د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په اړه مجاهدینو ته د اسلامي امارت د مشرتابه هدایات
داچې سږ کال بیاهم د کوچنی اختر په شپو ورځو کي مجاهدین هیواد والو ته د امن او ډاډ فضاء برابره کړي او هیوادوال مو په آرام او ډاډ سره اختر ولمانځي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت کیږي چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځي څخه تر دریمې ورځې پورې په ټول هیواد کې د دښمن په وړاندې هرډول تعرضي عملیات ودروي.
او که په یادو دریو ورځو کې د دښمن لخوا پرتاسو کوم تعرض او برید وشو، له خپلو ځانونو او سیمو څخه په کلکه ساتنه او دفاع وکړئ.
مجاهدین دي د دښمن سیمو ته نه ورځي او د دښمن اړوندو افرادو ته دي هم اجازه نه ورکوي چې د مجاهدینو سیمو ته راشي.
د افغانستان اسلامي امارت
۲۷/۹/۱۴۴۲هـ ق
۱۹/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/5/9م