زابل کې پر دیوالونو او عامه لارو اختریز، سولییز او عامه پوهاوي پیغامونه او شعارونه ولیکل شول!
یاد شعارونه او پیغامونه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ښار په عامه لارو مشهورو ځایونو باندې د راتلوونکي کوچني اختر په مناسبت، سولې او خلګو ته د خپل فرهنګ د دود عامولو د پوهاوي په موخه ولیکل شول.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد وایي یوه اونۍ مخکې یې د شل کلن اشغال د ختم، ازادۍ اخیستلو، اختریز، سولییز، او د خپل اسلامي او افغاني فرهنګ کلتور د پيژندلو په موخه پر دیوالونو او عامه لارو شعارونه او پیغامونه لیکل راپیل کړي وو چې نن تکمیل شول.
د ښاغلي حماد په خبره له دې څخه یې هدف عامه خلګ د ازادي خپلواکي په ارزښت پوهول، د خپل اسلامي او افغاني فرهنګ او کلتور سره اشنا کول او ټولو د امن او پوره امنیت درلودلو په موخه عامه پوهاوی ورکول دي، ترڅو د ځوانانو او خلګو سره د خپلواکۍ پالنې، ملت پالنې فکر زیات شي.
يو تن اوسیدونکی جلیل وایي خپل ورځني کاروبار ته په ګتو يې سږ کال کارونه رښتیا هم ښه شوي دي او د تیر کال په پرتله کوچني اختر ته خلګ خوشحال دي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په مننه وایي چې دا ډول شعارونه او پیغامونه د خلکو د فکر جوړونې په برخه کې خورا اړین او په مټ یې د دوي اذهان مثبت لوري ته جوړیږي.
یو بل تن امین الله دا ډول پیغامونه تر خلګو رسول د عامه پوهاوي اغېزناکه لاره بولي، په خبره يې په دې سره په ځوانانو او خلګو کې د اسلام او وطن پالنې حس د قوي کیدو ترڅنګ د دې لامل کیږي چې خپل فرهنګ او کلتور په ښه ډول وپیژني.