جمعه 28 اسد 1401
  • Login
د افغانستان اسلامي امارت
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
  • کور
  • خبرونه
    • د هیواد او نړۍ مهمې پیښې
    • د ورځې خبره
    • د ورځې خبرې
  • مقالې
    • اقتصاد
    • د اونۍ تبصره
  • لیکنې او آندونه
  • جنګي جنایتونه
  • ابدي ژوندي
  • بیلابیلې لیکنې
  • اعلامیه ،تبصره،مرکه،
  • انځوريز راپورونه
    • اصدارات او ويډيويي راپورونه
    • مرکې او راپورونه
  • ځانګړي پانې
  • شعر او ادب
  • ولایتونه
    • هلمند
    • کندهار
    • فارياب
    • دايکنډي
    • بغلان
    • خوست
    • جوزجان
    • اروزګان
    • بادغيس
    • تخار
    • باميان
No Result
View All Result
د افغانستان اسلامي امارت
No Result
View All Result
Home پیښې د شهيد اميرالمؤمنین تقبله الله پنځم تلين

اخ زما شهید منصور رهبره!!

by Tariq Ghazniwal
1400-03-02
in د شهيد اميرالمؤمنین تقبله الله پنځم تلين, ولایتونه
0 0
0
اخ زما شهید منصور رهبره!!
0
SHARES
0
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: انس افغان

د تاریخ په رڼا کې معلومیږي چې په هر عصر کې د ټولنې په هره برخه او څانګه کې ځینې داسې کسانو شتون درلودلای، چې د هغوی شتون د هغې برخې د لا پیاوړتیا، پرمختګ او د تکمیل لازمي جزء ګڼل شوی، د هغوی په اهلیت، ځراکت، او ویاړمن موقف نړۍ ته د هغې برخې لیاقت څرګند شوی دی.

اړوندپوسټونه

د(۲۰۵البدر قول اردو) مسئولینو د اختر د مبارکی په مناسبت دارزګان ولایت دځلورمی پلي لواء څخه لېدنه وکړه

د فراه ولایت په مرکزي جامع جومات، ولسوالیو او کلیو کې د کوچني اختر لمونځ په ډاډمنه فضا کې ترسره شو.

د فراه ولايت مرستيال والي له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه.

همدا راز د شهید منصور صاحب تقبله الله زعامت او رهبري د اسلامي امارت د پیاوړتیا یو ستر لامل وګرځېد، د هغه بصیرت، ځراکت، ښې سابقې، ستر شخصيت، لوړ عزم، د شجاعت، او شهامت تر سیوري لاندې د هغوی ستر ویاړمن موقف نړۍ ته د امارت اسلامي موقف، نظامي قوت او سیاسي بصیرت روښانه کړ، اسلامي امارت یې نړۍ ته د یو پیاوړي اسلامي سیاسي خوځښت په نوم ور وپېژانده.

شهید منصور صاحب ـ تقبله الله ـ د خپل ذاتي صفاتو لکه: اخلاص، تقوی، شجاعت، غیرت، سیاست او بصیرت د دې هر څه علاوه د اسلامي تربیت نړیواله اسلامي مدرسه، د جهادي اعداد نړېوال اسلامي معسکر، د سیاسي بصیرت نړېوال اسلامي سیاسي دفتر او د نظامي ډګر نړېوال جهادي سنګر و.

شهید منصور صاحب تقبله الله په خپل ویاړمن سیاست او بصیرت د اسلامي امارت هغه خالي خلاوې ډکې کړې، د کومو څخه چې اشغالګرو، او ګوډاګیانو فکري، او نظامي بریدونه کول، هغوی د اسلامي امارت خوځښت ته داسې نړېوال شکل ورکړ، چې دښمن هم ګوته په غاښ ورته حیران پاتې شو.

