د امزیکا متحده ایالاتو چارواکو د سې شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې دغه پوځي چورلکه د هاوايي ایالت په کاوايي ښار کې د سمندري ځواکونو په یوه اډه کې د پیسفیک توغندیو په مرکز کې را لوېدلې ده.
د اې بي سي نیوز د راپور پر اساس دغه ملکي قراردادي چورلکه د متحده ایالاتو په سمندري تاسیساتو کې سقوط شوې چې له امله یې ۴ کسان وژل شوي دي.
د سمندري ځواکونو یو تن ویاند رسنیو ته ویلي، پېښه د سې شنبې په ورځ سهار لس بجې د هاوایي ایالت په کاوايي ښار کې د توغندیو په یوه لوی مرکز کې هغه مهال را منځ ته شوه، کله چې چورلکې په روزنیزو عملیاتو کې برخه اخیستې وه او د نامالوم لامل له کبله د ښار شمالي سیمه کې نسکوره شوه.
د سمندري ځواکونو ویاند همدا راز ویلي، بېړنی پرسونل د پېښې ځای ته رسېدلی او د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي، تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او نومونه نه دي په ډاګه شوي.
د پیسفیک توغندیو د تاسیساتو ویاند ویلي، د چورلکې د سقوط په اړه یې پلټنې پیل کړي چې د کوم لامل له کبله یې سقوط کړی دی.
د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو په خبره، د پیسفیک توغندیو دغه تاسیسات د وسلو له مخې د نړۍ تر ټولو لوی مرکز یادیږي چې څو اړخیزې ازموینې او روزنې پکې تر سره کیږي، هېره دې نه وي چې دغه مرکز ۲۴ زره مربع میل کنټرول شوی هوایي ډګر هم لري.