Username or Email Address
پټ توری
ما په یاد ولره
د لوګر ولایت د پوهنې د ځايي مسئولینو په زیار او هڅو د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زرغون ښار سیمه کې د پرتمینې غونډې په ترڅ کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر رحمه الله په نوم یوه ممتازه سیمه ییزه مدرسه پرانيستل شوه. ددې کليوالي مدرسې لپاره د ودانۍ د جوړولو پلان هم په پام کې […]
د لوګر ولایت د پوهنې د ځايي مسئولینو په زیار او هڅو د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زرغون ښار سیمه کې د پرتمینې غونډې په ترڅ کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر رحمه الله په نوم یوه ممتازه سیمه ییزه مدرسه پرانيستل شوه.
ددې کليوالي مدرسې لپاره د ودانۍ د جوړولو پلان هم په پام کې نيول شوی، خو اوس مهال يې درسونه په یوه جومات کې ويل کیږي.
د یادې مدرسې چې کلیوال کوچني ماشومان به پکې سبقونه وايي، ټولې مالي چارې او مالي مصارف د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون پر غاړه لري.
په دې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د لوګر ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو په خپلو خبرو کې دسیمې خلکو ته وویل چې دوی به په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي، په ځانګړې ډول له دیني مدرسو سره هر ډول مرستو او همکاریو ته چمتو دي.
د یادې مدرسې زده کونکو ته په لومړي پړاوکې د اړتیا وړ توکي لکه قرآنکریمونه، میزونه او تختې خریداري او پر هغوی ووېشل شول .
۵-۲۰-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.