د پنجشنبې په ورځ د لغمان ولايت په الينګارولسوالي کي د دعوت ارشاد ادارې لخوا د يادي ولسوالي له مسؤلينو سره د اتفاق، منکراتوله منځه وړلواو نورو موضوعاتو په اړه غونډه جوړه شوه. دغې غونډې ته د دعوت ارشاد ولايتي مرستيال، د ولايتي نظامي کميسون سرپرست، د يادي ولسوالي سرپرست، د ولسوالي نظامي کميسون مسول ، د استخبارتومدير ، د دعوت ارشاد مدير او ډلګي مشران راغلي ول، چې ټولو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه بیان کړل. په پای کې پرېکړه وشوه چې په را روانه اونۍ کې به هر ډلګۍ مشر د خپلو ملګرو لپاره یو عالم ټاکي ترڅو په ټاکلي وخت او ترتیب مجاهدینو ته په دینې، اخلاقي او جهادي برخو کې معلومات ورکړي.
2020/3/20