هغه په داسې وخت کې اسلامي امارت منظم، متحد او پیاوړی کړ، چې دښمن یې د بې نظمۍ، اختلاف، او ضعف شیطاني خوبونه لیدل، هغه د دښمن هغه دسیسې، چل او مکر د اوبو سره اوبه او خاورو سره خاورې کړ، د کوم لپاره چي کفري نړۍ د ناټو په نوم اتفاق کړی و.

هغه په ډېر تدبر د داعشي فتنې او بغاوت پر ضد کامیاب ګامونه پورته کړل، که چېرې هغه وخت د دې فتنې مخنیوی نه وای شوی، اوس به هم د اسلامي امارت په مخ کې ډېر خنډونه پاتې وو، د هغه تقبله الله په هڅو د اسلامي امارت هره څانګه که فرهنګي، مطبوعاتي، نظامي، او اقتصادي وې او یا هم تربیتي مبارزه وه، ټولې پیاوړې او غښتلې شوې.

له دې سربېره د دښمن په منځ کې د جلب وجذب، او دعوت سلسله هم په چټکتیا پیل شوه، چې په نتیجه کې یې اوس هم هره میاشت سلګونه او زرګونه ګوډاګیان د دښمن صفوفو څخه جلا، او د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د آرام ژوند اختیاروي.

هغه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هر رنګه خدمات وړاندې کړل او ځانګړې اداره یې ورته تشکیل کړه، تعلیم ته دومره وده ورکول شوه چې د نوې تعلیمي ښوونځیو د تعمیر سره سره د جګړې له امله تړل شوي او زیانمن شوي زیات شمېر ښوونځي هم بېرته فعاله او پرانیستل شول.

د شهید منصور صاحب تقبله الله اخلاص، تقوی، سیاست، بصیرت، او د قدرت نه شوق له دې څخه واضح څرګندیږي چې ورسبارلی زعامت او رهبري یې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې په پوره اخلاص سره څو کاله مخفي وساتله.

هغوی د خپل بصیرت په رڼا کې د ملا صاحب مرحوم د وفات خبر د مجاهدینو د عزم او مورال د قوي ساتلو په خاطر څو کاله د هغوی څخه پټ وساته، هغه د خپل نوم او نښان د پټ ساتلو په خاطر خپله مبارزه او رهبري د یو مجاهد په صفت څو کاله په داسې مېړانه او ځراکت پر مخ یوړله، چې د اسلامي امارت په سپېڅلي صف کې هیڅ تغییر او بدلون هم رانغی، کله چې بیا د اسلامي امارت لخوا د محترم ملا صاحب رحمه الله د وفات خبر تصدیق شو، هغه وخت د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلامي امارت د متحد صف د ټوټه ټوټه کولو کوښښونه او تبلیغاتې ضربې ډیرې زیاتې شوې، چي د اختلافاتو خوا ته مختلفې لارې په مختلفو بڼو پرانیستل شوې.

شهید منصور صاحب تقبله الله هغه وخت د خپل سیاسي بصیرت په رڼا کي د مجاهدینو د مورال د قوې کېدو لپاره د کندوز ښار د نیولو امر ورکړ، د کندوز ښار فتحه شو، دا یوازې نظامي فتحه نه وه، بلکه په حقیقت کي دا یوه داسې سیاسي کارنامه وه، چي د یوې خوا د مجاهدینو روحیه پکي تازه شوه، له بلې خوا دښمن ته په یوه وخت کي یوه داسې سیاسي، فرهنګي او نظامي پېچلې ضربه ورکول شوه، چي د دښمن ټول هغه تبلیغات چي د مجاهدینو تر منځ د اختلاف پیدا کولو لپاره یې کول ختم، اختلاف یې هیر، او په خپل غم اخته شو.

