د اسپانیا په شمال ختیځ کي د پوهنتون بس موټر چپه شوی، چي په ترڅ کي یې ۱۴ زده کونکي وژل شوي او ۳۰ تنه ټپيان شوي دي.
سیمه ييزي رسنۍ خبر ورکوي، چي د بارسلونا پوهنتون زده کونکي د فرانسې او اسپانیا په پوله د اورلوبي د کلنۍ سیالۍ د ليدلو لپاره تللي وو، چي د بیرته را ستنېدلو په مهال دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د ورکړل شویو راپورونو سره سم؛ نن د یک شنبې په سهار د زده کونکو بس موټر د کيټالونیا ایالت ساحلي ښار فريګنالس ته څېرمه له یوه موټر سره ټکر او چپه شو.
د کيټالونیا ویاند جورډي جین ویلي، چي د پيښي په مهال د زده کونکو په ګډون ۶۰ تنه په بس کي سپاره وو، چي په ترڅ کي یې ۱۴ زده کونکي ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.
د جین په خبره؛ د ډیری وژل شویو اړیکه له بريتانیا، ترکیې او ناروې سره ده.
د پيښي ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، چي د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
احمد ظريف