چهارشنبه 15 سرطان 1401
  • Login
د افغانستان اسلامي امارت
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
د افغانستان اسلامي امارت
No Result
View All Result
Home خبرونه

عمري عملیات !!

by
1395-02-01
in خبرونه
0 0
0
0
SHARES
2
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اړوندپوسټونه

به اثر سرازیر شدن سیلاب ها در فاریاب ۶ تن شهید و ۲ تن زخمی و ۶۰۰ خانه مسکونی وهزاران جریب زمین تخریب گردید

د نيمروز والي، د زرنج له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

د نیمروز ولایت د یتیمانو سره مرسته وسوه

عمري عملیات !!

د عمري عهد تجدید!

 او له هماغه ژمنې سره د وفا اعلان !!!

د مبصر په قلم

د تیرو کلونو په څېر  بیا دافغانستان  اسلامي  امارت تیره اوونۍ په هیواد کې د بهرنیو یرغلګرو  ځواکونو اوګوډاګي رژیم   په خلاف د (عُمري ) عملیاتو  په نوم  نوي پسرلني  او پوځي عملیات اعلان کړل.

 دا لومړی ځل ندی چې اسلامي امارت په هېواد کې دیرغلګرو امریکایانو او غلام  دولت په خلاف  په خاص نوم د پسرلنیو عملیاتو پیلولو ابتکارکوي بلکې  له معمول سره سم  تل د پسرلنیو عملیاتو  دپیل لپاره دمعنویت او پیغام څخه  ډک نوم ورکوي  چې په دې لړ کې  په تیرو کلونو کي دعبرت،  نصرت فتح،بدر،فاروق،خالد ا وعزم په نومونوعملیات یې روښانه بیلګې اونمونې دي

هو!  دسږنیو عملیاتو دنوم توپیر دتیرو کلونو دعملیاتو دنومونو سره دا دی چې هغه ټول داسلامي تاریخ  دلومړي قرن غزواتو، سوبو او شخصیتونو ته منسوب نومولي او سږني پسرلني عملیات داسلامي امارت مؤسس  امیر المؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله نوم ته  منسوب (عُمري) عملیات نومولي.چې دکتونکو په نظر دنویو عملیاتو نومولو موخه دا ده  چې داسلامي امارت اوسني مشران او قیادت هم هغو کړنو او ژمنوته ته وفادار او متعهددي چې  ورته د فقید امیر المؤمنین رحمه الله څخه په میراث پاتې دې.او هم  په هغه عهد دوفا  تجدید دی  کو چې  یې له   ارواښاد امیر المؤمنین سره کړی…  اوښیي چې داسلامي امارت  موجوده قیادت او رهبرې په کلک پولادي  عزم د هغه مسیر پر لیکو د تګ هوډ لري چې دهېواد دازادۍ او خپلواکۍ ترلاسه کولو  لپاره  مرحوم امیر المؤمنین ټاکلی…

د سیمې دچارو  دخپلواکو او بیطرفه کتونکو په نظر داسلامي امارت لخوا دپسرلنیو( عمري)  عملیاتو اعلان  په هغوټولو مرموزو ګنګوسو او پروپاګندونو خاورې واړولې چې  دمغرضو جهتونو لخوا [ ددې لپاره چې په افغان ولس کې نا آرامې او اضطراب واچوي او داسلامي امارت په لیکو کې درزونه رامنځته کړي]دسولې او خبرو په نوم جعلي جریانونه  دمیډیا له لارې اعلانیدل اوهغو ته  د جعلي څېرو او استازو په مندلو یې   کار روان کړی  وو ، دعمري عملیاتو اعلان وښوده چې داشغال له مونګلو نه  دهېواد ژغورلو او ازادولو  لپاره داسلامي امارت په جهادي عزم کې هیڅ ډول نرمښت او تغیر ندی راغلی  او دپخوا پشان باور لري چې دجهاد او مقاومت پرته دافغانانو د ازادۍ او استقلال  تمه د این خیال ست  محال ست جنون  مصداق ده

