Username or Email Address
پټ توری
ما په یاد ولره
د اسلامي امارت د معارف مسئوولینو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دیني مدارسو او ښوونځیو له مسئولینو سره غونډه وکړه. دغه مهمه غونډه د یادې ولسوالۍ اړوند د ده قلات د سیمې په تیر ګران لېسه کې د ښوونيزو چارو او فعالیتونو د پرمختګ په اړه جوړه شوې وه چې د سیمې […]
د اسلامي امارت د معارف مسئوولینو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د دیني مدارسو او ښوونځیو له مسئولینو سره غونډه وکړه.
دغه مهمه غونډه د یادې ولسوالۍ اړوند د ده قلات د سیمې په تیر ګران لېسه کې د ښوونيزو چارو او فعالیتونو د پرمختګ په اړه جوړه شوې وه چې د سیمې د ټولو تعلیمي ادارو مشرانو ترڅنګ یو شمېر قومي مخورو هم پکې برخه اخیستې وه.
د غونډې موخه د راتلونکي تعلیمي کال لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې کول او خپلې تجربې شريکول وو.
همداراز غونډه کې په تعلیمي بهیر کې د نیمګړتیاوو د حل پر لارو چارو هم بحث وشو.
همدا رنګه د دیني مدارسو او د ښوونځیو مديرانو ته د ښوونې او روزنې کمېسیون اړوند کړنلارې تشریح شوې او په پای کې د غونډې د مهمې اجنډا ( د راتلونکي تعلیمي کال لپاره لازم ترتیبات نيول) په اړه څو مهمې پرېکړې وشوې.
۵-۳۰-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.