د غوايي د میاشتې له ۲۰ مې نېټې سره سمون خوري، غونډه ترسره کړه.
ناسته چې د تعلیم او تربیې د ځایي مسئولینو له لوري رابلل شوې وه، د سیمې د دیني مدارسو مهتممین ورته راغوښتل شوي وو، له هغوی سره د ښوونیز بهیر د چټکتیا او د تعلیمي ادارو د بیرته خلاصون لپاره د لازمو تدابیرو پر نیولو ورسره خبرې او مشورې وشوې.
ګډونوالو ته د مدارسو وروستی تجدید شوی نصاب او د مدارسو ۲۰ ماده يیزه کړنلاره ورکړل شوه او د تعمیل په اړوند ورته سپارښتنې وشوې او د لایحې ځيني مهمې مادې چې تر دوی يې اړه وه، هم ورته بیان شولې.
همدا راز ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو خپل اړوند پرسونل دې ته متوجه کړي چې د ولس بچیان د خپل مقدس مسئولیت له مخې په سالمه روزنه سمبال کړي.
۵/۱۶/۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.