ځکه هر هغه  سړی چې سیاسي شعور او پوهه لري  پوهیږي چې امریکایان دلته  داوږدمهالو ارادو او عزایمو سره یوځای راغلي او دیوې اوږدې جګړې پلانونه او ستراتیژې له ځانو سره راوړې ده نو په داسې صورت څنګه افغانان او اسلامي امارت کولی شي دجهاد پرته بل مسیر تعقیب کړي او له نورو لارو چارو څخه خپل هدف ته درسیدو ستراتیژې جوړه ولوته غاړه کیږدي؟

دنویو عملیاتو اعلان دومره مؤثر وو، چې  کفري اشغالګر و زړونه یې لړزول، ددي په ځای چې  افغانستان کې د خپل شکست  لاملونه او اسباب توجیه کړي او له زړه نه اومني چې دوی په افغانستان کې دبري چانس نلري او دجګړې واک ددوی له لاسو څخه په وتو دی لګیادي  دخپلو خلکو اونړیوالو په ستر ګو کې دخاورو په اچولو سره وایې: [ ……دنویو عملیاتو پیل  تبلیغات دي…]

څو په دغه ډول خاورو اچولو سره وښیي چې ددوی په وړاندې داسلامي امارت ځواکونه دجګړې دغځولو تاب نلري او دوی ځواکونه په هغوی باندې په جنک کې برلاسي دي  او بل په دې سره هڅه کوي  چې داسلامي امارت دتندریزو بریدونو په وړاندې خپلو مورال بایللو عسکرو ته روحیه ورکړي چې ګواکې نوي عملیات یواځي تبلیغاتي بڼه لري خو حقیقت داسې ندی داسلامي امارت جنګ هیڅکله تبلیغاتي رنګ نلري هغوی ترډېره په عمل باور لري

 دعزم عملیاتو بریاوو وښوده چې افغانستان کې په اشغالګرو ځواکونو دژوند کړۍ راتنګه شوې ده او هغوی دمجاهدینو په وړاندې دکومې اوږدې جکړې تاب او روحیه نلري نو خامخا ده  چې داسلامي امارت لخوا اعلان شوي نوي عمري عملیات به یې په روحیاتو او مورالونو سخت منفي تایر او اغیز ولري

دچارو کارپوهانو په وینا: څنګه  چې تیرکال دعزم عملیاتو په ترڅ کې داسلامي امارت زړورو مجاهدینو دبيدریغه قربانیو په ورکولو سره داشغالګرو له مونګلو څخه  د پراخو سیمو په نیولو سره ګڼ شمېر وسلې او غنیمتونه ترلاسه کړل په کومو  کې چې  غټې او سپکې وسلې  شوبلې او ټانګونه  هم لاسته ورغلل دهغونه په استفاده به و کولی شي چې  دجکړې تاکتیک  دنورو کلونو په نسبت مؤثر کړي او په تهجمي عملیاتو کې زیاتوالی راولي په دغسي حالاتو کې چې یو لورته دجانکیري په فرمایش په افغانستان تپل شوی څوسری حکومت په کورنیو لانجو کې له پښونه ترغوږونو پورې غرق دی ورته به  ګرانه وي چې داسلامي امارت دمجاهدینو دپرمختګ لارې  ونیسي  او دا خو لري خبره ده چې  ددوی عسکر او اردو دي طالبان له هغه سیمو څخه په شاکړي  کومې چې له تیرو څو کلو راهیسي دهغوی په واک  کې دي چې په اړه یې وخت په وخت امریکا یې چارواکیو هم اعترافونه کړيدي  چې مجاهدین تربل هر وخت زیاتې سیمې پخپل کنترول کې لري

په  ورته ډول تیر کال  دتلفاتو له امله هم خارجي  یرغلګرو او هم دهغوی لاسپوڅو لپاره  له مرګونو او ناخوالو ډک وو،  چې په لسګونو زره عسکریې مړه اوټپیان شول وسلې یې تخریب او دمجاهدینو لاسو ته ورغلې

