د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د پوهنې مسئولینو د ښوونیزو ادارو له مسئولینو سره غونډه وکړه

د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د ښوونيزو ادارو له مشرانو سره غونډه وکړه. دغه مهمه غونډه تېره اونۍ د رمضان المبارک د میاشتې پر ۱۹ مه نېټه چې د ثور یا غوايي د میاشتې له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري، د یمګان ولسوالۍ په مرکز کې […]

د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د ښوونيزو ادارو له مشرانو سره غونډه وکړه.

دغه مهمه غونډه تېره اونۍ د رمضان المبارک د میاشتې پر ۱۹ مه نېټه چې د ثور یا غوايي د میاشتې له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري، د یمګان ولسوالۍ په مرکز کې د ښوونيزو چارو او فعالیتونو د پرمختګ په اړه جوړه شوې وه چې د سیمې د ټولو تعلیمي ادارو مشرانو پکې برخه اخیستې وه.

د غونډې موخه د راتلونکي تعلیمي کال  لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې کول او خپلې تجربې شريکول وو، همداراز غونډه کې په تعلیمي بهیر کې د نیمګړتیاوو لاملونه او نکات مشخص او د حل پر لارو چارو یې بحث وشو.

همدا رنګه د ښوونځیو مديرانو ته د ښوونې او روزنې کمېسیون اړوند کړنلارې تشریح شوې او په پای کې د غونډې د مهمې اجنډا ( د راتلونکي تعلیمي کال لپاره لازم ترتیبات نيول) په اړه څو مهمې پرېکړې وشوې.

۵-۲۰-۲۰۲۰