Username or Email Address
پټ توری
ما په یاد ولره
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوهنې د مسوولینو به زیار او هڅو د څلورو دیني مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې. د يوې مدرسې تاسيس د یادې ولسوالۍ په ګلیخار سیمه کې پيل شو چې په همدې اړه سیمه کې یوه غونډه جوړه شوې وه او په ترڅ […]
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوهنې د مسوولینو به زیار او هڅو د څلورو دیني مدرسو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د يوې مدرسې تاسيس د یادې ولسوالۍ په ګلیخار سیمه کې پيل شو چې په همدې اړه سیمه کې یوه غونډه جوړه شوې وه او په ترڅ کې يې یاده مدرسه د (شمس العلوم) په نوم ونومول شوه.
همداراز د یادې ولسوالۍ د شالۍ ناوې په سیمه کې د (نورانیه) په نوم د يوې بلې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
همدې ته ورته د خاص اروزګان ولسوالۍ د فیرز په سیمه کې د یوې دینې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د (دارالعلوم اتفاقیه) په نوم ونومول شوه.
په ورته مهال د یادې ولسوالۍ د کښته شخي په سیمه کې د دارالعلوم ربانیه په نومې د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
ددې مدرسو د تاسیس په مناسبت غونډې رابلل شوې وې چې له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده چې ددې مدرسو د تعمير چارې د سيمې علماءکرامو او ولسي مخورو عملا پیل کړې.
۵-۱۹-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.