 له بل پلوه دا دډاډوړده چې دګوډاګې رژیم دننه دمجاهدینو روابط او اړیکي په پراخیدو دي او هره ورځ دهمدغو روابطو په ترڅ کې  درژیم له لیکو څخه لوی شمېر عسکر دمجاهدینو سره یوځای کېږي او مجاهدین دهغوی راتګ په ښه تاوده هرکلي ویلو سره بدرګه کوي او ورته پخپلو لیکو کې دخدمت چانسونه او موقع برابروي   اویو شمېر بیا ددغوراوابطو په ترڅ کې نفوذي عملیات کوي او دښمن ته دخپل صف دننه درانه تلفات او زیانونه رسوي چې دنظامي او جنګي تکتیک له  پلوه دایو غوره او کامیاب تاکتیک دی چې اسلامي امارت ددښمن په لیکو کې دننه دعملیاتو رهبرې کولو وړتیا لري په راتلونکي توقع شته چې نورډېر  هغه ځوانان چې دلاسپوڅي رژیم په لیکو کې تراوسه پاته دي حقیقت په پوهیدو سره به  دمجاهدینو سره ملګري او یوځای شي او دامریکایانو له غلامانه ژوند څخه به راووځي

هم دا راز په جهادي او جنګي ډګرونو کې داسلامي امارت نظامي قومندانان او مشران هغسي چې اړتیا ده دنویو عصري جنګي تجربو او تاکتیکونو څخه په کار اخستلو ددښمن دواک ساحه را لنډه کړي او د خدای (B) په کامل نصرت او ډاډبه ددې نویو عملیاتو په  بهیر کې دهېواد مهم استقامتونه او ستراتیژک موقعیتونه ازاد او داسلامي امارت تربیرغ لاندې راشي او هغه خارجي یرغلګر چې لا تراوسه دخپل بري خوبونه ویني او هره ورځ ددې لپاره زمونږ معصوم هېوادوال په خورا بې رحمانه توګه په شهادت رسوي دمجاهدینو ترتندریزو بریدونو لاندې راشي او دخپلو  وحشیانه اعمالو تراخه به  وڅکي له افغانستانه به روغ نه ځي او دلته چې دکومو بدو ارمانو او هیلو  سره  یوځای راغلې په هغو به خاورې امبار شي  او دکبر او غرو تندي به یې  په خاورو پورې و سولیږي

انشاء الله

ShareTweetShareShareSendSendShareSharePin

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Previous Post

د شهامت د نهمې کلیزې پر ویاړ څو خبرې!

Next Post

بادغیس : سنګ آتش کې دقومندان په ګډون  ۲۰ تنه  اربکیان له خپلو وسلو سره مجاهدینوته تسلیم شوي

Next Post

بادغیس : سنګ آتش کې دقومندان په ګډون  ۲۰ تنه  اربکیان له خپلو وسلو سره مجاهدینوته تسلیم شوي

  • 85.9k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest
د اوکراین جګړه او پر افغانستان یې بده اغېزه!

د اوکراین جګړه او پر افغانستان یې بده اغېزه!

1400-12-07
د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

1400-05-04
معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

1400-08-30
له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

1400-09-18

Elit eget tincidunt condimentum

0

Maecenas mattis, tortor ut posuere aliquam

0

Praesent adipiscing mi eget ipsum imperdiet

0

دقيقة فى افضل الملاعب

0

به اثر سرازیر شدن سیلاب ها در فاریاب ۶ تن شهید و ۲ تن زخمی و ۶۰۰ خانه مسکونی وهزاران جریب زمین تخریب گردید

1401-02-14

د نيمروز والي، د زرنج له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

1401-02-12

د نیمروز ولایت د یتیمانو سره مرسته وسوه

1401-02-12

کندهار والي د کندهار ښار د مهمو چوکونو پر سر د مؤظفو امنیتي مجاهدینو سره د اختر مبارکي وکړه

1401-02-12

ابدي ژوندي

به اثر سرازیر شدن سیلاب ها در فاریاب ۶ تن شهید و ۲ تن زخمی و ۶۰۰ خانه مسکونی وهزاران جریب زمین تخریب گردید

1401-02-14

د نيمروز والي، د زرنج له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

1401-02-12
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

ډاکټر محمد نعيم ټويټر

قاري محمد يوسف احمدي ټويټر

ذبیح الله مجـــــاهـــــد ټويټر

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

-
00:00
00:00

Queue

Update Required Flash plugin
-
00:00
00:00