د مجاهدینو توجوه او فکر بېرته د خپلې سپېڅلې مبارزې خوا ته را جلب شو، د دښمن فکر د تبلیغاتو څخه د ارګ د چار دیواري پر حفاظت را چاپېره شوه، هغه وخت زه په خپل علمي سفر وم، اختر مې هم پر بل وطن و، ښه مې یاد دي چي عام اولس په کندوز کي د مجاهدینو دروند استقبال وکړ، د نړۍ مسلمانانو په رسنیو کې اسلامي امارت ته د کندوز د فتحې مبارکۍ رالېږلې، هغوی یې ستایل….. هغه کیف، هغې خوشحالي او هغې فتحې یقینا د اسلامي امارت د مجاهدینو روحیه پیاوړې کړه او یو وار بیا یې د اسلامي فتوحاتو یاد راتازه کړ.

د شهید منصور صاحب تقبله الله یوه وینا چې په سرو زرو د لیکلو وړ ده، هغه مرحوم په خپله یوه وینا کې مجاهدینو ته داسې وايي: ”موږ ته دخپلو سرونو تر حفاطت د خپلو اهدافو ساتنه لومړیتوب لري“. د وخت امام شهید منصور صاحب تقبله الله د خپلط دې وینا مطابق خپل هدف ته د رسېدو په خاطر خپل ګران وجود هم په اور کباب کړ، د هغوی له فعالیت، او ویاړمن موقف څخه کفري نړۍ ډېره په ډار کط وه، له مختلفو لارو یې د نوموړي د ترور هڅې وکړې، خو کومه نتیجه به یې ور نه کړه، بالآخره د اسلام سرسخته دښمن امریکا د خپلو جاسوسانو په کومک وتوانېده چي د افغان ولس دخپلواکۍ امام منصور صاحب تقبله الله د بې پیلوټه الوتکې په مټ په یو بې رحمه برید کي په نښه او شهید کړي. ـ إنا لله وإنا إليه راجعون!

روح دې ښاد او یاد دې تازه وي.

اللهم اغفرله، وارحمه، وأكرم نزله، وأسكنه فسيح جنانك! يا أرحم الراحمين!

ShareTweetShareShareSendSendShareSharePin

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Previous Post

دعوت او ارشاد : په اپریل کې۱۱۲۷ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

Next Post

هآ چې د امت سترګي ور واوښتې!

Tariq Ghazniwal

أضف نبذة عنك من حسابك الشخصي

Next Post
هآ چې د امت سترګي ور واوښتې!

هآ چې د امت سترګي ور واوښتې!

  • 86.8k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest
د اوکراین جګړه او پر افغانستان یې بده اغېزه!

د اوکراین جګړه او پر افغانستان یې بده اغېزه!

1400-12-07
د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

د بګرام حماسه او د امریکا د ازادي لمانځل!

1400-05-04
معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

معین آبیاری و منابع طبیعی روند توزیع گندم در مقابل کار در کول حشمت خان را افتتاح کرد

1400-08-30
له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

له کلونو وروسته د سعودي عربستان جګپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی

1400-09-18

Elit eget tincidunt condimentum

0

Maecenas mattis, tortor ut posuere aliquam

0

Praesent adipiscing mi eget ipsum imperdiet

0

دقيقة فى افضل الملاعب

0
د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د یوناما له استازولۍ سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي

د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د یوناما له استازولۍ سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي

1401-05-27
د الجیریا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی

د الجیریا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی

1401-05-27
د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمېسیون خبرتیا

د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمېسیون خبرتیا

1401-05-27
د چیچنیا د جمهور رئیس مرستیال: پردي نشي کولی پر افغانستان حکومت وکړي

د چیچنیا د جمهور رئیس مرستیال: پردي نشي کولی پر افغانستان حکومت وکړي

1401-05-26

ابدي ژوندي

د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د یوناما له استازولۍ سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي

د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د یوناما له استازولۍ سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي

1401-05-27
د الجیریا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی

د الجیریا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله ۲۶ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی

1401-05-27
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

ډاکټر محمد نعيم ټويټر

قاري محمد يوسف احمدي ټويټر

ذبیح الله مجـــــاهـــــد ټويټر

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور

د دې ویب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان اسلامي امارت لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

-
00:00
00:00

Queue

Update Required Flash plugin
-
00:00
00:00