د کندز د پوهنې مسئولینو د ښوونې او روزنې د بهیر د ښه والي په موخه له مهتممینو او مدیرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو د ښوونيز بهير د ښه والې او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه د مدرسو له مهتممينو او د ښوونځیو له مديرانو سره غونډه ترسره کړه. دغه ناسته د کندوز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د پوهنې د مسؤلینو لخوا ترتيب شوې وه، غونډه د الله تعالی […]

د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو د ښوونيز بهير د ښه والې او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه د مدرسو له مهتممينو او د ښوونځیو له مديرانو سره غونډه ترسره کړه.

دغه ناسته د کندوز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د پوهنې د مسؤلینو لخوا ترتيب شوې وه، غونډه د الله تعالی د مبارک کلام د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د دې ولایت د پوهنې مسئول د موضوع په اړه خبرې وکړې.

هغه د ټولو برخه والو او هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دې هېواد ماشومانو ته په ښوونه او روزنه کې بوخت دي.

هغه زیاته کړه چې مشوره یو الهي امر دی مونږ او تاسو دلته د همدې مهم امر د تعمیل لپاره را غونډ شوي یو، تر څو د خپلو هيوادوالو د بچیانو لپاره په تعلیمي چارو کې د خدمت اړوند سلا مشورې شریکې کړو.

غونډه کې د تعلیمي ادارو د تدریسي وضعیت د ښه والي، د تعلیم او تربیې د مقرراتو او د نصاب په پلي کیدو، د تدریسي او اداري چارو پر وړاندې په پرتو ننګونو او ستونزو خبرې وشوې او د حل په اړه يې د پوهانو نظرونه سره شریک شول.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د دې ولایت اړوند د دشت ارچي ولسوالۍ د ملاقلي عالي لېسه کې د پوهنې مسئولینو هم دې ته ورته د تدریسي وضعیت د ښه والي په موخه د تعلیمي مراکزو له مسئولینو سره غونډه درلوده.

۶-۸-۲۰۲۰